یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاځینې غذایي توکي او ویټامینونه د ټپونو په ژر جوړېدو کې مهم...

ځینې غذایي توکي او ویټامینونه د ټپونو په ژر جوړېدو کې مهم رول لري

تاند  –  روغتیا پوهان وایي، د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې ځینې ویټامین او غذایي توکي د زخم ښه کېدو پروسه چټکوي خو د شکر او زړه د ناروغیو په ګډون په ځینو سرطاني ناروغیو کې بیا خنډ رامنځته کوي.

دوی وایي، په دې ډول له عملیاتو او ژورو زخمونو وروسته له ځینو سبزیجاتو، غذایي توکو او معدني موادو څخه ګټه پورته کولی شئ.

د پوهانو د معلوماتو له مخې، ځینې زخمونه داسې وي چې عام خواړه ورته هیڅ ګټه نه رسوي، چې ثبوت یې په دودیز طب او حکمت هم شته.

دوی زیاتوي چې په غوښه، دالو او وچو مېوو کې موندل کیدونکی اهم توکی ارګیناین شته چې د وینې دوران ګړندی کوي او پروټین برابروي.

د پوهانو په باور کله چې غذایي توکي پر زخم راټول شي، نو په ژر ښه کېدو کې مرسته کوي.

د پوهانو په وینا، دغه راز په ماهي، پالکو، د چرګ په غوښه، لوبیا او ګلپي کې د ګلوټامین ماده وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او نوي نسجونه پیدا کوي.

دوی دغه راز وایي، په همدې توګه کولاجین د زخم په ښه کولو کې مرسته کوي او ترڅنګ یې زنک، ویټامین سي، ویټامین اي او ویټامین بي ۱۲ هم د زخم په ښه کولو کې مهم رول لوبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب