یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملي اردو چارواکي: ننګرهار او لغمان کې ۵۰ طالبانو ته مرګ...

د ملي اردو چارواکي: ننګرهار او لغمان کې ۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه، د جوزا ۸ مه) ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند وایي افغان ځواکونو دا عملیات د یادې ولسوالۍ په جنجال شګه او ګاو درې سيمه کې ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور يې ټپيان دي.

سرچینه دغه راز د یوه بل خبر له مخې وایي، چې ګډو امنيتي، دفاعي ځواکونو تېره ورځ د لغمان ولايت الينګار ولسوالي او مرکز اړوند میداني ، هرمل او زبردست قلعه سيمو کې تصفيوي عملیات ترسره کړل چې پرمهال یېد طالبانو د دوه مخکښو قوماندانانو حماس او زرقاوي جانان مشهور په لېزرې په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د سرچینې په خبره په دغو بریدونو کې د طالبانو درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوي.

د سېلاب قول اردو ویاند زیاتوي چې په یادو دواړو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات لاهم دوام لري.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب