یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکا د پخوا په پرتله افغان ځواکونو ته زیاته بودیجه ټاکلې

امریکا د پخوا په پرتله افغان ځواکونو ته زیاته بودیجه ټاکلې

تاند — د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۲ د دفاعي بوديجې په اړه معلومات ورکړل. وړاندیز شوې بوديجه ۷۱۵ میلیارد ډالر ده چې ۳.۳ میلیارد افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې شوي.

دا درې میلیارد ډالر تر هغو مرستو زیاته ده چې امریکا تېرکال افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته ورکړې وې.

که د امریکا کانګرس دا بودجه تصویب کړي، نو په دغو پېسو د څه باندې ۳۵۰زره افغان ځواکونو روزنه او تجهیز کېږي او  روزل کېږي او تاسیسات به یې رغول کیږي.

د دې تر څنګ د پوځي برخې روزونکو هم په افغانستان کې د جګړې مستقیمو لګښتونو لپاره ۸.۹ میلیارد ډالر غوښتي دي چې دا اندازه بیا د تېر مالي کال څخه شاوخوا څلور میلیارد ډالر کمه ده.

له دې سربېره به افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ هم ډېرې مرستې ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د ۲۰۲۲ مالي‌ کال لپاره یې له افغانستان سره د ۳۶۰ میلیون ډالرو مرستو وړاندیز کړی دی چې دا د تېر مالي کال د مرستو په پرتله ۳۴ میلیون ډالر زیات دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې دا مرستې به د ترهګرۍ او نشه يي‌ توکو د قاچاقو د مخنیوي‌ او د ښځو د حقونو په ساتنه کې ولګول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب