دوشنبه, مې 6, 2024
Home+خپلې ژبې ته کار وکړئ| جنرال دولت وزیري

خپلې ژبې ته کار وکړئ| جنرال دولت وزیري

د خوږې پښتو ژبې نړیواله ورځ مو مبارک شه.

خپلې ژبې ته چوپړ پر هر انسان واجب ده.

 هیله ده چې پښتو خوږه ژبه مو هم هېره نه شي. نورې ژبې زده کړئ، خو پښتو ژبه هم وساتئ.

په خپله مې د خپل توان سره خپلې خوږې ژبې ته څه په ویلو او څه په لیکلو چوپړ کړی دی.

ادبې غور چاڼ

په جګړه کې د بریالیتوب راز

کره خبرې

د ملي اردو په چوپړ کې

د افغانستان د وسله وال پوځ تاريخ

مې چاپ شوي اثار دي.

زما ژوند او یادونه

د تاریخ پاڼه

زما د مقالو ټولګه

د افغانستان پولې

چاپ ته په لاره اثار دي.

پښتو خوږه ژبه ده، زده کول يې هم اسانه دي، یوازې ټینګ هوډ غواړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ښاغلی جنرال صاحب وزيري! بالکل . تاسو خوږې پښتو ژبې ته ډېر خذمت کړی دی. ستاسو له پند او ښو خبرو او تجربو ډکې ليکنې هر وخت په تاند کښې ستاسو له کالمه پر له پسې لولم. قلم مو لکه برق اوسه او خدای تعالی دې اوږد عمر درکړي. آمین.
    د سعد اله جان برق صیب یو ویډیويي لړۍ په یو-ټیوب کښې د لالونو په نامه ده او حاجي صیب اسلم په نوم یو کَس ېې چلوي؛ ښايي تاسو به هم ليدلې وي … هغه وايي ” پښتانه او پښتو په همدا اوسني وطن مرکز او شاوخوا کښې له اول نه موجود و او دي ؛ نورو قومونو او امپراطورانو دوی باندې یرغلونه کړي دي ؛ ګنې د آوازو له مخې پښتانه نه بني اسراييل دي او نه آریايي او زردشتي یا هندواو بودهي!!
    که خپلې پلارنۍ او مورنۍ ژبې (پښتو) ته وګورو هم سانسګریټ توري او غږونه په کښې شته ، هم عربي،فارسي او ترکي ..”
    او همدا غنا ده چې زمونږ ځوانان په ځانګړې ډول ، او نور زاړه او واړهء هم د نړۍ هر چېرته څې کوچيان شي او بیا میشت شي نو د شرق او که غرب که شمال وي که جنوب اوکه د دنیا مرکز!!!!! ژبې په آسانۍ او له نورو قومونو ژر زده کوي . الحمد لله.
    خو افغان دولت او خلکو ته په کار ده چې د پښتو د مليتوب او سیالانو سره د سيالۍ ته رسولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او له بیګانه یرغلونو ېې وژغوري.
    په پای کښې زه هم پخپل وار ، د (پښتو) نړیواله ورځ ټولو خواخوژو دوستانو ته مبارکۍ وړاندې کوم .
    او هم محترم جنرال صاحب وزيري ! ستاسو کتابونه به بلجيم کښې څنګه لاسته راوړی وشم؟ . مڼنه. ښې چارې او خوشحاله اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب