Homeخبرونهد البېروني پوهنتون څلور استادان ماین چاودنه کې ووژل شول

د البېروني پوهنتون څلور استادان ماین چاودنه کې ووژل شول

تاند — د کابل- پروان پر لویه لار د بګرام ولسوالۍ اړوند رباط په نوم کلي ته څېرمه د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر ماین چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ټول د پوهنتون استادان او محصلان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن شنبه مازدیګر مهال پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

تراوسه ددې پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. دا کار سل په سلو کې د طالبانو او د ای اس ای په مستقیم هدایت تر سره شوی دی. لعنت دې پر هغو وي چې بې ګناه او مظلوم ښوونکي او زده کوونکي وژني. الله دې ددې غمناکې حادثې شهیدانو ته جنتونه او کورنیو ته دې صبر ورکړي.
    يو ځل مې چېرې لوستلی و چې دجال له جنوبي اسیا او د ایران له شرقه ظهور کوي. اوس پرې بلکل یقیني شوی یم چې د لیکونکي مقصد همدا پاکستان او ددې هېواد شیطاني مشران وو. همدوی د دجال اولاده او نماینګان دی چې هر چېرې د اسلام ډول وهي خو تر دوی مرتد کسان د نړۍ په مخ کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...