یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهپه فضا کې جوړېدونکى هوټل

په فضا کې جوړېدونکى هوټل

تاند ( شنبه، د جوزا ۹ مه ) راپورونه وایي، د لومړي ځل لپاره په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) نومیږي چې دا مهال تر کار لاندې دی او په ٢٠٢٥ کال کې به یې کارونه بشپړ شي.

د راپورونو له مخې، د سپېس په نوم فضایي هوټل به بیا په ٢٠٢٧ کال کې خلکو ته خدمات پيل کړي.

د معلوماتو له مخې، په فضا کې د نړۍ دا لومړنى هوټل به رسټورانټ، سينما او د اوسېدو لپاره ځانګړي ځايونه ولري او په يو وخت کې به په کې ٤٠٠ کسان پاتې کېداى شي.

سرچینه وایي، دا هوټل د فضايي تعميراتو جوړونکي مشهور شرکت (اربيټل) له لوري جوړیږي چې په ٢٠٢٧ کال کې به د خلکو لپاره چمتو او خدمات به وړاندې کړي.

د سرچینې په وینا، په دغه فضايي هوټل کې به هغه ټولې اسانتياوې موجودې وي کومې چې په سمندر کې ګرځېدونکي کښتۍ لري.

د معلوماتو له مخې، د سپېس په نوم دا فضایي هوټل به بېلا بېلې برخې ولري چې د هوټل د کارکوونکو لپاره به پکې ځانګړي ځايونه جوړ، د اوبو، برېښنا او همدا راز د هوا د بندوبست لپاره به هم ځايونه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب