Homeخبرونهپاکستان وايي، د دغه هیواد د طالبانو یو مشر په کونړ ولایت...

پاکستان وايي، د دغه هیواد د طالبانو یو مشر په کونړ ولایت کې ترور شوی

تاند(شنبه، د جوزا ۷) پاکستان ادعا کوي چې د دغه هیواد د طالبانو د تحریک یو مرکزي مشر مُفتي خالد د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، مفتي خالد په داسې حال کې چې له یوې سیمې بلې ته روان و، د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.

د مفتي خالد د وژل کېدو خبر وروسته له دې خپرېږي چې په یوه بل راپور کې وویل شول چې د کندهار په عینو مېنه کې نامعلومو ترهګرو یو بلوڅ بېلتون غوښتونکی وژلی دی.

د افغانستان حکومت په کندهار کې د عبدالنبي بنګلزي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په کندهار کې پر یو شمېر کډوالو بلوڅانو دې ته ورته بریدونه شوي دي.

د امریکايي پوځیانو له وتلو سره په افغانستان کې د پاکستان رول مخ پر زیاتېدو دی. دویچې ویلې پرون په یوه راپور کې وویل چې د پاکستان په ښارونو او کلیو کې په ښکاره د افغانستان جګړې ته ځوانان بلل کېږي او همداراز چنده ورته ټولېږي.

د پاکستان اج تلویزیون وايي، مفتي خالد، چې اصلاً د بونیر اوسېدونکی و، د پاکستاني طالبانو د تحریک د شورا غړی او له ملافضل الله سره نژدې کس و.

د مفتي خالد د وژل کېدو په اړه افغان چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان طالب د پاکستان خاص مخبران دی! د افغانستان دولت یې باید تر ټولو د مخه له منځه یوسی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...