سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپاکستان: نور له حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې...

پاکستان: نور له حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه پالو

تاند — پاکستان افغان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه ساتي.

ښاغلي محب د تېر کوچني اختر په اوله ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال په پاکستان توندې نیوکې وکړې او يوې لويې غونډې ته د خبرو پر مهال پر پاکستان توند ورغی او ډېرې داسې ستوغې خبرې يې وکړې چې پاکستان يې د ځان په هکله له چا د اورېدو تمه نه درلوده.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل چې تاریخ یې جعلي او له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، خو د ویاړ لپاره دومره څه نه لري چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.

هغه وويل، پاکستانيان شېرشاه سوري خپل رهبر بولي، پر راکټو او توغنديو يې غوري نوم ايښی او سړکونه او کورونه يې د غزنوي په نامه دي.

د پاکستان یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د محب د څرګندونو په تړاو اسلام آباد کابل ته د ناخوښۍ ژور پیغام رسولی دی.

دې چارواکي زیاته کړې، کابل ته د اسلام آباد له خوا خبر ورکړل شوی چې تر دې وروسته د ښاغلي محب سره دوه اړخیزې موافقې ونه شي.

دی وايي، افغانستان ته دا خبر هم ورکړل شوی چې افغانستان د پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره جدي نه دی، بلکې د پاکستان سره د ملامتۍ لوبه کوي او د دې هیواد ریښتینې هڅې کمزورې کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د دغه هېواد ولسي جرګې ته یوه وینا کې پر افغان حکومت سختې نیوکې وکړې، ویې ویل کابل له یوې خوا له اسلام آباد څخه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي او له بلې خوا دده په خبره چې پر پاکستان تورونه لګوي.

اخوا ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا کابل ته پخپل سفر کې دا موضوع له ولسمشر غني سره هم شریکه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر اوسه د پاکستان د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي. خو افغان مشرانو تل په خپلو خبرو کې ویلي چې د طالبانو د خونړۍ مبارزې تر شا د همدې هیواد لاس دی.

1 COMMENT

  1. مونږ بیا وایو چې حمدالله محب د ژوندی وي چې په یابوګانو او پنجابیانو یې سور اور بل کړ. ښاغلي محب ټول واقعیتونه ویلي دي . د پنجابیانو د هېواد نوم جعلي دی ، تاریخ يې جعلي او که کوم شی لري د افغانستان پورې اړه لري نه په حرامي پنجاب پورې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب