پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Homeادبناولد معجزې تیږه (ناول) ارسن لوپن، ژباړه: احمدي

د معجزې تیږه (ناول) ارسن لوپن، ژباړه: احمدي

١_ ورونيک دوهرژمون:

ورونيک  خپلې اوښکې پاکې کړې، مخامخ ولاړې ځوانې ښځې ته يې وکتل. په غريو کې يې وويل: 

_هونوريک ، خبرو  دې ووېرولم،  ووايه!  زما پلار دې په خپلو سترګو وليد؟

هونوريک د سارک د جزېرې يوه ځوانه ميرمن وه.  دې  د  کاسکي د دهقانانو غوندې خبرې کولې او په څېره کې يې د  معصوميت نښې له ورايه ښکارېدلې. 

هغې يوه سړه سا وايسته، ويې ويل: 

  _ميرمن ورونيک، تاسو  د وروستي وحشت په اړه ناخبره ياست؛ د سارک د جزيرې اوسېدونکي مرګ په خپلو سترګو ويني؛  يواځې  يوه مياشت مخکې جزېرې ته  يو ناپېژانده کس راغی؛ دا سړی تر اوسه چا نه دی ليدلی، خو په خلکو کې ګونګوسې خپرې شوې، چې دی د هغو المانيانو له ډلې يو دی چې غلا کوي او خلک وژني.  داسې ورځ دې نه وي چې د ساحل په څنډو او  ځنګله کې يو، دوه مړي ونه موندل شي.  

ميرمن  هونوريک  غلې شوه، ورونيک ته يې وکتل ، ويې ويل: 

_د دې جزېرې په يوه متروک کور کې د څلورو صليبونو نښه وليدل شوه؛  دا صليبونو په وينو ککړ وو؛ لاندې يې يوه جمله ليکلې وه: 

 (( څلور صليبه _ څلور جنازې )). په بل کور کې يې څلور کسه پر صليب راځړولي وو، له دوی سره هم يو ياداښت پروت و: ((  د مړو دا شمېره بايد دېرشو ته ورسېږي )). اوس د جزيرې د  اوسېدونکو په مينځ کې وحشت پروت دی؛  يوه مياشت مخکې له دې جزيرې څخه د وتلو هڅې پيل شوې؛ هره ورځ ډله ډله خلک جزيره پرېږدي او په خپله مخه ځي. خلک ان له خپلو سيورو هم  وېره لري .  هو رښتيا، تېره اونۍ له خپلو څو ملګرو سره  له جزېرې ووتم؛ سودا مو اخيسته؛ مور، پلار او وړه خور مې د جزېرې په لاندېنۍ برخه کې پاتې شول، خو اوس  د دوی ژوند ته کومه تمه نه لرم.

هونوريک  غلې شوه، ورونيک ته يې وکتل، د هغې په سترګو کې اوښکې ځلېدلې.  

ورونيک ښکلې ميرمن وه؛ زيږې سترګې يې درلودې، خو په دې  ښکلو  سترګو کې درد او اندېښنه له ورايه ښکارېدل. 

ورونيک په پېغلتوب کې تر دې لا ډېره جذابه وه؛  هغه وخت يې د بوهم په ښار کې له يوه ځوان سره وپېژندل؛ ځوان ورسکي نومېده، خو ورونيک ته يې لا په هماغه اوله ورځ خوند ورنه کړ. دا نه پوهېده چې دا ځوان څوک دی او پخوا يې څه کول، خو د ورونيک  د  پلار  ( کنت هرژمون ) د  ټينګار له لاسه هغې له دې ځوان سره واده وکړ. کال ووت؛ زوی يې پيدا شو چې نوم يې فرانسوا ورباندې کېښود. د ورونيک  پلار او د هغې خاوند په پيل کې يو بل  ته  ګران ول، خو  وروسته يې تر مينځ خړې اوبه تېرې شوې، ان څو ځله يې يو بل په سپکو ټکو ياد کړل.   ورونيک نه پوهېدله چې اصلي خبره څه ده؛  يواځې دومره  احساس ور لوېدلی و چې د دې د خاوند او پلار تر مينځ توره پيشو تېره ده. دا وېره يې وروسته لا پسې ډېره شوه،  دې ته داسې ښکارېدل چې ورسکي د دې د پلار د وژلو پلان لري.

دا اندېښنه يې ډېر ژر په واقعيت واوښته؛ ورونيک يوه ورځ د پلار کوټې ته ورغله؛ سترګې يې رډې راوختې؛ د ورسکي په لاس کې تېره چاړه ښکارېدله. ورسکي قوي ځوان و؛  په اسانی سره يې د ورونيک پلار پر ځمکه پرېباسه او پر ټټر يې کېناست. 

 ورونيک چيغه کړه، خو خاوند يې د دوهمې چيغې وار ورنه کړ، دروند سوک يې د ښځې ژامې ته سيخ شو او هغه  بې سده پرېوته.  کله چې يې سترګې رڼې کړې، ورسکي په کوټه کې نه و. دې په خپل پلار پسې سترګې ورغړولې، هغه کونج ته غلی ناست و. ورونيک ور وښوېده، په کمزوري غږ يې وويل: 

_شکر چې ژوندی يې. 

کنت هرژمون  د خولې له کونج څخه په راوتلې وينه لستوڼی تېر کړ، په ستړې غږ يې وويل: 

_هو، سا راکې چليږي. 

ورونيک وويل

_دا جنايتکار چېرته لاړ؟ 

_بيا به يې ونه وينې. 

ورونيک په حيرانی خپل پلار ته  وکتل: 

_ولې؟ 

د پلار تندي يې ګونځې پيدا کړې: 

_لورې، هيله کوم ، په دې اړه نورې پوښتنې مه رانه کوه، زما او د ورسکي تر مينځ يو وحشتناک  راز دی؛ نه يې شم درته ويلی؛ بل څوک بايد ورباندې پوه نه شي. 

ورونيک يو ناڅاپه وژړل او ځان يې د پلار غېږې  ته ور  واچاوه. 

کنت هرژمون  وويل: 

_نور به هغه دلته رانه شي. 

ښځې په ژړا کې وويل: 

_هيله کوم، علت يې راته ووايه. 

پلار يې وويل: 

 _روسکي د بوهم د يوه پخواني پاچا کړوسۍ دی؛ ده د بوهم اوسني پاچا ته جاسوسي کوله او  زه له څه وخته راهيسي په دې حقيقت پوه وم. ما د پوځ يوه مشر  ته خبر ورکړ؛ ډاډه يم، ورسکي به تر څلرويشتو ساعتونو ونيول شي اوخپله سزا به وويني. 

د ورونيک چيغو زور واخيست: 

_اه، نو زما زوی فرانسوا به بې پلاره شي! 

د کنټ هرژمون  د  تندې ګونځې لا پسې ژورې شوې:

_هو، خو نه غواړم خلک په دې پوه شي چې فرانسوا د هغه زوی دی. 

ښځې په ژړا کې وويل: 

_نور څه نه شې ويلئ؟

_نه، کومه بله پټه خبره نشته، خو زما او ورسکي د رازونو په اړه بله پوښتنه مه کوه، هيله کوم، که درته يې ووايم،  زړه به دې له وېرې وچاودي.

سړی غلی شو، لاړې يې تو کړې؛ وينه پکې ګډه وه؛ ويې ويل: 

_له دې رازونو  زه په خپله هم ويرېږم؛ په موږ کې بايد يو مړشي، زه  يا ورسکي. 

ورونيک، د خپل پلار پښو ته ور ولېده:

_اه! پلاره، تاسو نوره هم په وحشت کې واچولم. هغه کومه پېښه وه چې تاسو دواړه يې سره دښمنان کړئ؟ هيله کوم، ووايه!  زه بايد په دې خبرو پوه شم.

کنت هرژمون سوړ اسويلی وايست: 

_دا راز  د  فرانسې په تېر تاريخ پورې اړه لري. که  ورسکي په دې مبارزه کې بريالی شي، هيڅوک به د هغه مخه ونه  شي نيولای، خو خدای د وکړي چې زما اندېښنه بې ځايه وي. 

_پلاره!  تا وويل چې ورسکي به زنداني شي؛  نو ولې ويرېږې؟

کنت هرژمون  په خبره کې ور ولوېد:

_هو، خو که له زندان وتښتي، بيا! 

يوه شېبه دواړه غلي شول؛ ورونيک د ورسکي په بېلتون نه وه خپه  ځکه له لومړۍ ورځې يې هغه نه خوښېده، خو د خپل زوې فرانسوا راتلونکي يې زړه خوړ. 

کنت هرژمون وويل: 

_ورونيک، غوږ ونيسه چې څه درته وايم. 

ورونيک سرې سترګې ور واړولې. 

پلار يې وويل: 

_زما او د  ورسکي د جګړې په اړه بايد هيڅوک هم خبر نه شي؛ پوهېږم چې ورسکي ستا خاوند دی، خو خبره خلاصه شوه؛  ته بايد د بوهم يوه ليري پراته کلي ته لاړه شې او هلته په هغه کور کې واړوې چې ماته له نيکونو راپاتې دی.

ورونيک وپوښتل:

_او ته؟

_ له فرانسوا سره د سارک جزېرې ته ځم.

ورونيک په حيراني ويل:

_د سارک جزيره؟

_هو، سارک د فرانسې يو ليرې پروت  ټاپو دی؛  هلته ډېر خلک نه  ورځي؛ اوسېدونکي يې هم تر يونيم سلو کورنيو نه اوړي. د جزېرې ساحل له اوارو تېږو ډک دی.  له لوړو_ ژورو يې مختلفو ونو سرونه راپورته کړي؛ بس نور څه نشته، اوارې تېږي او شنه ځنګلونه؛  له همدې امله په اونۍ کې يواځې يو ځل يوه مساپر وړونکې وړه بېړۍ ورځي او بس. 

ورونيک په حيرانۍ وپوښتل:

_خو ته ولې دې جزېرې ته ځې؟

_دا زما شخصي راز دی؛ په بل چا پورې اړه نه لري.  فرانسوا هم ځکه راسره بيايم چې هغه ځای محفوظ  او له خطر څخه خوندي دی. کېدای شي چې ورسکي د خپل زوی د تښتولو له پاره يو څه وکړي. 

_نو زه له تاسو سره نه شم تلای؟

_دا بيا وروسته خبره ده، که مې وخت وموند، نو احوال به درکړم او په پټه به د يو څو ورځو  له پاره جزېرې ته راشې.  

ورونيک غلې شوه، هغه پوهېده چې پلار يې له خپلې خبرې نه اوړي.

مياشت ووته؛ ورونيک د پلار د استولي پيغام په واسطه وپوهېده چې ورسکي نيول شوی دی. وروسته  د ورونيک پلار  له خپل لمسي،  فرانسوا سره د سارک جزيرې ته لاړ. ورونيک به هم کله کله د پلار په اجازه  د زوی لېدو ته ورتله، خو هلته يې د ډېر وخت له پاره د پاتې کېدو اجازه نه درلوده. 

خو ورونيک تر اوسه لا د پلار په راز نه وه پوهېدلې. يوه ورځ د ماکونوک په نوم يوه بېړۍ چلوونکي ورته وويل چې پلار يې ډېر وخت په ځنګله کې  تفريح کوي او کله کله هم د جزيرې په پخوانيو ويرانو ( خرابو) کې په يو څه پسې ګرځي. داسې لکه د يوه لوی ګنج په پيدا کولو پسې چې سرګردانه وي. 

د کنت هرژمون کور د يوې شنې غونډې پر سر و؛ په دې کور کې يو بل سړی هم اوسېده؛  استفان مارکس نوميده  او دا سړی د فرانسوا معلم و.  کنت هرژمون په دې سړي باور درلود او د هغه له  لارښونو سره سم به يې خپل پټ کارونه پر مخ وړل. 

استفان مارکس يوه ورځ  پر ورونيک زړه بايلود او د همدې پاکې ميني له امله  فرانسوا  لا ورباندې ګران شو. کنت هرژمون عاقل انسان و؛ ذهن به يې ژر خلاصېده؛ په لنډ وخت کې  وپوهېد چې معلم يې پر لورمين دی. خو نه يې غوښتل چې د خپل ماموريت تر پايته رسېدو  مخکې د خپلې لور  د واده په اړه کوم تصميم ونيسي. ده له استفان سره ژمنه وکړه، هر وخت چې خپل هدف تر لاسه کړي، له هغه وروسته  به يې له و رونيک سره  د واده غم وخوري. 

پنځلس کاله تېر شول؛ په دې موده کې د ورونيک زړه ته ولوېده چې پخوانی خاوند (ورسکي) به په زندان کې مړ شوی وي. خو لا هم کنت هرژمون استفان ته د دې اجازه نه ورکوله چې له لور سره يې واده وکړي.

د وخت په تېرېدو سره د سارک د جزېرې سکون  په نا ارامۍ بدل شو؛ په خلکو کې ګونګوسې شوې، چې په جزيره کې غله او قاتلين پيدا شوي او  د خلکو مال او ژوند ګواښي. دا اوازې ورځ  په ورځ ډېرېدلې ان  د کنت هرژمون  زړه هم وحشت  ونيو؛ له همدې امله يې ورونيک ته د يو چا په لاس احوال ور ولېږه چې جزېرې ته راشي او خپل زوی فرانسوا  له ځان سره بوځي. 

دا احوال لېږونکې ميرمن  هونورين وه چې  ورونيک ته يې د جزېرې د وحشت کيسې کولې. هونورين  ويل: 

_ميرمن ورونيک،  تاسو ډېره موده له جزېرې ليرې ياست،  خو جزيره بدله شوې ده؛ هغه پخوانی امن نه  دی پکې پاتې. پوهېږې! داسې ورځ دې نه وي چې يو يا دوه مړي ونه موندل شي؛ وضع خرابه ده او د حالاتو د ښه کېدو تمه هم نه ليدل کېږي. د استفان مارکس غوښتنه دا  ده چې پلار دې بايد جزيره پرېږدي، خو هغه سرټمبه سړی دی؛ تر اوسه يې د استفان  خبره نه ده منلې. 

تېره شپه له ځنګله پرله پسې ډزې راغلې؛ خلکو چيغې وهلې، خو هېچا دومره  زړه نه درلود چې نږدې ورشي او په دې ځان پوه کړي چې څه خبره ده. نيمه شپه  مو حيرانونکي غږونه واورېدل؛ د غونډۍ له سره د ساحل څنډې ښکارېدلې.

ورونيک وويل: 

_نو په ځنګل کې غله دي؟

_نه پوهېږم! تر اوسه چا نه دي ليدلي؛ څنګه به يې وينې؛ د جزيرې اوسېدونکو ته چې دزمري زړه هم ورکړې ، نو ځنګله ته د تلو جرات نه لري. 

ورونيک په خبره کې ور ولوېده:

_ښه، نو هغه غږونه د څه وو؟
هونورين وويل: 

_د جزېرې اوسيدونکي په بيړيو کې تښتېدل!

_او پلار مې پاتې شو؟

_هو، د خلکو په تېښته خوشاله و، ويل يې چې  ښه زيری دی، غله به پوه شي چې په دې جزيره کې د لوټلو له پاره څه نشته، بس،  دا  نا اميدي به يې له دې جزيرې ورک کړي. 

_او فرانسوا څه کوي؟

_هغه ډېر وخت په ښکار تېراوه، استفان مارکس به تل ورسره و، خو په وروستيو څو ورځو کې دواړه له کوره نه دي وتلي. 

ورونيک سړه ساه واخيسته، ويې ويل: 

_بايد ډېر ژر جزېرې ته لاړه شم او خپل زوی وژغورم. 

د هونورين سر وځړېد:

_خو په دې شرط چې تر اوسه ژوندی وي. 

ورونيک فکر په مخه کړه؛ له نيولې څېرې څخه يې داسې ښکارېدل چې ذهن يې پخوانيو خاطرو نيولی دی؛ وروسته يې سر هسک کړ: 

_څه وخت حرکت کوو؟

_سبا سهار

ورونيک وويل: 

_هونورين! په جزيره کې وضع خرابه ده؛ موږ بايد له وسلې پرته هلته لاړ نه شو؛ يو ملګری مې دی،  پاتريس بلوال نوميږي. پخوانۍ تقاعدی افسر دی؛  هغه يو دوست لري چې دن لوی پرنا ورته وايي، خو زه ډاډه يم چې دا هماغه ارسن لوپن دی. 

هونورين په حيرانۍ وويل:

 _ارسن لوپن؟  هغه  خو مړ  شوی. 

_نه ، ارسن لوپن دومره په اسانۍ نه مري؛ په يوه ميلمستيا کې مې له پاتريس بلوال او ميرمن کورالي سره وپېژندل.   پاتريس بلوال مهربانه سړی دی؛ ده په  ميلمستيا کې دن لوی پرنا  راوپېژاند، مامان کورالي ويل چې دی يو بل نوم هم لري، ارسن لوپن. 

هونورين وويل:

 _ښه، له دې سړي  څه غواړې؟

_پاتريس بلوال ته يو خط  ليکم او هيله ورنه کوم چې مرسته راسره وکړي. 

_په دې مانا چې ارسن لوپن د سارک جزېرې ته راغواړې؟

_هو

_او که ستاسو خبره ونه مني، بيا؟ 

_ارسن لوپن هيڅوخت  د پاتريس بلوال غوښتنه نه ردوي. 

_په هر صورت، موږ  بايد سبا وخته حرکت وکړو؛ که له يکشنې خبره واوښته،  بيا جزيرې ته تر بلې اونۍ کومه بېړۍ  نه ځي. 

_سمه ده،  همدا اوس هغه  ته خط ليکم او تر سبا سهاره به هر څه چمتو وي. 

ورونيک دا وويل؛ پر څوکۍ کېناسته؛ قلم او کاغذ يې ور واخيستل؛  ويې ليکل: 

ښاغلي پاتريس بلوال:

تېره اونۍ مې تاسو ته وويل چې زما پلار  کنت هرژمون او زوی  مې فرانسوا د سارک په جزېره کې له خطر سره مخامخ دي؛ نيت مې دی چې سبا سهار  وخته د سارک د جزيرې په لوري حرکت وکړم، له تاسو څخه هيله کوم چې خپل ملګري ښاغلي لوی پرنا ته وواياست چې د مرستې له پاره جزېرې ته راشي.  

په درنښت

ورونيک دوهرژمون

٢_ څلور صلييونه! 

د هغې ورځې په سبا ورونيک  له هونورين سره د ګلژمون له ځنګله تېر شول، ساحل ته ورسېدل. ساحل ته نږدې د  ځنګل په څنډه کې يو متروک کور ښکارېده. په دې کور کې به يو وخت کب نېوونکو  شپې تېرولې، خو اوس له يوې خرابې پرته بل څه نه و. 

ورونيک او د هغې د سفر ملګرې دې کور ته ورنږدې شول؛ د کور تر مخ ګڼ  نارينه او ښځې ولاړ ول؛ له وحشت وهلو  څېرو يې داسې برېښېدل چې د خوشالۍ خبره نه ده. 

ورونيک له يوې ځوانې بزګرې وپوښتل:

_څه خبره ده؟

ښځې خپل سر وښوراوه:

 _ورشئ، په خپله يې وګورئ!

ورونيک او هونورين، دواړه خرابې ته ورننوتلې؛  د خلکو په مينځ کې يې لار وايسته؛ د دهلېز  په  پای کې لنډې راتاوې شوې؛ يو ناڅاپه يې رنګونه والوتل او ځای پر ځای ودرېدې. پر مخامخ دېوال څلور صليبه ښکارېدل؛ پر هر  صليب يو وژل شوی انسان ځوړند و؛ تر څنګ يې پر وينو دا جمله ليکلې وه: 

(( د دېرشو اجسادو جزيره_ څلور صليبه. د ا د هغو کسانو  سزا ده چې غواړې زموږ په اسرارو پوه شي.)) 

د ورونيک لينګې ولړزېدل؛  لاس يې پر دېوال ولګاوه؛  هونورين  تر مټ ونيوله او په  زحمت يې له ګڼې ګوڼې راوايسته. ساحل ته نږدې پر يوه هواره ډبره کېناستل؛ هونورين وويل:

_ورونيک، وګوره، څه درته وايم!  دا د خطر لومړۍ نښه ده؛  دا مړي بايد دېرشو تنو ته ورسيږي؛ دوی هغه کسان وژني چې پر اسرارو يې د خبرېدو هڅه وکړي. خلکو  اوس دې جزيرې ته د سارک پر ځای د دېرشو جسدونو نوم ورکړی دی.  

ورونيک په وېرېدلي غږ وويل: 

_دېرش جسدونه! څه مانا؟ دوی ولې دا اجساد په دې ويرانه کې  راځړولي دي؟

هونورين وويل: 

_دا کنډواله، د سارک جزېرې ته د تګ په لاره کې  موقعيت لري؛ هر څوک چې د سارک جزيرې ته ځې،  لومړی يې په دې مړو سترګې لګېږي؛ هغه چا چې دا کار کړی، غواړي خلک د سارک جزېرې ته له تګ څخه راوګرځوي،

ورونيک وويل:

_خو موږ بايد خپل ځانونه جزيرې ته ورسوو. 

هونورين اوبو ته وکتل؛ حرکت يې نه درلود؛ مړې وې؛ سوړ اسويلی يې وايست: 

_زه دا څلور نفره پيژنم. دوی د سارک اوسيدنکي ول؛ يوه يې هانريت نوميدله؛ د يوه کب نيونکي ميرمن وه؛ خاوند به يې ډېر وخت په ځنګله کې وېدېدو.  په وروستيو کې يې ويلي وو چې له  ګڼو ونو وېرونکي غږونه راوځي.

_بيا؟

_نه پوهيږم. خو ميرمن هانريت او درې نور کسان له شا  څخه  په مرميو لګېدلي وو. 

ورونيک وويل: 

_اوس څه تصميم لرو؟

_موږ د جزيرې خواته ورځو،خو  له بېړۍ نه کښته کېږو؛ له هماغه ځايه به استفان ته ور غږ کړو؛ هغه به  د سيند غاړې ته راشي او په  خبره به ورسره پوه شو.

_که رانه غی ؟.

_نو بيا به  په بېړۍ کې پاتي يو.

د شورماشور غږ راغی؛  پوليس ول؛ شېبه وروسته يې  صليب شوي جسدونه راکښته کړل؛  په ځانګړو ګاډيو کې يې کېښودل  او له هغه ځايه يې  يووړل. خلک هم ورور ورو په خپلو کارونو پسې لاړل. 

دوی دواړه هم په يوه کښتۍ کې کېناستلې. بېړۍ حرکت وکړ؛ هونورين وويل:

_د سارک په جزيره کې له څو بېوزله  کب نيونکو پرته بل څوک  نه دي پاتې. کنت هرژمون چې کله دې جزېرې ته راغی،  د غونډۍ پر سر يې  له لرګيو يو ښکلی کور جوړ ک؛ د ورځې به په همدې کور کې و، خو دشپې به له خپل لمسي (فرانسوا) سره ځنګله ته تلو. 

د ځنګله په دې ويرانو کې ډېرې پلټنې شوې دي، خو تر دې دمه هېچا هم کوم ګنج نه دی موندلی. کنت هرژمون وايي چې دا جزيره يو وخت د بوهم د پاچاهانو او شهزادګانو د اوسېدو ځای و؛ دلته لا اوس هم  د پخوانيو پاچاهانو ځيني اثار ښکاري چې د ويرانو په بڼه پاتې دي. 

يوه بله خبره هم ده؛ زاړه کب نيونکي وايي،چې د لوی سيند اوبه شفا بښونکې دي؛ که څوک د دې سيند يو غوړپ اوبه  وڅښي،  په بدن کې يې ټولې ناروغۍ له مينځه ځي؛ ما خپله څو ځله له همدې سينده اوبه څښلې دي؛ خوند يې ښه نه و، خو د پښو دردونه  مې ليري شول. 

هونورين غلې شوه؛ورونيک ته يې وکتل؛ د هغې تور  وېښته شمال يوې خواته اړولي وو؛ داسې ښکارېدله چې د دې خبرې نه اوري او يواځي د خپل  زوی فرانسوا په فکر کې ډوبه ده. ورونيک په رښتيا هم د خپل زوی  په اړه فکر کاوه، خوکله کله به يې په ذهن کې د استفان مارکس څېره هم راګرځېده؛ احساس يې کاوه چې هغه ورباندې ګران دی؛ د استفان مارکس هم دا خوښېږي، خو تر اوسه يې لا  يو بل ته د مينې خبره  نه وه کړې.

لمر لودلی و چې بېړۍ ساحل ته ورسېده؛ باد په ارامۍ سره لګېده؛ د ځنګله ګڼې ونې توربخونه ښکارېدلې او ځای ځای د ونو له څانګو څخه د ويرانو د  زړو دېوالونو څوکې راوتلې وې. 

دواړو غوږ ونيو؛ په ساحل کې چوپتيا  وه، خو کله کله به د يوه حيوان کوکې ته ورته  تېره غږ انګازې جوړې کړې. ټاپو داسې غلی و لکه د مرګ سيوری چې ورباندې خپور وي. 

د ورونيک زړه له تشويشه ډک و. په زړه کې يې نهيلي ور تېرېدله.  يوه شېبه تېرو يادونو په مخه کړه؛ کله چې به دې جزېرې ته راغله،  فرانسوا به منډې ور وهلې؛ خوله به يې له خندا ډکه وه؛ د مور غېږې ته  به يې په بيړه ځان ورساوه او دواړو به يو بل ښکل کړل، خو نن پر ټولو ونو  وېرونکې چوپتيا پرته وه. 

د هونورين په زوروره چيغه يې جټکه وخوړه:

_استفان. 

وخت ووت، څوک  ښکاره نه شول.

هونورين وويل:

_وړاندوينه مې سمه وه؛ ښه احساس نه لرم؛ د استفان درک نشته. 

ورونيک په خبره کې ور ولوېده:

_ويده به وي!

هونورين سړه سا واخيسته:

_نه، هغوی خبر وو چې موږ  راځو؛ خوب ته هم ډېر وخت پاتې دی، زړه مې دربېږي.

ورونيک فکر په مخه کړه ؛  تېر ژوند يې  له غمونو ډک و؛ خو  اوس يې هم د يواځيني زوی د مړی، ژوندي درک  نه ورته مالومېده.

هونورين وويل:

 _شپه به په بېړۍ کې تېره کړو او د تيارې له ټولېدو سره سم به جزېرې ته لاړ شو. 

ورونيک سترګې پټې کړې؛ له بڼو يې بېلې شوې اوښکې پر غومبرو لارې واېستې؛ ورو يې وويل: 

_سخته ده؛ له اندېښنې به مړه شم؛ ښه به دا وي چې همدا اوس له بېړۍ کښته شو. 

د بېړۍ خاوند ته غوسه ورغله: 

_زه ځان او خپله بېړۍ په خطر کې نه شم اچولی؛ همدا ماته ګوډه بېړۍ مې د  اولادونو نفقه ده؛ ښه به دا وي چې شپه په بېړۍ کې تېره کړو. 

دا يې وويل؛ پړی يې د يوې تيږې تر تېرې ژۍ را تاو کړ؛ کلکه غوټه يې ور واچوله. 

ورونيک ټوله شپه سترګې پټې نه کړې، له ځنګله وېروونکې چيغې راتلې؛ دې يواځې ستورو ته کتل. 

د سپېدو له چاودېدو سره رڼا شوه؛ د ځنګله ګڼې ونې ويروونکې ښکارېدلې. لمر راوخوت؛ اوس نو ځنګل تر ډېره ښکارېده؛ د غونډۍ پر سر د کنټ هرژمون ماڼۍ ولاړه وه، خو  په ماڼۍ کې د ژوند نښه نه مالومېدله. 

دواړه ميرمنې له بېړۍ څخه کښته شوې؛ ورو مخکې لاړې؛  زنګنونه يې لړزېدل… په لاره کې يې هيڅوک ونه ليدل؛ ان هغه کب نيونکي هم نه ښکارېدل چې هر سهار به د سمندر خواته  په ښکار پسې روان ول. 

دواړه په احتياط مخ پورته ختلې؛ ماڼۍ ته نېږدې يو ناڅاپه د ټوپک ډز واورېدل شو. له دوهم ډز سره د يوه چا چيغې پورته شوې. هغه مرسته غوښته. ورونيک غوږ ونيو، دا غږ د هغې د پلار کنت هرژمون و. هونورين همالته ودرېده، خو ورونيک په بيړه ځان کړکۍ ته ور ورساوه؛ سالون ته يې وکتل؛ يوه قوي سړي يې پلار ته سوکان نيولي وو. ورونيک وحشت واخيسته؛ پنځلس کاله مخکې صحنه يې بيا سترګو ته ودرېده. په همداسې يوه ورځ يې خاوند( ورسکي ) د دې د  پلار پر ټټر ناست ، له تېرې چاړې سره ليدلی و . 

ورونيک څنګ بدل کړ؛ بلي کړکۍ ته ور وګرځېد؛قوي سړی د شا لخوا د ورسکي په څېر ښکارېده؛ څېره يې نه شوای ليدلی.  د ورونيک په زړه کې ور وګرځېدل، چې ورسکي مړ دی؛ هغه  به په زندان کې سا ورکړې وي. 

وروسته يې يو ناڅاپه ټکان وخوړ:

_نو دا سړی څوک دی؟ 

په دې وخت کې کنت هرژمون چيغه کړه!

_ای قاتله! که ما مړ هم کړې، بيا به هم خپل هدف ته ونه رسېږې. زه پوهېدم چې ته به دلته راځې، خو د معجزې تيږې ته به ونه رسېږې!

ورونيک له ځان سره وويل:

_د معجزې تيږه! څه مانا؟

ډز شو، کنټ هرژمون چيغه کړه. 

 ورونيک ځان کابو نه شوای کړای؛  زوروره چيغه يې له خولې راووته. سړي مخ ور واړاوه؛کړکۍ ته راغی؛ ورونيک ته يې وکتل، په زوره يې وخندل. 

سړي دروازه خلاصه کړه؛ ورونيک يې تر مټ ونيوله او په کشولو يې کوټې ته ننه ايسته. د ورونيک پښې بې سېکه وې او په وېره يې د خپل پلار جسد ته کتل. وروسته يې د مستخدمينو مړو ته هم پام شو؛ هغوی په ګوليو ويشتل شوي وو. 

سالون د سړي خندا ونيو:

_زه دې وپيژندلم؟

ورونيک مخ ور واړاوه؛ زړه يې له ويرې خولې ته راغی؛ په زحمت يې وويل:

_ورسکي، ته! 

٣_ د مرګ غږ

ورونيک پنځلس کاله وروسته خپل خاوند  وليد؛  ورسکي نه و مړ. دا ورسکي و چې پر ټوله جزيره يې د وحشت سيوری غوړولی و. 

ورسکي له شهوته ډکې سترګې  د ورونيک  له  لوڅې غاړې نه اړولې؛ خو ورونيک د خپل پلار په  وينو لړلي جسد ته کتل او پرته له دې چې څه ووايي، سر يې وځړېد. وروسته يې يو ناڅاپه پورته وکتل؛ چيغې يې  کړې:

_ووايه! زوی مې چېرته دی؟

ورسکي په زوره وخندل:

_زموږ د دواړو زوی. 

_غواړم  هغه ووينم.

ورسکي  په ملنډو  وويل:

_بيړه مه کوه، وبه يې وينې. 

ورسکي قوي سړی و؛ د مټو غوښې يې د ورزشکارانو غوندې پېچلې ښکارېدلې؛ لنډه غاړه او کوچنی سر يې درلود؛ ککرۍ يې وړو خړو ويښتو پوښلې وه. له څېرې څخه يې د بېرحمې نښې له ورايه ښکارېدلې، خو له دې سره سره يې جزابې سترګې درلودې. 

ورسکي يوې څوکۍ ته لاس ور وغزاوه؛ کېناست؛ بلې څوکۍ ته يې اشاره وکړه؛ ويې ويل:

_کېنه، زموږ خبرې به اوږدې وي. 

ورونيک غولي ته کتل.

ورسکي وخندل: 

_خپل خاوند دې له پنځلسو کلونو وروسته وليد؛ خوشاله نه شوې؟

ځواب يې وانه ورېد. 

ورسکي وويل:

_په جزيره کې دا وحشت ما راوستی؛ څوک چې وژل شوي؛  امر يې ما ورکړی دی؛نو ته هم بايد له ما  اطاعت وکړې.

يودم پورته شو؛ د سالون تر کونجه لاړ؛ بېرته راوګرځېد؛ په غوسه يې وويل: 

_زما د خبرو په وړاندې مې بې اعتنا کسانو ته غوسه راځي.

ورونيک هماغسې ځمکې ته کتل. 

ورسکي  وويل:

_زه يو وخت درباندې ګران وم؛ داسې نه ده؟

ورونيک پورته وکتل؛ چيغه يې کړه!

_نه، له تا مې تل  کرکه درلوده. 

ورسکي وخندل:

_دروغ وايې؛ پر تا ګران وم او هغه وخت مې د ژوند تر ټولو غوره ورځې وې چې له تا سره تېرې شوې. 

ورسکي غلی شو، خو دې سکوت ډېر دوام ونه کړ، ويې ويل:

_ته اوس هم راباندې ګرانه يې، خو حالاتو زما او ستا تر مينځ بېلتون راووست؛ ته پاک زړه لرې؛ سترګې دې لا اوس هم ښکلې او زيږې دي، خو  ستا پلار موږ سره بېل کړو؛ باور وکړه، ته نه يې ملامته؛ ته زما له پاره غوره ميرمنه وې؛ خو ستا پلار تحقير کړم؛ ويې ځورولم او ماته يې په ټيټه سترګه وکتل.  د بيلتون په دې اوږده موده کې مې يوه شېبه هم له ياده نه يې وتلې.

ورسکي  غلی شو؛ ورونيک ته يې وکتل؛ ويې ويل:

_د پلار د بد چلند له لاسه دې مجبوره شوم چې په نړيواله جګړه کې برخه واخلم، خو ژوندی راووتم؛ کله چې جګړه خلاصه شوه، بيا  مې هم ستا په اړه فکر کاوه. هغه وخت مې واورېدل چې ته يواځې يې؛ پلار دې زما له زوی،  فرانسوا  سره ژوند کوي. فکر مې وکړ چې زما د ګرانښت له سببه به له خپل پلاره بېله شوې يې؛ خوشاله وم؛ ژوند ته مې تمه پيدا شوه، خو وروسته پوه شوم چې له پلاره بېلتون دې بل علت درلود. په دې هم وپوهېدم چې ستا پلار دې جزېرې ته د يوه لوی ماموريت له پاره راغلی و؛ ما هم په بدل نوم جزېرې ته ځان راورساوه؛ پلار مې دې څاره؛ تل ورپسې وم؛  بايد پوهېدلی وای چې پلار دې په دې جزېره کې څه کوي، خو پلار دې هوښيار سړی و؛ ويې پېژندلم او  د جاسوسي په تور يې زندان ته ولېږلم.

ورسکي وټوخل؛بېرته يې خپلې خبرې وغزولې:

_زه د بوهم د يوه پخواني پاچا کړوسی يم، خو دوی په زندان کې له غلو او قاتلينو سره په يوه کوټه کې واچولم؛ زما د ژوند  تر ټولو ښه وخت زندان رانه وخوړ. ښه شو،  وتښتېدم، که نه  هلته به له ډېرې خواشينی مړ وای. په زندان کې په ځينو پټو رازونو پوه شوم؛ له تېښتې راپدې خوا هره ورځ د همدې رازونو په سپړلو پسې ګرځم. 

ورسکي د ميز له سره له اوبو ډک ګيلاس ور پورته کړ، ويې ويل:

_په زړه کې مې يو پټ راز دی، خو که می ته مينه ومنې او ګډ ژوند راسره وکړې،  درته وبه يې وايم. 

ورونيک په بيړه ودرېده؛ په دقت يې ورسکي ته وکتل؛ ورسکي ور نږدې شو؛ ورو يې وويل:

_دا موضوع مهمه ده؛ که ورباندې وپوهېږې؛ حيرانه به شې، خو  لومړی دا راته ووايه چې له ما سره مينه لرې که نه؟

ورونيک کړکۍ ته کتل؛ په ذهن کې يې يواځې د خپل زوی فرانسوا څېره ور ګرځېده.

ورسکي وويل:

_ راځه پخوانۍ خبرې هېرې که! بېرته به له سره خپل ژوند پيل کړو. 

ورونيک غلی وه.

 ورسکي د هغې تر لوڅ مټ ګوتې را تاوې کړې په غوسه يې وويل:

_بدمرغې ښځې، غوږ ونيسه! ورسکي له تا سره خبرې کوي او ته بې تفاوته يې.

ورونيک په بيړه ځان شاته کړ؛ ورسکي وويل:

ته زما ميرمن يې؛ هر څه هېر کړه؛ نه غواړم چې له تا څخه کرکه وکړم. 

ورونيک په غريو کې وويل:

_زه ستا کنيزه نه يم. 

ورسکي وخندل:

_يې، زه په ټوله نړۍ کې تر ځان لوړ کس نه وينم؛ غواړم چې زما هره خبره ومنې او له ما څخه اطاعت وکړې. ايا دا وړانديز منې؟ ته بايد د زړه له تله له ما سره مينه ولرې. واوره! زه د نړۍ په هره برخه کې کسان لرم؛ ټول زما تر امر لاندې دي؛ کولای شم چې ان په يوه هېواد حکومت وکړم؛ نو ته  هم بايد يواځې زما تر امر لاندې واوسې!  

ورونيک غلی وه. 

ورسکي خپل سر وخوځاوه:

_ډېر ښه، تا تر اوسه د ورسکي اصلي څېره نه ده لېدلې؛ پښيمانه به شې. 

ورسکي د اوبو غوړپ وکړ، ويې ويل:

_ته بايد په ځينو نورو خبرو هم پوه شې. د جګړې په پيل کې د مجبوريت له مخې المان ته تلم، خو مخکې تر هغه مې يو چا ته پيسې ورکړې چې ستا پلار وڅاري، خو په زندان کې يو لوی راز را معلوم شو؛ وروسته وپوهېدم چې ستا پلار هم د هماغه راز په مالومولو پسې دی. کله چې جزېرې ته راغلم، څو زاړه کتابونه مې وموندل؛ ومې لوستل؛ د راز د سپړلو په اړه ډېر څه پکې ليکلي و، خو نتيجه يې ورنه کړه؛که په دې اسرارو پوه شم، نو ورسکي به د يوه فوق العاده قدرت خاوند شي. زه پر يوې نرۍ لاره روان يم؛ تر ما مخکې هم ډېر  کسان پر دې لاره تللي دي، خو تراوسه يې دا اسرار نه دي کشف کړي.   له ماسره د دې اسرارو په پيدا کولو کې مرسته وکه؛ هغه وخت به د ملکې په څېر ژوند ولرې.

ورسکي غلی شو؛ ناڅاپه يې  مېز ته سوک ورکړ؛ ويې ويل:  

_ته دوه لارې لرې؛ کومه يوه يې منې؟ ملکه کېدل که پر صليب را ځوړندېدل؟

د ورونيک زړه ولړزېد. 

ورسکي وويل:

_يوه د نيکمرغۍ لاره ده او بله هم د ذلت او مرګ؛ راته ووايه کومه يوه يې منې؟ 

د ورونيک شونډې وخوځېدې:

_مرګ

ورسکي وخندل:

_خو دومره اسانه مرګ هم نه دی.

ورونيک په خبره کې ور ولوېده:

_په غلامۍ دې يې بلا وګرځي.

ورسکې چيغه کړه!

_ته به له خپل زوی سره يو ځای ومرې!

ورونيک په غريو کې وويل:

_پروا نه کوي.

ورسکي غلی و؛ وروسته يې په ټيټ غږ وويل:

_سمه ده ستا تر مخ به د فرانسوا  پر غاړه چاړه راکش کړم، خو بيا هم فکر وکړه؛ تر اوسه لا وخت لرې. 

ورونيک خپلې سترګې پټې کړې؛ ورو يې وويل:

_وروستی ځواب مې همدا دی! مرګ. 

 ورسکي چېغه کړه!

_له ما نه دومره کرکه لرې! د ځان او يواځيني زوی مرګ غواړې، خو ماته نه تسليمېږې! ته يوه مغروره او بې حيا ښځه يې. 

ورسکي خپل سر په دواړو لاسونو کې ټينګ ونيو، ويې ويل:

_خدايه! څه اورم! نه پوهېدم چې دا رذيله  ښځه به له ما دومره کرکه ولري. 

يو ناڅاپه په ګونډو شو؛ په پوست غږ يې وويل:

_هېله کوم، اوس هم راباندې ګرانه يې؛زما وړاندېز ومنه؛ راځه له سره به يو خوشاله ژوند پيل کړو. واوره! په ماشومتوب کې مې په خپل لاس حيوانات تر غاړو نيول؛ لغتې به يې وهلې، خو سا به يې زما په لاسونو کې وخته. ښه مې په زړه دې، مور مې د اتيلا په نوم يادولم. اتيلا يوه تاريخي وحشتناکه څېره ده؛ ده  په زرګونو کسان وژلي وو، خو مور مې له دې نوم څخه خوند اخيست؛ وروسته يې د مرګ نوم راباندې کېښود، خو اوس دا اتيلا د خپلې مينې په وړاندې په ګونډو دی. جلاد هېڅ وخت نه ژاړي، خو زه تاته التماس کوم؛ ما وبښه ! ګډ ژوند به پيل کړو؛ زوی به مو هم راسره وي؛ هيڅ غم به ونه لرې. 

ورونيک په حيرانۍ ورته کتل:

ورسکي په غريو کې وويل:

_ما ډېر قتلونه کړي دي؛  ويريږم، تا ونه وژنم.

ورونيک کړکۍ ته کتل.

ورسکي ته يودم غوسه ورغله؛ له خولې يې لاړې بادېدلې، چيغې يې وهلې … د سالون له يوه سره بل سر ته تلو او بېرته راتلو.

 ورونيک ته نږدې ودرېد او په غوسه يې د هغې لوڅې اوږې ته ټکان ورکړ. ورونيک په بيړه شاته شوه، خو ونه توانېده چې خپله اوږه د هغه له قوي منګولو خلاصه کړي. ورسکي د لېونيانو په څېر چيغې وهلې:

_ته نه پوهېږې چې د صليب پر سر مړينه څومره درد لري؛ راشه ما ومنه او له مرګ څخه ځان وژغوره. 

ورونيک  څو ځله خپلې اوږې ته ټکان ورکړ،خو د سړي منګولې ټينګې وې؛  نهيلي شوه؛ غلې کېناسته. يو ناڅاپه يې اوږه وخوځوله؛ دوه ګامه شاته شوه؛ د ميز پر سر د ورسکي ايښې توپانچه يې ور واخيسته او درې پرله پسې ډزې يې وکړې. دوه ګولۍ د ورسکي له غوږه تېرې شوې او درېيمه هم پر چت ولګېده. 

ورسکي وخندل:

_ ډېره بېرحمه يې!

مخکې ورغی؛ خلاصې ګوتې يې سره وروستې او ورونيک يې پر ټټر په سوک ووهله. ورونيک پر څوکۍ ورغله او ځای پر ځای کېناسته. ورسکي شاوخوا وکتل؛ پړی يې را واخيست او ښځه يې پر څوکۍ پورې کلکه  وتړله. سړه سا يې واخيسته،  ويې ويل:

_ورسکي د ښځو  په لاس نه مري. 

وروسته يې يودم وخندل:

_خپله دې مرګ وغوښت. خو مرګ به دې اسانه نه وي؛ تر مړينې مخکې بايد شکنجه شې، وژاړې او په خپله له خدايه مرګ وغواړې،  خو لومړی به د خپل ژوند يو راز  درته ووايم. تر تا مخکې مې له يوې بلې  ښځې سره واده کړی و. له هغې ښځې هم يو زوی لرم؛ اوس مې هماغه زوی ښی مټ دی او زما ټول اوامر پر ځای کوي. راينولډ نومېږي؛ پنځلس کاله عمر لري، خو په توره وهنه کې يې وړې ده؛ هغه بايد ستا له زوی فرانسوا سره د مرګ مبارزه  وکړي.

وروسته يې يودم وخندل: 

_ولې ژاړې! تن په تن جګړه ده؛ يوه لنډه جګړه.

ورونيک په ژړا کې وويل:

_فرانسوا هم ستا زوی دی. 

_خو زه له دې جګړې څخه خوند اخلم. ډاډه يم چې راينلوډ بريالی دی؛ غواړم چې ستا زوې (فرانسوا) په وينو لړلی ووينم. 

ورسکي غلی شو؛  شېبه وروسته يې وويل:

_ښه نو، تر اوسه لا په خپله خبره ټينګه ولاړه يې؟

_هو ، د تل په څېر کرکه درنه لرم.

ورسکي ټيټ شو؛ د ښځې اوږې ته يې سوک ورکړ؛ چيغه يې کړه!

_ستا سزا له همدې شېبې پيل شوه. 

ورونيک يې تر څڼو ونيوله؛ د هغې سر يې له کړکۍ وايست، ويې ويل:

_وګوره، په ټوله جزيره مې څنګه وحشت راوستی دی! اوس دې نو د خپل زوې فرانسوا د مرګ شاهده و اوسه. هغه به ستا د سترګو په وړاندې ووژل شي. که ته له ما کرکه لرې، نو زما هم پر تا رحم او شفقت نه دی پيرزو. دواړه به د سپيانو په شان له مينځه لاړ شئ.  

ورسکي په بيړه د ښځي لاسونه  پر کړکۍ پورې وتړل او له کوټې ووت. 

د باندې يې چيغه کړه!

_ورسکي خپل غچ اخلي. 

٤_ د مرګ پر لاره

ورونيک يواځې وه؛ دې په راوتلو رډو سترګو د خپل پلار جسد ته کتل؛ پلار يې هم خلاصې، سپينې سترګې ورته نيولې وي. ورونيک له مړينې نه ډارېده؛ هغې په دې اووه لس کاله کې داسې خوشالي نه وه ليدلې چې په ژوند پورې خپل زړه وتړي، خو د خپل يواځينې زوی فرانسوا د مرګ له لاسه يې پر زړه وېره تېرېدله. ټول بدن يې لړزې اخيستی و. اه، د مور پر وړاندې د ځوان زوی وژنه سخته وه، خو وروسته يې په زړه کې تمه پيدا شوه؛ ورسکي که هر څومه بېرحمه وي، څنګه به خپل اولاد وژني! 

د څنګ له کوټې يې ټيټ غږونه واورېدل؛ ورونيک پوهېده چې ورسکي له خپلو ملګرو سره خبرې کوي. ورونيک سړه سا واخيسته؛ شونډې يې وخوځېدې:

_اه. فرانسوا، ته چېرته يې!

 له کړکۍ څخه نری باد راته؛ اسمان شين و او د سمندر شنې ارامه  اوبه تر ليرې ښکارېدلې.د ورونيک په ذهن کې تېر وختونه ور وګرځېدل؛ يو وخت له کوچني فرانسوا سره د همدې سمندر پر ژۍ ارامه ګرځېدله؛ وړوکی ماشوم به يې په غېږ کې ونيو؛ غومبرې به يې له ډېرو ښکلولو ور سره کړل؛ خو څو شيبې وروسته به يې  همدا نازولی زوی په همدې ساحل کې وژل کېده. 

د ورونيک پر اننګو تودې اوښکې راماتې شوې. ورو يې وويل:

_اه! ګرانه فرانسوا! مور دې وبخښه! زه ملامته يم؛ که مې ته  يواځې نه وای پرېښی، نن به مې دا صحنه نه لېده. 

په دهلېز کې ګڼ غږونه واورېدل شول؛ د ورسکي غږ تر ټولو لوړ و، هغه ويل:

_کارونه سم دي؛ تاسو دواړه کيڼ لور ته وګرځئ؛تاسو هم د ځنګله خوا ونيسئ؛ هر يو بايد خپله وظيفه وپيژني. 

چوپه چوپتيا شوه؛ ورونيک سترګې پتې کړې، د يواځيني زوې د مرګ لېدل سخت و.  

د ورسکي غږ يې واورېد:

_مخکې راشئ؛ هماغه ځای سم دی؛ دلته ودرېږئ!

ورونيک هماغسي خپلې سترګې پټې نيولې وي.

د ورسکي خندا يې واورېده:

_فرانسوا بايد د خپلې مور د سترګو په وړاندې ووژل شي.

ورونيک په زحمت سترګې پرانيستې؛ له کړکۍ يې د باندې وکتل؛ دوه پټ مخې کسان يو بل ته مخامخ ولاړ وو؛ په لاسونو کې يې تورې  ښکارېدلې. 

ورونيک چيغه کړه!

_خدايه! تر دې کوم بل لوی وحشت نشته.

يو بل ته مخامخ ولاړو کسانو سپينې جامې اغوستې وې؛ تر ملاوو يې چرمې کمربندونه را تاو ول؛ يواځې سترګې يې لوڅې وې.په دې دواړو ځوانانو کې د يوه مرګ حتمي و.

ورونيک ته هغه ليک ور په ياد شو چې له خپل ملګري پاتريس بلوال څخه يې د مرستې غوښتنه پکې کړې وه، خو د ارسن لوپن راتګ ته يې کومه هيله نه درلوده؛ دا پوهېده چې د فرانسوا مرګ نږدې دی. 

ورسکي په زوره وخندل:

_ښه نو څه ته ماتله ياست؟ شروع يې کړئ!

 ورونيک ورسکي ته  وکتل؛ هغه مغرور ولاړ و؛ په څېره کې يې د خپګان نښه نه ښکارېدله.

ورسکي چيغه کړه!

_وخت مه ضايع کوئ!

تورې وجنګېدې. ورونيک خپل باڼه سره ور وستل، خو مورني احساس يې دې ته نه پرېښودله چې خپلې سترګې پټې کړي؛ بېرته يې سترګې پرانيستې؛ د يوه ځوان له مټ څخه وينو دارې وهلې. 

د تورو شرنګا وه؛ دواړو جنګياليو هڅه کوله چې خپل حريف له پښو وغورزوي؛ يو ځل به يو مخکې شو بل به شاته لاړ، بيا به همدا صحنه د مقابل لوري په ګټه تکرار شوه. سپينې تورې لمر برېښولې.

ورونيک ناڅاپه يو څه وليدل؛ د يوه جنګيالي په لاس کې دسمال و؛ دا دسمال به فرانسوا ورسره ګرځاوه. د ورونيک له سترګو اوښکې وڅڅېدې. د فرانسوا مټ  ټپي و. مور چيغې وهلې! فرانسوا… فرانسوا… خو د تورو شرنګا د هغې تر غږه لوړه وه. 

فرانسوا ورو ورو کمزوری کېده، ناڅاپه توره ترې ولوېده.

ورسکي چيغه کړه!

_هله نو، ډارن هلکان  مې نه خوښيږي.

فرانسوا تورې ته لاس کړ او په يوه ټوپ يې ځان تر راينلود ورساوه، خو راينلوډ په چټکۍ سره ځپل ځای پرېښود او د فرانسوا توره په هوا کې پاتې شوه. ورونيک د خپل زړه دربا په خپله اورېدله؛ خپل زوی فرانسوا ته يې دعاوي کولې. 

فرانسوا په چټکی سره توره پورته کړه؛ چمن لوند و؛ د راينلوډ پښه وښويده او د فرانسوا توره د هغه پر سر راغله، خو مخکې تر دې چې توره د راينلوډ  سر ته سيخه شي؛د فرانسوا پر غوږ دروند سوک ولګېد، هلک پر ځمکه ولويد، ورسکي په بيړه د فرانسوا پر ټټر کېناست. 

د ورونيک سترګې رډې راختلې وې. هغی د ورسکي په لاس کې له نيولې خنجر څخه سترګې نه اړولې. د ورسکي لاس په شدت سره ټيټ شو او چاقو تر لاستي پورې د پراته ځوان  ( فرانسوا ) په اوږه کې ننوت.

ورونيک سترګې پټې کړې؛ پر لاسونو يې زور راووست، خو پړی ټينګ و.

له خندا ډک نږدې غږ يې واورېد:

 _د فرانسوا مرګ دې په خپلو سترګو وليد، خو ته  تر اوسه لا ژوندی يې او زړه دې نه دی درېدلی!

ورونيک سترګې پرانيستې. ورسکي په سالون کې ولاړ و.

ورونيک تو کړل، لاړې د ورسکي پر مخ ولګېدې. 

دروازه وټکېده او يو په عمر پوخ سړی کوټې ته راننوت. ورسکي په غوسه وويل:

_اوتو څه خبره ده؟

د اوتو  ژبه بنده شوه:

_په، په، په جزيره کې يو ناشناخته سړی ليدل شوی دی. 

ورسکي پر خپل مخ لستوڼی تېر کړ، ويې خندل:

_لکه چې بيا نشه يې، چټياټ وايې!

_نه صيب! ما په خپله وليد؛ کونورا هم شاهد دی؛ هغه هم همالته و.

د ورسکي د تندي ګونځې ژورې شوې:

_څه ډول سړی و؟

اوتو وويل:

_په ځنګله کې مو وليد؛ له تنې قوي مالومېده؛  کله چې يې زموږ غږ واورېد منډه يې واخيسته او په  ګڼو ونو کې ورک شو.

ورونيک له ځان سره وويل:

_ډاډه يم، دا ارسن لوپن دی.

ورسکي وويل:

_ونه پوهېدی چې چېرته لاړ؟

_نه صيب! شايد په کومه مخروبه کې پټ وي.

ورسکي يوه شېبه غلی و؛ وروسته يې وويل:

_ښه نو، له دې وروسته بايد ډېر احتياط وکړو. 

اوتو  په وېره وويل:

_شايد يو نفر نه وي.

ورسکي په غوسه وويل:

_ورسکي ډار نه پيژني؛ که لس نفره هم وي، څه نه شي کولای. ښه ، دا ووايه چې کونورا  چېرته دی؟

_له پله سره و؛ د نوي راغلي سړي د پښو پلونه يې تعقيبول.

ورسکي وخندل:

_کونورا تکړه سړی دی؛ د دې جزېرې لويشت لويشت ځمکه ور مالومه ده؛ نه شې ترې خلاصېدای.

وروسته يې ورونيک ته وکتل؛ په ملنډو يې وويل:

_ښه نو په پای کې يو څوک درپسې راغی، خو ډېر ناوخته .

د اوتو غږ يې واورېد:

_دا ښځه څوک ده؟

ورسکي په بيړه  مخ ور واړاوه:

_په تا پورې اړه نه لري!

_خو موږ سره ملګري يو، بايد پوه شم.

ورسکي چيغه کړه!

_احمقه! هېر دې شول، ته او کونورا ابدي بنديان وئ، خو ما له زندانه په تېښته کې مرسته درسره وکړه؛کار مې درکړ او تاسو هم ومنله چې په پټو سترګو به زما خدمت کوئ؛  اوس په کوم جرات له خپل رييس څخه پوښتنه کوې؟ هه! 

د اوتو سر وځړېد.

ورسکي د ورونيک لاسونه خلاص کړل؛ هغه يې تر مټ ونيوله او په کشولو کشولو يې تر بلې کوټې بوتله. 

وخت  تېر شو؛ ورونيک يواځې د فرانسوا په اړه فکر کاوه. زړه ته يې لوېدلې وه چې دا به هم په سخت مرګ مري.

شپه شوه؛ ورسکي راغی او د ورونيک سترګې يې ور وتړلې. 

ورسکي په لوړ غږ وويل:

_اوتو!

دروازه خلاصه شوه؛ اوتو په وره کې ودرېد. په وېره يې وويل:

_رييس صاحب! لا هم  په خپل تصميم ولاړ ياست؟

_هو، خو داسې احمقانه سوالونه مې نه خوښيږي.

اوتو غلی شو.

ورسکي وويل:

_ګاډۍ دې راوسته؟

_هو صيب.

ورسکي او اوتو په ګډه  د ورونيک پښې او لاسونه ور وتړل؛ له ځمکې يې پورته کړه او په ګاډۍ کې يې پرېيسته. کونورا هم راورسيد او له اوتو سره يې په ګډه ګاډۍ ته حرکت ورکړ. باران تېز و؛ ګاډۍ په خټو او چکړو کې په زحمت مخکې تله. 

ورسکي شاته وکتل؛  په غوسه يې وويل:

_دا څه دي؟

په تياره کې يې د اوتو غږ واورېد:

_صيب! د فرانسوا وفاداره سپی په موږ پسې روان دی. 

ورسکي د سپي تر ګيډې پښه لاندې کړه؛ سپی يو ګز هوا ته پورته شو؛ پر ځمکه ولوېد؛ کوړنچ يې وهل ؛  په پښو ودرېد او بېرته په دوی پسې روان شو. 

پر لوړو غونډيو واوره اورېدله او  په واوره کې د ګاډۍ تګ قوي مټې غوښتې. وخت ووت؛ يوه باغ ته ورسېدل؛ دا باغ د ماکونوک د چمن په نوم يادېده؛ ورسکي امر وکړ چې همالته سا سمه کړي. ټول ودرېدل؛ ورسکي وويل:

_اوتو، شراب شته!

اوتو وخندل:

_اوتو له شرابو پرته ژوند نه شي کولای. 

د اوږده بالاپوښ له جېبه يې د شرابو بوتل را وايست. ورسکي  دوه درې غوړپه شراب وڅښل؛ بوتل يې کونورا ته ونيو:

_وڅښه، د يخني له پاره ښه دي.

اوتو وويل:

_په جزيره کې ناشناخته سړی مې له ذهنه نه وځي.

ورسکي وخندل:

_هيڅ هم نه شي کولای.

اوتو وويل:

_خو که ډېر وي، بيا!

_مه وېرېږه، خطر يواځې  د سيند لخوا دی، ځکه د ځنګله لاره بنده ده؛ پلونه مې هم په بمونو والوزول؛ يواځې يوه لاره شته، د ولاندوار لار، خو دا لار هم په واورو پوښلې؛ درې ورځې مزل غواړي؛ فکر نه کوم چې څوک دې ژوندی ترې تېر شي.

اوتو وويل:

_يوه پوښتنه کولای شم؟

ورسکي وخندل:

_اوس خو دې هم خوله نه ده تړلې، له ډېرو پوښتتنو دې زړه را وخوړ. 

اوتو په وېره وويل:

_د ګنج په اړه دې څه تصميم نيولی دی؟

ورسکي له کونورا  څخه د شرابو بوتل ور واخيست، غوړپ يې ترې وکړ، ويې ويل:

_اوتو، د تيږې د معجزې د ګنج د نوم په اورېدو ناراحته کېږم؛ ډېره خواري مو تېره کړه، خو ډاډه اوسه، نه غواړم چې د  ګنج له  تر لاسه کولو پرته دا جزېره پرېږدم؛ زه بايد د اووه لسو کالونو زحمت نتيجه ووينم.

ورسکي غلی شو؛ تش بوتل يې پر ځمکه واچاوه؛ ويې ويل:

_ځئ ، ناوخته دی. 

ګاډۍ حرکت وکړ؛ واوره په شدت سره اورېدله؛ د ونو  په تورو څانګو کې تېز باد  ننوتی و؛ يوې، بلې خواته يې سره اړولې. پاو وروسته په ګڼو ونو کې ودرېدل. ورسکي تناب ور واخيست، يوې لوڅې ونې ته چې څانګې يې مخکې قطع شوې وې، ور وخوت، په خندا کې يې وويل:

_ورونيک بايد همدلته پر صليب راوځړوو.

يو ناڅاپه غلی شو؛ غوږ يې ونيو؛ ويې ويل:

_هلکانو!  د شپيلکي غږ مو واورېد؟

کونورا له لاندې ور غږ کړل:

_هو، شايد زموږ خپل کسان  وي.

اوتو وويل:

_غوږ ونيسئ! پر ځمکه د ځنځير د کشولو غږ دی.

ورسکي له پورته لاسي بتی ور واچوله؛ په حيرانۍ يې وويل:

_اوتو سم وايي،  هلته د ونو په مينځ کې يو څه وخوځېدل.

ورسکي بتۍ مړه کړه؛ ورو  يې وويل:

په لوړ غږ مه غږېږئ! 

ورسکي له ونې  کښته شو؛ ويې ويل:

_اوتو! ته همدلته پاتې شه؛ زه  او کونورا به شاوخوا سيمه وګورو.

ورسکي پر ورونيک ور ټيټ شو؛ د هغې ساړه غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه؛ په ملنډو يې وويل:

_ملګري دي ډېر ناوخته را ورسېدل.

دواړو حرکت وکړ؛ يو ځای يې يو سپين جسم وليد؛ مخکې ورغلل، خو سپين جسم هم په حرکت کې و؛ ورسکي پوه شو چې انسان  دی. 

ورسکي او کونورا منډه ور واخيسته، خو د سپين جسم حرکت هم تېز شو. ورسکي په غوسه وويل: 

_دا احمق ملنډې راباندې وهي.

دوی په منډه تر غونډۍ کښته شول؛ د پريوره مسطح ځمکو ته ورسېدل؛ ورسکي ناڅاپه ودرېد؛ ويې ويل:

_همدلته دی.

 ورسکي بې حرکته ولاړ سپين جسم ته توپانچه ونيوله. چيغه يې کړه!

_حرکت ونه کړې!

ورسکي کونورا ته اشاره وکړه؛ د کونورا  د توپانچې له ميل څخه دوو وتليو ګوليو د ځنګله چوپتيا ماته کړه. 

ورسکي وخندل:

_بس! کار يې خلاص شو. 

خو سپين جسم ونه لويد. ورسکي ور نږدې شو؛ په ونه پورې يواځې سپين کميس را ځوړند و.

ورسکي وويل!

_دا احمق څه شو!

کونورا وويل:

_هرڅوک چې دی، په چالاکي کې يې تر موږ وړې ده. 

ورسکي يو ناڅاپه چيغه کړه!

_هله، ژر، منډه واخله؛ دې سړي په چل او دوکه تر دې ځايه راوستو؛ ډاډه يم چې خپله به د ورونيک ژغورلو ته ورغلی وي. 

دواړو منډه کړه، خو کله چې لوڅې ونې ته ورسېدل، اوتو يې په خپل ځای ولاړ وليد. ورسکي په بيړه وويل:

_ورونيک د ځان د خلاصولو  هڅه ونه کړه؟

اوتو ځواب ورکړ:

ولې نه، غوښتل يې چې وتښتې، خو د تيښتې پر ځای يې يوه مرمۍ وخوړه. 

ورسکي  په  تياره کې  د ښځې پر ټټر لاس کېښود:

خير، زړه يې دربيږي؛ تر اوسه لا ژوندۍ ده، خو دا بايد خپل مرګ په خپلو سترګو وويني. راځئ! وخت کم دی؛ ورونيک بايد پر صليب راوځړوو. 

٥_ زما خواته راشئ!

په لنډ وخت کې لوڅه ونه د صليب په شکل جوړه شوه، ورسکي وويل:

_ملګرو، په تاسو دواړو کې يو بايد ونې ته  ور وخيژې؛  د پړي دواړه څوکې د صليب له اړخونو راتېرې کړي او لاندې يې راوغورځوي، هله نو، کونورا!  ته ونې ته په ختلو کې چټک يې.

ځواب يې وانه ورېد.

ورسکي وويل:

_دا کار بايد په څو دقيقو کې بشپړ کړو.

کونورا غلی و.

ورسکي وويل:

_اوتو يا کونورا ،  په تاسو دواړو کې بايد يو ونې ته ور وخېژي.

بيا يې هم څه وانه ورېدل:

ورسکي چيغه کړه!

_احمقانو، زما خبره نه اورئ! په لومړی ورځ مې غوږونه در خلاص کړي وو چې له مانه به په پټو سترګو اطاعت کوئ. 

کونورا وويل:

_موږ ستا هر امر منلی دی، خو اوس بايد خبره سپينه شي؛  په ګنج کې به زموږ برخه څومره وي؟

ورسکي وخندل:

_په خپل رييس دومره بې باوره ياست!

د اوتو او کونورا سرونه وځړېدل.

ورسکي وويل:

_سمه ده، د معجزې تيږه يې زما، خو تاسو دواوړو ته به دوه دوه سوه زره فرانکه درکړم. 

اوتو وويل:

_موږ هر خطر ته غاړه کېښوده، خو اوس بايد سپين وغږېږو! موږ  د معجزې  په تيږه کې هم حق غواړو. 

ورسکي وويل:

_دا خبرې به بل وخت ته پرېږدو؛  اوس تر دې مهم کارونه لرو. بس، د ګنج تر لاسه کولو ته لنډ وخت پاتې دی؛ څو دقيقې يا هم لږ ډېر، يواځې څو ساعتونه.

اوتو وويل:

_له کومه دومره ډاډه يې؟

_اې احمقه! رييس دې خام کار نه کوي؛  ما دا دومره قتلونه بيځايه نه دې کړي؛  پلان لرم.  ډېر ژر به د ګنج دروازې درته پرانيستل شي.

اوتو وويل:

_هماغه دوزخي دروازې چې ماکونوک يې په اړه راته ويلي !

_زړه دې هر نوم چې ورکوې، خو دا دروازې موږ تر ګنجه رسوي. 

ورسکي غلی شو؛  پورته يې وکتل؛  لا يې هم پر مخ د واورې ساړه بڅرکې  لګېدل؛  ويې ويل:

_ماکونوک  د دې جزېرې يو پخوانی کب نيونکی و؛  ده د ګنج په اړه له خپل پلار او نيکه ډېرې خبرې اورېدلې وې. کنټ هرژمون په دې جزيره کې کلونه تېر کړل او د ماکونوک په مرسته يې د ګنج  ځينو اسرارو ته لار موندلې وه، خو ما کنټ هرژمون وواژه؛  هغه ته مې دا موقع ورنه کړه چې تر ګنجه ورسيږي؛  له ماکونوک نه مې هم په زور ځيني خبرې تر لاسه کړې؛  وروسته مې ککرۍ ور سوری کړه. زه يواځينی کس يم چې ګنج ته د رسيدو پر اسرارو پوهېږم. نو مه وېرېږئ! تاسو هر يو به د دوه سوه زرو فرانکو خاوندان شی. 

اوتو وويل:

 _دوکه خو به  نه راکوې؟

ورسکي  چيغه کړه!

_ته خپل رييس ته بې احترامي کوې!

اوتو وويل:

_خو تا ژمنه کړې وه چې که ګنج پيدا شو نو د ټولو تر مينځ به په مساوي توګه وېشل کېږي. 

ورسکي په نرمه ژبه وويل:

_سمه ده، اوس هم په خپله ژمنه ولاړ يم.

اوتو لاس ور وغځاوه:

_نو زموږ حق راکړه!

ورسکي وخندل:

_احمقه! تر اوسه خو لا ګنج نه دی پيدا شوی.

ته دروغ وايې، کله چې دې د ارشينان خويندې پر صليب راځړولې،  په هغوی کې دې  د يوې له جېبه ډکه کڅوړه پيسې راوايستې، خو ځان دي غلی ونيو.

ورسکي وويل:

_دا واقعيت نه لري.

هوتو په خبره کې ور ولوېد:

_تر اوسه مو ستا هره خبره په پټو سترګو منله، خو موږ هم انسانان يو؛  پيسو ته ضرورت لرو؛  په هغه کڅوړه کې سلګونه زره فرانکه ول، سم نه وايم؟

ورسکي وخندل:

_سم وايې! خو تر اوسه مې نه دې شمېرلې!

اوتو وويل:

_ښه نو، زموږ برخه ترې را بېله کړه.

_که داسې ونه کړم نو بيا؟

_خبره جنجال ته مه بيايه!

ورسکي وخندل:

_ورسکي داسې څوک نه دی چې له دوو نفرو وډار شي.

اوتو وويل:

_خو موږ درې نفره يو.

ورسکي په حيرانۍ وپوښتل:

_ښه نو، درېيم  څوک دی؟

_هغه د اسپانيول يو اوسېدونکی ځوان دی، هغه څوک چې لږ مخکې يې سپينې جامې اغوستې وې او تا ډزې ورباندې وکړې.

ورسکي چيغه کړه!

_نو تاسو له ما سره خيانت وکړ!

غلی شو، دی پوهېده چې خبره خرابيږي، ځکه يې جيب ته لاس کړ؛  کڅوړه يې را  وايسته  او پر ځمکه يې وغورزوله.  ويې ويل:

_واخلئ، ته او کونورا يې سره نيمې کړئ!

اوتو کڅوړه ورپورته کړه، ويې ويل:

_مننه، دې پيسو په ما او کونورا پورې اړه لرله. 

ورسکي په پوست غږ وويل:

_خو دا ځای د دې خبرو نه و. خير، له دې وروسته مو نه خپه کوم؛ راځی، تياره ده، کار تمام کړئ.

ټولو په ګډه په ګاډۍ کې پرته ښځه ور پورته کړه او پر صليب يې را وځړوله. 

ورسکي وويل:

_په تاريخي کتيبو کې ليکل شوي، د ګنج دروازې هغه وخت پرانستل کېږي چې په بې پاڼو ونو باندې څلور انسانان  پر صليبونو را ځوړند شي، اوس څلور پوره شول.

نا څاپه چاودنې ته ورته لوړ غږ پورته شو؛  ځمکه ولړزېده او د ګراندن د سړک يوه برخه سپينې رڼا ونيوله. 

ورسکي او ملګري يې  بې حرکته ولاړ وو؛  دوی تور لوګي ته کتل چې د اور پر سر راګرځېده. 

کونورا وويل:

_وګورئ! د ګراندش د سيمې ونو اور اخيستی!

ورسکي په خوشالی وويل:

 _د ګرانديش د سيمې اور اخيستنه د معجزې د تيږې د پيدا کېدو لومړۍ نښه ده. 

ورسکي لاسي بتۍ بله کړه؛ درې سره په بيړه لاندې لاړل، خو ډېر ژر  ځای پر ځای ودرېدل؛  ځمکه چاودلې وه او رڼا له هماغه ځايه راوتله. 

ورسکي وويل:

_په ما پسې راځئ!

درې سره تر ونو تېر شول؛ يو ځای ودرېدل؛ په ځمکه کې سمڅې پرې شوې وې؛ رڼا له همدې سمڅو راوتله.  

ورسکي وويل:

_بايد يوې سمڅې ته ور کښته شو! 

خو کونورا حرکت ونه کړ.

ورسکي وويل:

_احمقه! چانس له لاسه مه ورکوه!

کونورا په خبره کې ور ولوېد:

_ماکونوک د دې غارونو په اړه راته ويلي  و چې دوزخ همدلته دی او که څوک دې غارونو ته ورکښته شي،  اور اخلي.

ورسکي وويل:

_ښه نو، اوس چې په شپه کې وېرېږی،  دا کار به سبا ته پرېږدو. اوتو ! ته پريورې ته لاړ شه؛ وږي يو؛ خواړه او شراب راوړه؛ هو رښتيا ، تبر دې هم هېر نه شي.

اوتو په تياره کې ورک شو؛ خو کله چې بېرته راغی، باران زور اخيستی و.

شپه يې د ماکونوک په باغ کې تېره کړه؛ سهار وخته بېرته راغلل؛د يوې سمڅې خوله يې پر تبر ازاده کړه. سمڅې ته  تنګې ډبرينې زينې کښته شوې وې. درې سره لاندې لاړل؛ څومره چې مخکې تلل تياره ډېرېدله؛ وروسته پراخ ځای ته ورسېدل؛ ورسکي بتۍ ولګوله؛ يودم شاته لاړ؛ غار د انسانانو له اسکليټونو ډک و. 

ورسکي وويل:

_شل پېړۍ مخکې دلته دولس کسان اوسېدل؛ دا  د هغو  دولسو کسانو هډوکي دي؛ دوی د پاچا مقبره ساتله؛ ورسکي له شلو پېړيو وروسته لومړنی انسان دی چې دلته راځي.

ورسکي غلی شو؛ د خپل تندي خولې يې پاکې کړې، ويې ويل:

_په زندان کې يوه تاريخ پوه  بندي دا معلومات راکړي و چې دولسو نفرو د پاچا له مقبرې څخه ساتنه کوله. اوس مو همدا ځای پيدا کړ؛ ډاډه يم، ګنج هم همدلته دی. 

ورسکي څو ګامه واخيستل؛ ډبرينه دروازه يې خلاصه کړه؛ په کوټه کې هيڅ هم نه و؛ دوهمې کوټې ته ورغی؛ بتۍ يې واچوله؛ کوټه تشه وه،  يوې دروازې ته يې پام ور واوښت؛ له دروازې يې د غڼو ځالې لرې کړې. د مثلث په شکل يوه درې کونجه لويه کوټه يې سترګو ته ودرېده. د کوټې له چت څخه سپينه نرۍ رڼا را لوېدلې وه. ورسکي ځير شو، چت سوری و، رڼا له هماغه ځايه راتله. 

ورسکي شاوخوا وکتل؛ يو ځای وړې تيږې راټولې وې؛ د تېږو تر څنګ فلزي لکڼه ښکارېدله؛ لکڼه تر نيمايي پورې په ځمکه کې ننوتې وه. 

ورسکي ور نږدې شو؛ پر لکڼې د خاورې يوه ذره هم نه وه ناسته؛ سپينه رڼا ترې پورته کېدله. 

ورسکي لاس ور وغځاوه؛ د کونورا چيغې يې ګوتې خلاصې پرېښودلې.

_مه!

د ورسکي رنګ والوت:

_ولي؟

_ماکونوک راته ويلي و چې که څوک دې لکڼې ته لاس ور وړې نو سوځي. 

ورسکي وخندل، لکڼه يې له ځمکې را وايسته. لکڼه له زرو جوړه وه، خو په سر کې يې د مار شکل ښکارېده چې له سرپو جوړ شوی و.

ورسکي په ځير لکڼې ته وکتل؛ قيمتي غميو يې کمزورې رڼا کوله…

ورسکي وويل:

_دا خو به هماغه د معجزې تيږه نه وي؟

ورسکي متوجه شو چې د لکڼې سر تاويږي، خلاصه يې کړه، په مينځ کې يې تيږه وه. ورسکي ډبره را واېسته؛ ډبرې سره ځلا کوله؛ ورسکي په خوشالۍ چيغه کړه!

_دا هماغه د معجزې  تيږه ده. 

کونورا په بيړه وويل:

_اورې؟

ورسکي په حيرانۍ ورته وکتل.

کونورا  وويل:

_غوږ ونيسه.

يو غږ راته؛ دا غږ به کله لوړ او کله هم ټيټ شو. غږ تر ډېره د انسان زګيروي ته ورته و، خو کله کله به داسې اواز پورته شو لکه يو څوک چې په خوب کې خرهاری کوي. 

ورسکي په بيړه وويل:

_دا غږ د څنګ له کوټې راځي.

اوتو د ډبرينو مجسمو خواته اشاره وکړه؛ ورسکي د لاسي بتۍ رڼا ور واچوله؛ تر مجسمو ورهاخوا نرۍ لاره پرې وه، مخکې لاړ او زوروره چيغه يې له خولې راووته.

_هلته يو انسان دی، هلئ، دې خوا راشئ!

اوتو او کونورا منډه ور واخيسته؛ د لارې د پای په لويه کوټه کې يو ببر سری بوډا  پروت و. ورسکي ور نږدې شو؛ بوډا خيرن ښکارېده؛ ټول مخ يې ژورو ګونځو نيولی وو. 

ورسکي کېناست؛  بوډا ويده و. 

ورسکي ورو وويل:

_معجزې پيل شوې؛ دا بوډا بايد د دې ځای کشيش وي. 

اوتو وويل:

_زه خو په هيڅ هم نه پوهېږم؛ دلته څه روان دي!

ورسکي وخندل:

_تر اوسه خو هر څه سم  دي. زنداني ملګري مې دې بوډا ته هم اشاره کړې وه.

کونورا په خبره کې ور ولوېد:

_خو زه داسې فکر نه کوم، دا به هماغه سړی وي چې موږ يې څارلو. 

اوتو وويل:

_چټياټ مه وايه. خو زه يوه شي ته حيران يم؛ دې کمزورې بوډا به څنګه ځان تر دې ځايه را رسولی وي؟

ورسکي ټيټ شو؛ د بوډا لاس يې ونيو؛د هغه غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه؛ ورو يې وويل:

_زه يم.

د بوډا شونډې ورپېدې؛ څو نامفهومه تورې يې له خولې راووتل، بېرته بېسده پرېووت. 

يوه شېبه چوپه چوپتيا وه؛ وروسته بوډا وويل:

راغلل، راغلل…

٦_ ورسکي ماتې خوري:

ورسکي کونورا ته وکتل:

_د هغه په خبرو پوه شوې؟

کونورا د ( نه ) په بڼه سر وخوځاوه. ورسکي د بوډا پر اوږه لاس کېښود، ټکان يې ورکړ؛ بوډا په پټو سترګو وويل:

_ ارامه مې پرېږدئ!

ورسکي د بوډا سترګو ته د بتۍ رڼا سيخه کړه؛ بوډا په حيرانۍ وويل:

_له ما څه غواړئ؟

ورسکي د بتۍ رڼا د هغه له سترګو ليرې کړه؛بوډا خپلې سترګې وموښلې؛ ورسکي ته يې وکتل؛ له وچو شونډو يې کمزورې خندا  راووته!

_اه! ورسکي، دا ته يې؟ تر اوسه لا  نه يې زوړ شوی. 

د ورسکي پر زړه لړزه راغله؛ دی دې ته حيران و چې بوډا يې  له کومه پيژني. 

ورسکي په بيړه وويل:

_ ته  څوک يې؟ دلته څه کوې؟

بوډا په کمزوري غږ وويل: 

_په دې پوښتنه دې  خواشينی شوم؛ ته بايد ما وپيژنې!

ورسکي په حيرانۍ ورته کتل:

بوډا وويل:

_پر ذهن دې فشار راوړه، زه د والدا پلار يم، هغه والدا چې ستا ميرمن وه، خو په ډېره ناځوانۍ  سره دې پرېښوده. 

ورسکي په خبره کې ور ولوېد:

_خو ما تر اوسه  نه يې  ليدلی!

_سمه ده، نه دې يم ليدلی؛ خو زه ستا په اړه په ډېر څه پوهېږم؛ ته په زندان کې وې چې زه  د معجزې د تيږې د ساتلو له پاره دې جزېرې ته  راغلم؛ پوهېدم چې ته به يوه ورځ دلته راځې. 

ورسکي حيرانې سترګې ورته نيولې وې؛ دی د بوډا په خبرو نه پوهېده.

کونورا په بيړه وويل:

_په وښو کې يې توپانجه پټه کړې ده ؛ ميل يې ښکاري؛ دا بوډا زموږ دښمن دی؛بايد ووژل شي. 

ورسکي فکر په مخه کړ؛ اوتو ته يې وکتل، ويې ويل:

_اوتو، ته څه پکې وايې؟

اوتو بوډا ته مخ ور واړاوه، ويې ويل:

_نوم دې څه دی؟

_زوړ ډرويد.

ورسکي وويل:

دا د کشيشانو  يوه ډله ده چې پر ځانونو يې د ډرويد نوم ايښی؛ هغوی پيژنم؛ غلي او ګوښه ګيره خلک دي؛ يواځيتوب  غواړي؛ دوی د دنيا له ټولو خوښيو محروم دي.

بوډا په زحمت له وښو پورته شو؛ کېناست، ويې ويل:

_زه ستا سو د ملنډو نه يم. بالعکس، دا تاسو ياست چې ماته اړتيا لرئ؛ وګورئ، نڅا مې هم زده ده.

بوډا په زحمت ولاړ شو د نڅا په ډول  يې لاسونه پښې ووهلې.

ورسکي او د هغه ملګرو په حيرانۍ ورته کتل. 

دې نڅا ته پخوانيو روميانو د مار نڅا ويله؛ نڅاګر به په نڅا کې يو ځل مخکې لاړ بيا شاته، سينه به يې راوايسته او پر خپل ځای به په تېزۍ سره راوګرځېد.

 يوډا په نڅا کې وويل:

_تاسو نه پوهېږئ! زه دوه زره کاله عمر لرم؛ څو سوه کاله مخکې مې پاچا ژول سزار ته هم همدا نڅا وکړه؛ چکچکې يې وهلې او زما له نڅا يې خوند اخيست.  

بوډا خپله نڅا بدله کړه؛ لاسونه پښې يې  پورته پورته وغورځولې، ويې ويل: 

_دا د دېرشو مړيو د جزېرې نڅا ده؛ دا هم د څلورو صليبونو نڅا. 

يو ناڅاپه يې وخندل؛د ورسکي تر مخ ودرېد؛ ويې ويل:

_وبښئ! بيځايه حرکات مې تر سره کړل، خو اوس د جدي خبرو وار دی. ګرانه، زما ماموريت دا دی چې  تا ته د معجزې تيږه  در وسپارم.

ورسکي په حيرانۍ ور ته کتل. وروسته يې وويل:

_ته ولې دا کار کوې؟

بوډا په زوره وخندل:

_تا د معجزې د تيږې د لاسته راوړلو له پاره خلک ووژل؛ جزيره دې له وحشته ډکه کړه او اوس چې يو احمق بوډا د معجزې تيږه در سپاري، خوشاله نه يې؟

بوډا غلی شو، په ځير يې ورسکي ته وکتل، ويې ويل:

_ورسکې، زه د تېرې شپې سړی يم، هغه څوک چې سپين کالي يې اغوستي و  او تاسو يې پر کميس ډزې وکړې، دا زه وم چې د ځنګل د يوې برخې ونو ته مې اور ور واچاوه، اوس هم ما نه پيژنې؟

د ورسکي زړه ولړزېد، اوتو او ماکونورا يو ګام شاته شول. 

ورسکي خپل زړه غټ ونيو، ويې خندل: 

_نو ته فکر کوې چې ورسکي به له تا وويرېږي؟

بوډا وويل:

_نه، نيت مې صاف دی؛ غواړم چې د معجزې تيږه تاسو ته تسليم کړم.

_ولي؟

په دې پسې مه ګرځه، خو يوه بله خبره واوره! دا تيږه يو وخت  د پاچا له جنازې سره دې ځای ته راوړل شوه؛ سل کاله  يې وساتله، خو وروسته د بوهم د پاچاهی سلسله کمزورې شوه او د تيږې محافظين هم وتښتېدل. دا ځای تر ډېره همداسې پاتې و، خو وروسته بيا  ساتونکي ورته وټاکل شول، هدف يې د بوهم د پاچا د قبر ساتنه نه وه، دوی پوه شوي و چې په دې سيمه کې د معجزې تيږه پرته ده او وېرېدل چې دا ګنج د غلو لاس ته ورنه شي.

په دې محافظينو کې يو هم زه وم؛ خبر شوم چې تاسو د دې ګنج په موندلو پسې جزېرې ته راغلي ياست؛ په دې هم پوهېږم چې د ورونيک پلار دې څنګه وواژه، ان د ورونيک د صليب د ځړولو پېښه مې هم په خپلو سترګو ولېده. 

ورسکي وخندل:

_ښه نو، چې دومره مهربانه يې او له دې ټولو پېښو سره سره بيا هم مرسته راسره کوې، نو دا راته ووايه چې د معجزې  تيږه چېرته ده، ها؟

ورسکي هغه تيږه د بوډا سترګو ته ونيوله چې د لکڼې له مينځه يې راکښلې وه.

بوډا وخندل:

_نه، دا تيږه ما په خپله په لکڼه کې کېښوده، ورته وګوره، مينځ يې مات دی.

ورسکي حيران و، خو ضرورت يې درلود چې د بوډا خبرې واوري. 

بوډا وويل:

_د معجزې د تيږې ځای يواځې ماته معلوم دی.

ورسکي چيغه کړه!

_زه په تا څنګه باور وکړم؟

بوډا وخندل:

_بله لاره نه لرې. خو زه به يو بل راز هم درته ووايم، په زندان کې درسره وم، له دې هم خبر يم چې ستا پلار او مور پر تا کوم نوم ايښی و. ستا کورنی نوم يادوم، ورسکي نه. 

د ورسکي پښې ولړزېدې.

بوډا د ورسکي غوږ ته خوله ورنږدې کړه؛ شونډې يې وخوځېدې؛ ورسکي لکه مار چيچلی انسان ټوپ کړل؛په زوره يې وويل:

_ته شيطان يې، شيطان، که نه نو له داسې رازونو څنګه خبرېدې!

بوډا وخندل:

_ښه نو، اوس په ما باور کولای شې؟

_هو، له دې وروسته سره ملګرې يو، خو د معجزې تيږه چېرته ده؟

کونورا غوښتل چې څه ووايي، خو ورسکې خپلې وسلې ته اشاره وکړه،  هغه يې پوه کړ چې بوډا څه نه شي کولای. 

ټول له اوږده دهلېزه تېر شول؛ د لاسي بتۍ رڼا په دېوال کې يوه کوچيني سوري ته سيخه  شوه. ورسکي د ډرويد ( بوډا ) په  غوښتنه ګونډې ووهلې، لاس يې سوري ته ور ننه ايست؛ ناڅاپه ټول دېوال شاته لاړ، يوه لويه کوټه ښکاره شوه؛ ډرويد وويل:

_د معجزې تيږه همدلته ده.

شېبه وروسته ټول په کوټه کې ول. 

په کوټه کې نمجن بوی ته، ځای ځای د قبرونو زړې شناختې ولاړې وې. 

ډرويد وويل:

_پوښتنه مو ونه کړه چې تر زمکې لاندې دا کوټه ولې روښانه ده!

ټول غلي وو.

بوډا  وويل:

_دا ځای له پورتنۍ کوټې څخه رڼا اخلي؛ وګوره، د ډبرينو مجسمو له اړخونو رڼاوي راوتلې دي؛ بله خبره! د معجزې په تيږه کې هم دا خاصيت پروت دی چې کوټه روښانه کړي. 

يو دم يې وخندل:

_خو د معجزې تيږه په درېيمه کوټه کې ده.

ورسکي وويل:

_په موږ ملنډې وهې!

_نه، دا تيږه په زيرزميني کې موندلی شې. د دی تيږې يو ارزښت په دې کې دی چې د ګروپ په څير رڼا خپروي. هو رښتيا، يوه بله خبره!  دا تيږه يو چا ته ژوند او مرګ، دواړه  ورکولای شي.

_څنګه؟

_د والدا نوم به دې نه وې هېر، هغه هم يو وخت زما په شان د دې تيږې ساتونکې وه.

د ورسکي زړه ولړزېد:

_والدا اوس چېرته ده؟

_دلته ، د همدې تيږې لاندې ويده ده.

د ورسکي سترګې رډې راوختې:

_چټياټ مه وايه!

بوډا وويل:

_زما په خبرو باور وکړه، والدا له څو پېړيو راهېسې  د داسې چا په انتظار ده چې دلته راشي او ورته ووايي چې ورباندې ګرانه ده؛ هغه وخت به د معجزې تيږه ورکړي. 

ورسکي ته احساس ور لوېدلی و چې دا سړی ملنډې ورباندې وهي، خو د هغه ځينې خبرې رښتيا وې؛ دی بايد په ځينو رازونو پوه شوی وای. 

ډرويد وويل:

_دا ميرمن  په ښکلا کې جوړه نه لري؛ که دې وليده،  په يوه نظر به زړه ورباندې وبايلې؛ دا ستا په څير يوه ګنهګار  انسان  ته ماتله ده. 

ورسکي پوه شو چې له خطر سره مخامخ دی، خو بيا يې هم زړه غټ ونيو.

ډرويد وويل:

_ته ماشوم وې، هغه وخت دې د مور په ګوته يوه ګرانبيه ګوتمۍ وه؛  دې ګوتمۍ درې قيمتي  ډبرې درلودې. رښتيا نه وايم؟

د ورسکي د تندې ګونځې سره ورغلې:

_خو دا زموږ کورنی راز دی، ته له کومه پوهېږې؟

ډرويد وخندل:

_که اوس هغه ګوتمۍ د والدا په ګوته وي، نو دا باور کوې چې والدا به  د معجزې تيږه تاته درسپاري؟

ورسکي چيغه کړه!

_خدايه! د دې سړي  له چټياټو نور ستړی شوم.

ډرويد پر غولي پرته هواره  تيږه وښويوله؛ لنډې زېنې وې؛ ورسکي د هغه په امر ورکښته شو؛ شېبه ورسته د ورسکي وحشتناکه چيغه پورته راوخته:

_رښتيا دي، ګوتمۍ د هغې په ګوته ده.

اوتو او ماکونو يو بل ته په وېره وکتل. 

ورسکي په يوه اوږده دهلېز کې ولاړ و؛ يوې خواته يوه ښځه پرته وه؛ حرکت يې نه  درلود؛ پر ګوته يې د ورسکي د مور ګوتمۍ ښکارېدله.

له پورته يې د ډرويد غږ واورېد:

_د هغې لاس په خپل لاس کې ونيسه؛ دا بايد پوه شي چې  مينه ورسره لرې.

ورسکي په بيړه د پرتې ښځې لاس ور پورته کړ.

ډرويد وويل:

_د ښځې له مخه نقاب لرې کړه؛ مه ويرېږه! دا کار  تر هغو قتلونو اسانه  دی چې تا وکړل.

ورسکي لړزانده ګوتې ور نږدې کړې؛ د پرتې ښځې له مخه  يې نقاب ليرې کړ؛ يو ناڅاپه شاته شو، پښې يې ولړزېدې او بې حرکته ودرېد.

ډرويد چيغه کړه!

_څه دې ولېدل؟

ورسکي د ليونيانو په څير په راوتليو رډو سترګو د پرتې ښځې څېرې ته کتل؛ پر تندې يې مړې خولې راماتې وې. 

بوډا وخندل:

_وګوره، څيره دې څومره بدرنګه شوې ده؛ ښه ده، والدا ويده ده؛ د هغې  پټې سترګې به نور رنځ هم درکړي. 

ورسکي په زحمت خپلې سرېښ شوې شونډې پرانيستې، په ټيټ غږ يې وويل:

_ورونيک.

بوډا وويل:

_احمقه! بيړه دې وکړه؛ په تياره کې دې ان د ورونيک مخ ته هم ونه کتل؛ پوهېږې؟  د ورونيک پر ځای دې يوه  بله مړه ښځه پر صليب راوځړوله. 

ورسکي په بيړه پورته وکتل؛ بوډا د پخوا په څير کمزوری نه ښکارېده، نيغ ولاړ و او په څيره کې يې غوسه له ورايه مالومېدله.

ډرويد وويل:

ځان دې ډېر چالاکه ګاڼه؛ قتلونه دې وکړل؛ جزېره دې د مظلومو خلکو په وينو ولړله؛ له اوله لا پوهېدم چې يو  ډارن  انسان يې.

د توپانچو ګيټونه کش شول؛ ډرويد ور وکتل، اوتو او کونورا د وسلو ميلونه ورته نيولې وو.

ډرويد په ملنډو  وويل:

_هيله کوم، ما مه وژنئ، له يوه کمزورې بوډا څه غواړئ. 

ورسکې چيغه کړه!

_احمقانو، ولې ماتله ياست، ويې ولئ!

له توپانچو څخه يواځې تور لوګی راووت.

ورسکي خپله توپانچه پورته ونيوله، خو تشه وه.

ډرويد وخندل:

_دومره ساده نه يم، مرمۍ مې ايستلې دي.

ورسکي پر زينه پښه کېښوده. يو غږ يې واورېد:

_حرکت مه کوه!

ور ويې وکتل.

_ورونيک توپانچه ورته نيولې وه. 

ورسکي په بيړه پورته وخوت؛ د بوډا تر څنګ  تېر شو؛ له خپلو ملګرو سره يې يو ځای منډه واخيسه.

ډرويد پسې ناره کړه!

_ښاغلی ورسکي! د معجزې تيږه دې هېره شوه.

٧_ پياوړی حريف:

ورسکي د ډار سړی نه و، خو دې پېښو يې پر ذهن اغېزه کړې وه؛  نه پوهېده چې څه کوي او ولې له هغه ځايه راووت. په لاره کې يې څو ځله اوتو او کونورا ته وويل:

_ورونيک مړه ده؛ ما په خپلو لاسونو پر صليب راوځړوله. 

دوی په بيړه روان ول، خو ورسکي ځای پر ځای ودرېد، ويې ويل:

_زړه مې چوي؛ بايد ډاډه شم چې هغه ورونيک وه که بل څوک؟

اوتو په خبره کې ور ولوېد:

_نو څه کوې؟

بېرته ورګرځو.

کونورا وويل:

_نه، هغه وسله لري.

ورسکي وويل:

_احمقه، تر اوسه نو هلته نه دې ماتله.

درې سره بېرته د سمڅو خواته ورغلل.

 اوتو وويل:

_وګورئ! هغه رڼاوې نشته.

لاندې کښته شول، ورسکي اورلګيت ولګاوه، پر ډبرېنو زينو ژېړه رڼا پرېووته؛ يو دم  د تيږې د ښويدو غږ راغی؛ ورسکي په بيړه  پورته وخوت؛ د بېرته تګ لاره د درنې تيږې په واسطه تړل شوې وه. ورسکي تيږې ته اوږه ورکړه، خو تيږه درنه وه.

د ورسکي څېره له غوسې تکه شنه شوه؛ بېرته ملګرو ته راغی، په غوسه يې وويل:

_په دام کې يې واچولو. 

اوتو وويل:

_له ما سره بله توپانچه شته.

ورسکي په غوسه وويل:

_احمقه! ولې دې استفاده ترې ونه کړه!

د اوتو سر وځړېد:

_هغه وخت وارخطا شوم، هېره مې وه.

ورسکي توپانچه ور واخيسته، مرمۍ يې وکتلې، سمې وې. ويې ويل:

_له دې ځايه بايد د وتلو لاره پيدا کړو،که نه نو هډوکي به مو همدلته وراسته شي. 

کونورا خپل غاښونه وچيچل:

_دواړه به په خپلو لاسونو ووژنم.

ورسکي وويل:

_خو  که له دې سمڅې ژوندي ووتو.

کونورا  وويل:

_ماته داسې ښکارې چې دوی هم تر اوسه همدلته دي.

_نو د سمڅې په خوله کې هغه تيږه  چا کېښوده؟

_ډاډه يم، نور و ملګرو به يې دا کار کړی وي.

کونورا له جيبه يوه تېره چاړه را وايسته،  پرته له دې چې د ورسکي نظر وپوښتي، په تياره  کې  ورک شو. 

ورسکي او اوتو په خپل ځای پاتې شول؛ پاو ووت؛ د کونورا درک معلوم نه شو.  دوی دواړه هم پسې ورغلل. ورسکي  يو ځای نوک ونيو، ويې ويل:

_اورې! فکر کوم چې کونورا دی، بېرته زموږ خواته راځي.

غږ غلی شو؛ مخکې لاړل؛ په يوه کوټه کې تياره وه؛ دومره ښکارېدل چې يو څوک پړمخې پروت و. 

اوتو چيغه کړه:

_کونورا خپل کار کړی دی؛ وګوره، د دې سړي په ټټر کې د کونورا چاړه ننوتې ده؛  لاستی يې برېښي؛ ډاډه يم؛دا د کونورا چاړه ده. 

ورسکي وويل:

_احمقه! داسې نه ده. 

ورغی  جسد يې پړمخې را واړاوه؛ هوتو چيغه کړه!

_کونورا! اه! کونورا  يې وژلی دی! 

ورسکي خپله توپانچه له جېبه را  وايسته، ويې ويل:

_ډرويد  تر موږ ډېر چالاکه دی.

اوتو په حيرانۍ سره د کونورا جسد ته کتل…

ورسکي وويل:

_راځه!

دواړه اوږده سالون ته ورسېدل؛ لاندې کښته شول؛ د ورسکي زړه ولړزېد؛ ښځه پرخپل ځای پرته وه. ورسکي ور ټيټ شو؛ سترګې يې رډې راوختې؛ د ښځې مړې ګوتې د کونورا تر چاړې راتاوې وې. ورسکې په دقت ښځې ته وکتل؛ د لاسونو په بندونو کې يې د پړې سرې نښې پاتې وې. 

ورسکي وويل:

_دا هماغه ښځه ده چې موږ  په تياره کې د ورونيک ګومان ورباندې کړی و او د هغې پر ځای مو  پر صليب را ځړولې وه. 

ورسکي يوناڅا د ښځې له ګوتو  چاړه ور واخيسته او د هغې ستونی يې ور پرې کړ؛په غوسه يې وويل:

_اوس نو سمه مړه شه. 

مخامخ يو سيوری راغی، ورسره يې يو ورو غږ واورېد:

_زه دې وپيژندلم؟

ورسکي مخامخ توپانچه ونيوله؛ په تياره کې د توپانچې له خولې سره رڼا ووته، يو چا وخندل:

_ورسکي، ته هغه څوک يې چې په دوکه پسې دوکه خورې؛ ته هغه څوک وژنې چې مخکې دې وژلای و.

ورسکي اورلګېت ولګاوه؛ يوه ولاړ ځوان دېوال ته اوږه لګولې وه؛ ځوان متوسطه ونه درلوده، وېښته يې ژيړ او څېره يې سره ښکارېدله. 

ځوان وويل:

_نوم مې ارسن لوپن دی او د اسپانيول اوسيدونکی يم.

ورسکي په حيرانۍ سره ځوان ته کتل….

ځوان وويل:

_زه د کنت هرژمون  د کورنۍ د ساتلو له پاره دلته راغلې يم؛ تا پيژنم؛ هغه کسان  دې ووژل چې ډېر دې يې نه پېژندل.  بې مانا قتلونو ستا زړه سخت کړی دی، خو تر اوسه لا په دې نه پوهېږې چې ورونيک مړه ده که ژوندۍ!

ته ان دومره بې رحمه يې چې د مقتول څېرې ته هم نه ګورې؛ تا  دوې ښځې درلودې؛ يوه د راينولډ مور او بله هم د فرانسوا مور.  دوې ورځې مخکې دې په  تياره  کې خپله لومړنی ميرمن ووېشته.

د ورسکي زړه ولړزېد.

ارسن لوپن په کونج کې له پراته جسد څخه څادر ليرې کړ، ويې ويل:

_باور نه  کوې؟

_ورسکي خپلې سترګې پټې کړې. 

ارسن لوپن وويل:

 _تاته مې نقشه وايسته او ته مې په خپله لومه کې راګير کړې. 

ورسکي چيغه کړه!

_ له ما څه غواړې؟

ارسن لوپن وخندل:

_هيڅ،  يواځې د کنټ هرژمون له کورنۍ څخه ساتنه کوم. 

ورسکي وويل:

_راځه! د معجزې تيږه به په ګډه پيدا کړو، نيمايي شتمنې يې ستا!

اوتو ته غوسه ورغله، خو څه يې ونه ويل. 

ارسن لوپن وخندل:

_خو لومړی بايد په دې پوه شم چې فرانسوا  چېرته دی؟

ورسکي غلی و.

ارسن لوپن دوهم  ځل پوښتنه تکرار کړه!

_فرانسوا چېرته دی؟

د ورسکي په زړه کې تمه پيدا شوه؛ فرانسوا يو چاته ارزښت درلود او ده له دې موقع ډېره استفاده کولای شوای. خو بيا يې هم وويل:

_فرانسوا د تورې وهنې په مسابقه کې ووژل شو.

لوپن وخندل:

_زه دومره احمق نه يم، پوهېږم چې هغه ژوندی دی. 

ورسکي نه غوښتل چې په دومره اسانۍ دا چانس له لاسه ورکړي، ځکه غلی و. 

لوپن شپېلکی وواهه! له نږدې کوټې څلور وسلوال او يو په عمر پوخ سړی راغلل. په عمر پوخ سړی ګوډ ګوډ ته، يوه پښه يې له لرګي جوړه وه. 

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل ويې ويل:

_دی زما نږدې ملګری پاتريس  بلوال دی. 

غلی شو، پاتريس بلوال ته يې مخ ور واړاوه:

_ښاغليه! د فرانسوا درک مو پيدا نه کړ؟

منفي ځواب يې واورېد.

ارسن لوپن وويل:

_نور پوځيان په بېړۍ کې دي؟

هو.

ارسن لوپن سر تېرو ته وکتل:

_ورسکي او د هغه ملګری ګراشن ته بوځئ، هلته يې وساتئ.

اوتو او او ورسکي تر مټو ونيول شول.

له سالونه بهر يوه زېنه ولاړه وه، خو ارسن لوپن تر څو سمڅو تېر شو او د ځکمې سر ته راوخوت. ډله د باغ خواته لاړه او هغې ونې ته ورسېدل چې ورسکي د ورونيک پر ځای د خپلې پخوانۍ ميرمنې مړی پرې راځړولی و. 

ارسن لوپن يو ځای ودرېد، ورسکي ته يې وکتل،  ويې ويل :

_ستړی شوې؟

د ورسکې سترګې سرې وې.

ارسن لوپن وويل:

_دې ونې ته وګوره! کله چې تېره شپه تاسو د خپل جنايت په اړه غږېدی اومړي مو شمېرل، ما له موقع استفاده وکړه او ورونيک مې له دې ځايه وتښتوله. هلته وګوره! هغه څوک چې پر سړک را روان دی، پيژنې؟ دا سړی هم ستا د قربانيانو له ډلې څخه يو دی. دا سړی دې لومړی د مرګ په خونه کې بندې کړ؛ بيا دې خپل زوی راينولډ ته امر وکړ چې سيند ته يې واچوي؛ دا کس د فرانسوا ښوونکی استفان ماروکس دی، خدای ژوندی وساته. 

ماروکس را ورسېد؛ ورسکي ته يې په ژامه دروند سوک ورکړ، لوپن وويل:

_مه! اوس  يې وخت نه دی؛ ورسکي به خپله سزا وويني. 

ورسکي په کرکه استفان ماروکس ته کتل؛ دی د ورونيک او د دې سړي له مينې څخه خبر و. 

ارسن لوپن  ورسکي ته ور نږدې شو، ويې خندل:

_د ښاغلي استفان ماروکس په ژوندي پاتې کېدو حيران يې! په دې ورځو کې مړي هم ژوندي کېږي. 

ارسن لوپن ماروکس ته وکتل:

_فرانسوا مو پيدا نه کړ.

_نه

_په کوم ځای مو شک هم رانه غی، سمڅه، غار يا بل څه؟

د استفان  ځواب منفي و. 

ارسن لوپن بېرته ورسکي ته ور نږدې شو، په غوسه يې وويل:

_د فرانسو ا د ځای د ښودلو په مقابل کې څه غواړې؟

ورسکي ځمکې ته کتل…

ارسن لوپن له جېبه يو کارت را وايست، د ورسکي سترګو ته يې ونيو، ويې ويل: 

_دا سړی د فرانسوا بيه پرې کوي، ووايه، څومره پيسې غواړې؟

ورسکي په حيرانۍ وويل:

_دا خو د فرانسې د ولسمشر موسيووالانګای کارت دی، هغه ولې له دې قضيې سره دلچسپي ښيي؟

ارسن لوپن وخندل، له جېبه يې يو بل سور رنګه کاغذ  را وايست، ويې ويل:

_وخت مه ضايع کوه، دا کاغذ ولوله.

ورسکي په لړزانده ګوتو کاغذ ور واخيست، ليکلي و:

د فرانسې د دولت نږدې ملګری پاتريس بلوال او ارسن لوپن د ورسکي د نيولو ماموريت لري. 

د ورسکې خوله وازه پاتې وه.

ارسن لوپن لاس ور وغزاوه، کاغذ يې ورنه واخيست؛ څيرې يې کړ او ټوټې يې باد ور سره يووړې؛ ويې ويل:

 _زه په هيڅ دولت پورې نه يم تړلی؛ دا کاغذ مې ځکه در ښکاره کړ، چې ستا نيول  څومره مهمه دې؛ نو زما خبره ومنه! له دې ځايه نه شې تښتېدلی؛ د فرانسوا د خوشې کېدو په مقابل کې څه غواړې؟

_فرانسوا مړ دی.

_دروغ وايې!.

ورسکي غلی شو، يودم يې وويل:

_د معجزې تيږه !

_امکان نه لري، زه به فرانسوا په خپله پيدا کړم.

ورسکي وخندل:

 _که يې پيدا هم کړی، نو يواځې به يې بې  روحه جسد په لاس درشي.

_ولې؟

فرانسوا له پرون راهيسي نه اوبه څښلې او نه يې هم څه خوړلي دي؛ که زما شرط ونه منی؛ هلکی به له تندې مړ شي. 

ورسکي وروستی جمله په ډېره بې رحمي سره ادا کړه. 

ارسن لوپن وويل:

_ته خپل زوی په خپل لاس نه شې وژلای.

د ورسکي له خولې وحشيانه خندا راووته:

_نه، ماته يې مرګ ډېر اسانه دی، فرانسوا به هم د نورو په څېر مړ  شي. 

استفان سوک جوړ کړ، خو ارسن لوپن د هغه مخې ته ودرېد. 

ارسن لوپن د يوه سر تېرې له ملا پړی ور خلاص کړ؛ ورسکي يې د صليب په بڼه  په ونه پورې کلک وتاړه؛ د ورسکي پښې له ځمکې يوه لوېشت پورته وې. 

ارسن لوپن وويل:

_اوس به پوه شې چې دا ډول مرګ څومره دردونکی دی. 

پړي د ورسکي پر مټو ، غاړه او پښو  فشار راوړی و، خو ورسکي ځان  داسې وښود چې تسليمدونکی نه دی؛ سترګې يې اسمان ته ور واړولې،  شونډې يې وخوځېدې، داسې لکه وروستۍ دعا چې کوي. 

ارسن لوپن ور مخته شو؛ د ورسکي ټټر ته يې سوک ورکړ ؛ ويې ويل:

_اې قاتله! يوه زوی دې بل زوی په توره وواهه، خو پوهېږم چې فرانسوا لا تر اوسه ژوندی دی؛  که مرسته ورسره ونه شي، ټپ او لوږه به يې ووژنې.   ووايه! فرانسوا دې چېرته پټ کړی دی؟

پاتريس  بلوان  وويل:

_ورسکي به اقرار ونه کړي.

ارسن لوپن په خپلو  ژېړو وېښتو کې ګوتې تېرې کړې؛  لاندينۍ شونډه يې په غاښونو کې ټينګه کړه، ويې ويل:

_نه، د پړي درد تر يوه ساعته ډېر نه شي زغملای؛  په خپله به هر څه ووايي. 

لوپن ورسکي ته ورنږدې شو، چيغه يې کړه:

_که د فرانسوا ځای راوښيي په خپل شرافت قسم خورم، ازاد يې!

د ورسکي غاښونه له ډېره درده سره وجنګېدل، په زحمت يې وويل:

_هغه بايد مړ شي. 

پاڼې وخوځېدې ؛  سرتېرو د خپلو ټوپکو خولې ونو ته ور واړولې ؛  له ګڼو پاڼو يو کوچينی سپی راووت. استفان په خوشالی وويل:

_دا د فرانسوا سپی دی.

سپی د ارسن لوپن خواته ورغی؛  لکۍ يې ووهله؛  لوپن سپی ور واخيست ؛  هغه يې ټينګ په غېږ کې ونيو. 

استفان په حيرانۍ وويل:

_دا سپی تا څنګه پېژني؟

ارسن لوپن وخندل: 

_د فرانسوا د موندلو له پاره بايد په ځينو حقايقو وپوهېږئ!

٩_ د بوهم د پاچا تيږه

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل په زوره يې وخندل:

_فکر مې کاوه چې تر ما هوښيار يې، خو داسې نه ده.

ارسن لوپن پر يوه ړنګه ونه کېناست، ويې ويل:

_يوه کيسه به  درته ووايم. د مسيح له ميلاده ١٣٢ کاله وړاندې په نړۍ کې يوه حيرانوونکې پېښه رامينځته شوه ؛  د پېښې ځای د اروپار يو ښار و؛   دې ښار ته يې بوهم يا بوهيما ويل.  

د پېښی ځای د ( ژاکي مي ستال ) کوچينی ښار ښودل شوی دی. د دې ښار د لوی سيند پر دواړو غاړو يوه لويه قبيله اوسېده. يوه ورځ په دې قبيله کې جنګ ونښت ؛  دوی سوله خوښوونکي خلک وو ؛  د جنګ په علت نه پوهېدل؛  نارينه وو تورو ته لاس کړ او ښځو هم د کورونو د وسايلو په راټولولو بوختې شوې، خو د هماغه ورځې په مازديګر د قبيلې مشران د الب د سيند پر غاړه سره راټول شول ؛ تر سهاره يې د سولې په اړه خبرې وکړې. 

سهار د پاچا دوې بېړۍ راورسېدې؛  د قبيلې مشران او د پاچا استازې په يوه لويه بېړۍ کې سره راټول شول ؛  د قبېلې مشرانو سوله وکړه، خو د پاچا استازو بله غوښتنه لرله. دوی غوښتل چې د قبيلې د ځوانانو په مرسته پر ګاونډيو هېوادونو يرغل ور وړي. 

هغه وخت په اروپا کې وړو حکومتونو واک درلود؛  هر يوه به پر بل حمله کوله او خپل قلمرو به يې پراخاوه. دا قبيله وږې وه ؛  د ژوند له پاره يې بايد يو څه موندلي وای؛  په جګړه کې ډېر غنيمت په لاس ورته، ځکه يې  دا وړانديز ومانه.  هغه وخت به د جنګ له پاره ټوله قبيله ( واړه، زاړه، ښځې او نارينه ) تلل ؛  له همدې سببه به يې د قيمتي جواهراتو په شمول د کور ټول وسايل ورسره وړل. د دې قبيلې په جواهراتو کې يوه مثلث شکله تيږه وه چې  دې قبيلې ته يې تر هرڅه ډېر ارزښت درلود. 

د قبيلې ټول اوسيدونکي په جنګي بېړيو کې سپاره شول؛  کله چې  د سر کشتۍ د درې نيمايي  ته ورسېده،  يوه مشر يوه پرده ليرې کړه او يوه ځلېدونکې تيږه ښکاره شوه. دا تيږه دوه متره پلنه او دوه نيم متره اوږده وه ؛  د تيږې پر لېدو ټولو تيږې ته سجده وکړه او د خوشالۍ غږونه پورته شول. 

د پوځ مشر يوه لکڼه ور واخيسته او ويې ويل چې دا لکڼه او تيږه د يوبل له پاره مهم دي او يو بل ته قدرت ور بښي.  دا دتيږه موږ ته  په جګړو کې پياوړتيا راکوي.

دې تيږې جادويي قدرت درلود او د هغه وخت فيوډالانو هڅه کوله چې دا تيږه  تر لاسه کړي. اوونۍ تېرې شوې؛  دې قبيلې په سمندر کې خپل سفر ته دوام ورکړ؛  ډېرې سيمې يې ونيولې  او يوه ورځ د اسکاندينيا  يوه ساحل ته ورسېدل. 

دوی غوښتل چې دا تيږه  په يوه مطمين ځای کې پټه کړي، خو دا ساحل ښه نه شو  ورته ښکاره ؛  له همدې امله ايرلنډ ته ورسېدل. دو ی هماغه ځای د اوسېدو له پاره غوره کړ؛  وخت ووت؛  د پوځ مشرمړ شو او د هغه لمسي د خپل نيکه ځای ونيو. 

يوه ورځ يوه ګاونډي پاچا له دوی سره يو تړون لاسليک کړ، د دې تړون له مخې بايد دواړو حکومتونو پر درېيم حکومت يو ځای جنګ پيل کړی وای؛  دوی دا تيږه يوې جزېرې ته يووړه ؛  دې جزېرې ديرش پلنې ډبرېنې تختې  او قوي پلونه درلودل. 

کلونه ووتل؛  دا تيږه په همدې جزېره کې ساتل کېدله، خو جزېره د ژرمن د وحشي قبيلې تر تهديد لاندې راغله؛ د پوځ او قبيلې مشرانودومره وخت ونه موند چې تيږه له جزېرې څخه انتقال کړي ؛  تيږه په جزيره کې پاتې شوه. 

کال وروسته د پوځ او قبيلې تر مينځ  اختلاف راغی؛   په خپل مينځ کې يې سختې جګړې وکړې ؛  په دواړو لورو کې ډېر کسان ووژل شول او تيږه ورو ورو له ذهنونو ووته. 

ارسن لوپن غلی شو، سګرټ يې ولګاوه ؛  ورسکي ته يې وکتل ؛  ويې خندل:

_دا جزېره د سارک جزېره وه ؛  هغه جزېره  چې زه او ورسکي پکې يوو.

پېړۍ ووتې؛  په دې تيږې پسې ډېر کسان وګرځېدل، خو پيدا يې نه کړه. دې تيږې زما پام هم ځانته ور واړاوه؛ څيړنې مې وکړې ؛  په هماغه لومړيو کې دې نتېجې ته ورسېدم چې دا  تيږه بايد د ګرانديش او کالوفلوري د باغ په مربوطاتو کې وي، ځکه دا پخوانۍ خرابې وې او ماکونوک هم په دې اړه معلومات راکړي وو. 

ماکونوک په دې عقيده و ، چې د ګرانديش د چېنې اوبه شفا بښونکې دي؛  تيږه هم په هغه ځای کې ده چې دا اوبه سرچينه  ترې اخلي. دی په دې باور و چې دا تيږه  د هر ډول ناروغيو علاج کولای شي او  له همدې سببه يې  دې تيږې ته د مرګ او ژوند نوم ورکړی و. 

ماکونوک  له پخوا راهيسې په دې تيږه پسې ګرځېده؛ يوه ورځ يې په يوه سمڅه کې يوه زړه کتابچه وموندله؛ له ليکنو يې داسې ښکارېده چې دا کتابچه د هماغه پوځ د مشر يا داښتونه دي. په دې کتابچه کې پر صليب د څلورو  ښځو د راځړولو  او دېرشو جنازو يادونه شوې وه، خو روښانه مفهوم نه ترې اخيستل کېده. 

ماکونوک به خپل ټول معلومات له کنټ هرژموند  سره شرېکول، تر څو چې ورسکي دې جزېرې ته راغی او دواړه يې ووژل.

ارسن لوپن غلی شو؛ نيم سوخته سګريټ يې د بوټ تر تلي لاندې کړ؛ ورسکي ته يې وکتل، ويې خندل:

_فکر کوم چې تړلي اندامونه دې ورو ورو بې حسه کېږي.

ورسکي په غوسه ورته کتل او له درده يې خپله لاندينۍ شونډه پر غاښونو کلکه نيولې وه. 

ارسن لوپن وويل:

_اوس هم نه غواړې چې د فرانسوا ځای راوښيې؟

د ورسکي په سترګو کې غوسه ښکارېدله.

ارسن لوپن وويل:

_غوږ ونيسه! پنځه دېرش کاله مخکې د بوهم په ښار کې يوې ښکلې ځوانې ښځې ژوند کاوه. دا ښځه د يوه بيروتي پروفيسور معشوقه وه؛  پروفيسور د دې ښځې په برکت د بوهم  له  دوهم پاچا سره وپېژندل. دی هوښيار سړی و؛ ډېر ژر يې د بوهم  د پاچا پام ځانته ور واړاوه. 

پروفيسور له خپلې معشوقې سره واده وکړ او د ورسکي په نوم يې يو وحشي انسان نړۍ ته راووړ.  ورسکي ورو ورو لويېده؛ يوه ورځ يې مور له يوه حيرانونکي راز څخه خبر کړ؛ زوی ته يې وويل چې د سارک په  جزېره کې يوه قيمتي ډبره پرته ده او که ته دا تيږه تر لاسه کړې نو د بوهم پاچا به شې. 

ورسکي لوی شو؛ خو  نا ارامه ذهن يې دې تيږې په مخه کړی و؛  ورسکي په نړيواله جګړه کې ګډون وکړ او له جګړې وروسته  زندان ته  ولوېد، خو لا يې هم د معجزې تيږه په ياد وه. ورسکي  له زندانه وتښتېد؛ د سارک جزېرې ته راغی او په ټوله جزيره کې يې وحشت خپور کړ. 

ورسکي  خپلې لومړنۍ ميرمنې الفرايډ ته دنده ورکړه چې کنت هرژمون وڅاري او کله چې جزېرې ته د خپلې دويمې ميرمنې ورونيک له راتګه خبر شو،  پر صليب د هغې د ځړولو فکر په مخه کړ. 

ورسکي به ډېر وخت له خپلې لومړنۍ ميرمنې او ملګرو سره د ويرانو په سمڅو کې تېراوه؛ دوی زحمت وايست او په دې  پوه شول چې د معجزې د تيږې د لاسته راوړلو لومړنی شرط په صليب د څلورو ښځو راځړول دي. 

خو ماکونوک د دوی په راز وپوهېد او په دې هڅه کې شو چې دوی ته دوکه ورکړي.يوه شپه سمڅې ته ورغی او په پټه يې د ورسکي او  د هغه د ملګرو جلسه  ولېده. ده د تيږې د پيدا کېدو په اړه غلطه نقشه وايسته او کاغذ يې تر خاورو لاندې کړ؛ دا نقشه د ورسکي لاس ته ولوېده؛ هغه دوکه وخوړه او په تقلبي نقشه يې باور وکړ، ځکه د يو څه مودې له پاره په نورو خرابو کې ګرځېده. 

ما دا هر څه د ماکونوک د خاطراتو په کتابچه کې ولوستل.

ارسن لوپن د خپل بالاپوښ له جېبه يوه زړه کتابچه را واېسته، ويې ويل:

_خو دا اصلي پاڼې دي؛ غوږ ونيسه! ځينې برخې به يې  درته ووايم. 

_د سارک په جزېره کې به وحشت خپور شي؛ د مرګ کوټه، پر صليب را ځړول شوې څلور ښځې، اور او حيرانونکي غږونه، د معجزې تيږه چې هم مرګ ورکوي او هم ژوند بښونکې ده…

دا پېړۍ وړاندې د دې تيږې د ترلاسه کولو له پاره د پوځ د يوه مشر  شرطونه دي، خو ورسکي په دې خرافاتو باور وکړ  او جزېره يې په وحشت بدله کړه. 

١٠_ ورسکي د تقدير استازی:

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل او چيغه يې کړه!

_ته يو جنايتکار يې؛  د ورونيک رهنما ( هونوريک )  دې هم ووژله.

د ورونيک زړه ولړزېد.

ارسن لوپن وويل: 

_خو يوه خندونکې خبره پاتې شوه، ډرويد. 

شونې نه وه چې  ډرويد او ارسن لوپن دې يو کس واوسي او په يوه وخت دې د دوو کسانورول ادا کړي؛ زوړ ډرويد له پخوا راهيسې په دې جزېره کې ژوند کاوه؛ تا د ډرويد ځوانه لور ووژله او ډرويد د غچ اخيستلو په تکل کې شو؛ هغه  د سارک د جزېرې ټولې سمڅې او خرابې پېژندلې؛  ته يې څارلې او د غچ اخيستلو په موقع پسې ګرځېده؛ کله چې دې جزېرې ته راغلم،  ډرويد مې ولېد؛  پوه شوو چې دواړه يو هدف لرو. 

ما د ډرويد په مرسته ستا د لومړنۍ ښځې الفريډ جسد وموند؛  ډرويد راته وويل چې دا ښځه په تا پسې ګرځېده او غوښتل يې چې خپل زوی وويني؛ خو ستا ملګرو په تياره کې ډزې ورباندې وکړې او مړه شوه؛  تاسو دومره په وحشت کې ډوب وئ، چې ان خپل او پردي مو هم نه پېژندل؛  هرڅوک چې په مخه درتلل؛ ويشتل مو. موږ د الفريډ جسد را واخيست او کله چې ته او کونورا په سپين کالي سړي پسې ګرځېدئ، په ډېر مهارت سره مو د ورونيک پر ځای پرې اېستله. 

 په بيړه سمڅو ته ورغلو؛ ډرويډ پر پروړه پرېووت  او ما هم په بله کوټه کې ستاسو د راتګ انتظار ايست؛ نوره کيسه مالومه ده. 

د ورسکي شونډې وخوځېدې؛ ارسن لوپن غوږ ور نږدې کړ، ويې ويل:

_په زوره ووايه، فرانسوا چېرته دی؟

ورسکي په زحمت وويل:

_يو شرط لرم.

_څه؟

_ما خوشی کړئ.

ارسن لوپن وويل:

_ژمنه کوم.

ورسکي په زحمت وويل:

_فرانسوا تر پله لاندې موندلی شئ.

ارسن لوپن وويل:

زه په خپله خبره ولاړ يم؛ ورسکي خوشي کړئ!

يوه شېبه غلی و؛ بيا يې وويل:

_له دې ځايه ورک شه!  هو رښتيا، ورونيک او استفان له يو بل سره مينه لري او په نږدې وخت کې يې واده دی؛  اووه لس کاله کېږې چې ته او ورونيک له يو بل څخه بېل ياست؛ د فرانسې د قوانيو له مخې ستا او د ورونيک واده فسخه شوی دی، نو دوی ته مزاحمت مه کوه که نه نو  تر ما به بد سړی نه وي.  لس دقيقې وخت لرې چې دا جزېره پرېږدې!

ارسن لوپن  او استفان د پله خواته منډه کړه، کله چې هلته ورسېدل فرانسوا يې پر ډبرېنه تخته تړلی وليد. استفان په بيړه د هغه تر لاسونو  پښو تړلی پړی خلاص کړ؛ فرانسوا کمزوری شوی و؛ په احتياط کېناست؛ ارسن لوپن وويل:

_له تېرې شپې راهيسې همدلته وې؟

فرانسوا د سر په اشاره د هو ځواب  ورکړ؛ وروسته يې په زحمت وويل:

_ورسکي چېرته دی؟

_هغه مو خوشی کړ.

فرانسوا حيران شو:

_ولې؟

ارسن لوپن وخندل:

_زه له خپلې ژمنې نه اوړم. 

  • *   *    * 

د سمندر پر مخ يوې بېړۍ حرکت کاوه؛ د بېړۍ په مينځ کې له لرګيو جوړه کوچينۍ، ښکلې کوټه  ښکارېدله؛ ورونيک پر څوکۍ ناسته وه؛ د هغې په نيولې څېره کې د ستړيا نښې له ورايه ښکارېدلې. دې د خپل زوې فرانسوا د ليدو تمه درلوده. 

فرانسوا کوټې ته ور ننوت؛  ځان يې د مور غېږې  ته ور واچاوه او دواړو په چيغو، چيغو وژړل. مور او زوی تر ډېره اوښکې تويولې؛ وروسته د کوټې دروازه خلاصه شوه، ارسن لوپن و. 

فرانسوا په ژړا کې وويل:

_مورې! دې سړي موږ دواړه له مرګه وژغورلو.

ارسن لوپن د ځوان تر څنګ کېناست. مور او زوی ژړل؛ د ارسن لوپن سترګې هم له خوشالۍ ځلېدلې. 

١١_ د معجزې تيږه

له څو دقيقو وروسته ارسن لوپن، پاتريس بلوال او استفان  له بېړۍ څخه کښته شول؛ د ساحل شګې پستې وې؛ د بوټونو تلي يې پټول، پورته؛ تر شنه اسمان لاندې سمندري سپين مرغان په هوا کې ګرځېدل؛ چيغې يې وهلې؛ يو نيم به په سرعت ټيټ شو او  د اوبو له سره به يې يو کوچينۍ ماهی ور پورته کړ. 

پاتريس بلوال وويل:

_د دې خطرناک سړي خوشي کول ښه کار نه و.

ارسن لوپن يوه وړه تيږه په پښه ووهله، ويې خندل:

_وبښئ! خو زه له تاسو سره موافق نه يم. 

استفان وويل:

_ارسن لوپن بله چاره نه درلوده؛ فرانسوا په خطر کې و. 

ارسن لوپن وويل:

_پوهېږم؛  ورسکي په جنايت کې وړې ده، خو ما ژمنه ورسره کړې وه. 

پاتريس بلوال  وويل:

_خو د ورسکي پرېښودل مې زړه خوري؛ هغه په لسګونو بيګناه انسانان ووژل؛ جزېره يې په وحشت بدله کړه؛ اخ، بايد چې تر ستوني مې نيولی وای. 

ارسن لوپن وخندل؛ يوه ساتونکې ته يې اشاره وکړه؛ ساتونکی له دوو دوربينانو سره راغی؛ ارسن لوپن يو دوربين پاتريس بلوال او بل استفان ته ورکړل، ويې ويل: 

_اوبو ته وګوررئ!  په  يوه ميل واټن کې به يوه بېړۍ ووينئ.

دواړو دوربينونه سترګو ته ور نږدې کړل؛استفان وويل:

_ليرې  يوه کوچينۍ بيړی روانه ده؛ يواځې يو نفر پکې ښکاري؛ اه، فکر کوم چې ورسکی دی؛ خپل ملګری اوتو يې وژلی او په بيړی کې تښتي. 

ارسن لوپن وخندل:

_او که برعکس اوتو هغه وژلی وي، بيا؟

پاتريس بلوال په حيرانۍ وويل:

_دا امکان نه لري. 

ارسن لوپن له جېبه کتابچه را واېسته؛ پاڼې يې واړولې؛ ويې لوستل:

_د پوځ د پخواني مشر په ياداښتونو  کې ليکلي دي چې ګنج  هغه څوک  لاسته راوړلای شي چې دېرش جنازې پوره کړي؛ څلور ښځي پر صليب راوځړوي او خپله ميرمن ووژني او په پای کې دی په خپله د خپل ملګري لخوا ووژل شي.

 ورسکي د دې خبرو  ټول شرايط  پوره کړل، خو په دې نه پوهېده چې د کتابچې په پاتې پاڼو کې څه ليکلي دي؛ ماکونوک هم  څه نه وو ورته ويلي چې دی به د خپل يوه ملګري لخوا وژل کېږي، خو اوتو  په هر څه پوهېده؛ هغه ته مې دا پخوانۍ کتابچه ور وښوده؛ اوتو هم خرافاتي سړی دی؛ دی باور لري چې د ورسکي په وژلو به د معجزې تيږه پيدا کړي؛ فکر کوم چې تر اوسه به يې ورسکي وژلی وي. 

استفان په حيرانۍ وويل:

_نو تا له اوتو سره پېژندل؟

ارسن لوپن وخندل:

_څه فکر کوئ، په دې لنډه موده کې دا ټول کارونه ما په يواځې ځان تر سره کړل؟

د پاترېس بلوال او استفان  سترګې رډې راوختې.

ارسن لوپن وويل:

_اوتو مې  له پخوا پيژانده، خو له ډېر وخت وروسته مې په همدې جزېره کې وليد؛ ومې پوهاوه چې ورسکي د ارشينان د خويندو له وژلو وروسته  د هغوی له جېبونو  سلګونه زره فرانکه کښلي دي. 

اوتو پوهېده چې ارسن لوپن غل دی، خو دروغ نه وايي، ځکه يې زما خبره ومنله. د ورسکي دې خيانت يې پر زړه اور بل کړ؛  ورنه ومې غوښتل چې د ورسکي او کونورا توپانچې خالي کړي، خو اوتو له پيسو پرته دا کار نه کاوه؛  مجبوره وم؛  د هغه خبره مې ومنله؛ ورسکي او کونورا نشه وو؛  اوتو يې له توپانچو څخه اصلي مرمۍ وايستلې. 

استفان وويل:

_خو اوتو به ورسکي ونه وژني!

_اوتو د خپل رييس په وړاندې کينه درلوده؛ دی د ارشينان له خويندو څخه د ورسکي  پټې غلا د هغه په وړاندې بې باوره کړی و؛  د دواړو له يو بل څخه ښه نه راتلل؛  له بل لوري د معجزې د تيږې کيسه خلاصه شوه؛  اوتو، ورسکي ته کوم احتياج نه درلود. 

١٢_ موسيو والانګلای:

ورونيک دوهرژمون په يوه ښکلي باغ کې ناسته وه؛  دې باغ د فرانسې په يوه کوچيني سرحدي ښار کې موقعيت درلود. د ورونيک په  څېره کې خوشالۍ  پرته وه؛  دې په مينه خپل ځوان زوی فرانسوا ته کتل…

ناڅاپه يې نارينه غږونه تر غوږ شول؛  غږونه له ګڼو ونو راتلل؛  د ورونيک تندی نور هم پسې وغوړېد؛  د باغ پر عمومي لاره ارسن لوپن او پاتريس بلوال را روان ول.

فرانسوا مخکې منډه ور واخيسته او په مينه يې وويل:

_ډېر وخت  نه ښکارېدی، وواياست، څه مو کول؟

ورونيک ور غږ کړل:

_زويه، دوی زموږ له ليدو پرته نور کارونه هم لري.

ارسن لوپن وخندل؛  ورونيک ته يې لاس ورکړ او دواړه پر څوکيو کېناستل؛  ارسن لوپن  فرانسوا ته وکتل؛  څو متره ليرې يې ګلانو ته  اوبه ور کولې. ارسن لوپن په خندا وويل:

_نه ميرمنې! د فرانسوا پوښتنه ډېره پر ځای وه. حاضر يم چې د خپل غيابت په اړه معلومات ورکړم، خو  مخکې تر دې  دا راته وواياست، فرانسوا په دې پوهېږې چې ورسکي د هغه پلار دی؟

ورونيک وويل:

_نه.

_ښه نو، ورته ووايه چې پلار يې بل څوک دی.

ورونيک په پوښتونکي نظر ورته وکتل.

ارسن لوپن وويل:

_ نه غواړم چې ستا په شخصي ژوند کې مداخله وکړم، خو ورسکي وژل شوی؛ استفان مينه درسره لري او وړانديز مې دا دی چې له هغه سره واده وکړه.

د ورونيک رنګ سور شو. 

ارسن لوپن فرانسوا ته اشاره وکړه؛ هغه د ګلانو نورو بوټو ته اوبه ور  اړولې، ويې ويل:

_خوښه دې، خو په فرانسوا مې د ورسکي جنايتکار نوم نه دی پيرزو؛  نه غواړم چې د هغه د نوم په پای پسې  د ورسکي نوم هم وتړل شي؛  شخصيت ته يې تاوان لري؛  فرانسوا ته ووايه چې تا له استفان سره پخوا واده کړی و؛  ته پيدا شوې او  وروسته د يوې وړې موضوع پر سر سره بېل شوو، اوس غواړو له سره خپل ژوند پيل کړو. 

فرانسوا راغی او د ارسن لوپن تر څنګ کېناست. ارسن لوپن وويل:

_ګرانه! اوس به ستا پوښتنې ته ځواب درکړم. 

فرانسوا په بيړه وويل:

_هغه ګوتمۍ مو له کومه کړه چې لومړۍ مو مور او بيا الفريډ ته ور په ګوته کړه؟ 

ارسن لوپن وخندل:

_په هماغه ساعت کې مې له هغو رنګه تيږو جوړه کړه چې په فلزي لکڼه کې مې موندلې وې.

_خو ورسکي هغه پېژندله،  ځکه چې د مور ياد ګار يې وه.

_دا ګوتمی مې د ورسکي د مور کوتمۍ ته ورته جوړه کړه، اوتو راته وويل چې ورسکي په نشه کې د دې ګوتمۍ  يادونه ورته کړې وه. 

فرانسوا وويل:

_ښه، دوهمه پوښتنه، د معجزې تيږه يوه معما ده؛ خلک په پېړيو پېړيو پسې وګرځېدل، خو تا په دومره لنډ وخت کې  وموندله، څنګه؟

ارسن لوپن وخندل:

_له فکره مې کار واخيست؛ په جزېره کې مې واورېدل چې د ماکونوک د باغ د چينې اوبه او ګلان شفا بښونکي دي؛ پوه شوم چې تيږه په همدې حدودو کې ده، ځکه د چينې دا اوبه له همدې شفا ورکوونکې تيږې څخه تېرېږې او اوبه هم له همدې تيږې خپل خاصيت اخلي، ځکه مې په اسانی سره وموندله. 

په غرونو کې ډېرې  شفا بښونکې  تيږي  شته، دا تيږې مختلف اکسيدونه او فلزات لري چې ځينې يې د صحت له پاره ښه دي؛ د معجزې تيږه هم په  همدې ډله کې راځي، خو دا تيږه خپله مخصوصه رڼا هم لري،  لکه الماس، اورانيم، توريم او داسې نور. 

په پخوانيو  زمانو کې همداسې يوه تيږه وموندل شوه، رڼا به يې کوله او خلکو د شپې ګوهر باله. په ١٦٢٣ م کال کې د مادام کيوري په نوم يوې ميرمنې په راډيوم کې دا خاصيت کشف کړ. د دې عنصر له پېژندلو وروسته طب پرمختګ وکړ او د ډېرو ناروغيو مخه ونيول شوه. د معجزې تيږه هم په حقيقت کې راډيوم ده، خو لوی  او ډېر قيمتي راډيوم. بله بېلګه به يې په دنيا کې نه وي. 

استفان راغی؛ په مينه يې ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه؛ کېناست او ويې ويل:

_وروستی خبرې مې واورېدې؛ د معجزې د تيږې په اړه  وې؛ زه هم يوه پوښتنه لرم؛ د معجزې د تيږې تر څنګ نورې وړې تيږې هم پيدا شوې دي؛ هماغه چې د ماکونوک لاس يې وسوځاوه.

ارسن لوپن وويل:

_د هانري بکرل په نوم يوه فيزيک پوه يو وخت د راديوم  پوډر په خپل جيب کې اچولي وو؛ وروسته يې پوستکی سور شو؛ په دې کې شک نشته چې ماکونوک هم د راديوم  وړې تيږې په لاس کې نيولي او لاس يې ور سوځولی دی. له همدې امله وايي چې دا تيږه هم ژوند ورکوي او هم مرګ. 

فرانسوا وويل:

_ښه نو، اوس مو چې  د معجزې تيږه تر لاسه کړې ده؛ په دې تيږه څه کوئ؟

ارسن لوپن ورونيک ته وکتل:

_ميرمن ورونيک، تاسو څه فکر کوئ؟

ورونيک خپلې اوږې پورته واچولې:

_نه پوهېږم؛ زه له دې تيږې سره مينه نه لرم؛ د سارک د جزېرې هر څه راته وحشتناکه دي.

_خو د سارک په جزېره کې مو د پلار ماڼۍ په تاسو پورې اړه لري. 

_نه، له ماڼۍ او هغې جزېرې، دواړو  کرکه لرم. 

_نو ژوند به څنګه پرمخ وړې؟

_زما له پاره زما زوی فرانسوا ټول ژوند دی. 

وروسته يې استفان ته وکتل، ويې ويل:

_تاسو به هم له ماسره اوسئ، داسې نه ده؟

استفان په بيړه وويل:

_همداسې ده.

ارسن لوپن وويل:

_پوليسو ستا د پلار په کوټه کې يوه وصيت نامه موندلې ده؛ ليکلي يې وو چې لمسی يې فرانسوا د ده د ټولې شتمنۍ مالک دی. هېله لرم چې له خپلې مور سره خوشاله ژوند ولرې. 

ورونيک په حيرانۍ ارسن لوپن ته کتل، وروسته يې وويل:

_سمه ده، منم يې. 

ارسن لوپن وويل:

_ښه نو، اوس  دې د معجزې د تيږې په اړه نظر څه دی؟

_تاموندلې او په تا پورې اړه لري.

_سمه ده، خو زه غواړم چې دا تيږه داسې يو چاته ورکړم، چې په طب کې ښه نوم ولري؛ هيله مې دا ده چې له دې ګران بيې تيږې څخه په درمل جوړولو کې استفاده وشي. 

پاتريس بلوال وويل:

_تا تل د فرانسې له حکومت سره مرسته کړې ده. 

ارسن لوپن غلی شو. 

د ورونيک سترګې له اوښکو ډکې شوې؛ په غريو کې يې وويل:

_ارسن لوپن يو لوی شخصيت دی. 

ارسن لوپن غوږ ونيو؛ په بيړه يې له جيبه يو وړوکی دوربين را وايست؛ ودرېد، په دوربين کې يې وکتل؛ ويې ويل:

_هاغه موټر وينې، لکه چې زما په بيولو پسې راغلی دی. 

ورونيک په حيرانۍ وپوښتل:

 _ولې؟

ارسن لوپن غلی و؛ شېبه وروسته د تورو شيشو لرونکی موټر باغ ته راننوت. د پولسيو مشر له موټره کښته شو؛ ارسن لوپن يې تر مټ ونيو؛ ويې ويل:

_راځه!

ورونيک او نورو په حيرانۍ ورته کتل. 

ارسن لوپن د موټر دروازه خلاصه کړه؛  په بيړه يې خپله خولۍ له سره ليرې کړه؛ په احترام يې وويل:

_ښاغلی رييس جمهور! خوشاله يم چې تاسو وينم؛ ما د جزېرې اسرار په ليکلي ډول د پوليسو مشر ته ور لېږلې وو. 

ولسمشر والانکلای وويل:

_ هو، پرون يې د تيږې په اړه مالومات راکړل؛ اوس د دې له پاره راغلم چې د دې تيږې له پيدا کوونکي څخه مننه وکړم او هغه د دولت نورو عالي رتبه مامورينو ته ور وپېژنم. 

ارسن لوپن وويل:

_ښاغلی رييس جمهوره! د مننې وړ نه ده.

_خير، تاسو بايد د دولت اوامر ومنئ او له موږ سره د مامور په صفت کار وکړئ. 

ارسن لوپن وويل:

_ په بښنې سره، زه خپلواک سړی يم؛ نه غواړم چې په دولت پورې ځان وتړم. 

دواړه غلی ول؛ ارسن لوپن دا چوپتيا ماته کړه:

_غواړم چې د معجزې تيږه دولت ته وسپارم  څو د خلکو د صحت له پاره ګټه ترې واخلي؛دا ډالۍ منئ؟

ولسمشر وخندل:

_ولې نه،  د فرانسې دولت به ستاسو دا نيک کار هېر نه کړي. 

_خو په بښنې سره، د دې تيږې په بدل کې دوه شرطه لرم.

ولسمشر په حيرانۍ ورته وکتل.

_شرطونه دې د وزيرانو په وړاندې ووايه.

_خو زه د  وزيرانو شورا ته نه درځم.

_سمه ده، کوم شرطونه لرې؟

ارسن لوپن يوه شېبه غلی و، بيا يې ويل:

_د سارک جزېره  دڅو پېړيو راهيسي د جنايتکارانو پناهګاه وه؛ دا جزېره په دې وروستيو کې د فرانسې مستعمره شوه؛ غواړم په دې جزېره کې د اورګاډي يوه پټلۍ وغزېږي؛ په ساحل کې يې جنګي کيشتۍ لنګر واچوي او د معجزې تيږه هم تر استفادې پورې همالته وساتل شي. په دې توګه به له جزېرې تللي خلک زړه وکړي؛ بېرته به جزېرې ته راوګرځي او په ډاډه زړه به خپل ژوند ته دوام ورکړي. 

ولسمشر وويل:

_فکر وکړه چې دا شرط دې ومنل شو؛ ته به په خپله د تيږې د ساتلو مسول يې.

_مننه، زه دې کارته مناسب کس نه يم؛ ښه به دا وي چې دا ماموريت بل چا ته ورکړئ. 

ولسمشر وخندل:

_ښه، بل شرط!

_دوهم شرط ساده دی؛  هيله لرم چې د پريوره ماڼۍ له ترميم وروسته د ميرمن ورونيک او د هغې د زوی فرانسوا په نوم کړئ. 

ولانګلای وويل:

_دا شرط مې هم ومانه. 

ارسن لوپن جېب ته لاس کړ؛ يو پاکټ يې را وايست؛ رييس جمهور ته يې ونيو:

_په دې ليک کې د معجزې د تيږې په اړه ډېر معلومات لوستلای شئ؛ اوس نو اجازه درنه غواړم. زه بايد لاړ شم. 

دا يې وويل او له خدای پامانۍ پرته  په  بيړه له باغه ووت، خو مخکې تر دې چې خپل موټر ته حرکت ورکړی، پاتريس بلوال ځان ور ورساوه؛ په بيړه يې وويل:

_تګ دې له رييس جمهوره تېښتې ته ورته و؛ ولې؟

ارسن لوپن په خبره کې ور ولوېد:

_په دې کيسو پسې مه ګرځه!

_خو ولسمشر غوښتل چې تاسو خپلو وزيرانو ته معرفي کړي؛ تر دې ښه چانس نه شته. 

ارسن لوپن وويل:

_ وېرېږم؛ هغوی به مې بندي کړي. 

پاتريس بلوال په حيرانۍ وويل:

_نه، دوی ته ستا خدمت  د ستاينې وړ دی؛ نازوي دي.

ارسن لوپن وخندل:

_په دولتي خلکو باور نه لرم؛ زه لا تر اوسه دوی ته ګنهګار ښکارم؛ داسې يو څوک چې  دولت ته سر نه ټيټوي. 

_نه، داسې نه ده.

ارسن لوپن له موټره کښته شو؛ لاس يې د خپل ملګري پر اوږه کېښود؛ په سترګو کې يې اوښکې راورغړېدې. 

_په ياد دې دي؟  يو وخت مې د دولت غلا شوې خزانه بېرته دولت ته ور وسپارله، خو دوی زما د نيولو تصميم ونيو. نه مې هېرېږي. 

١٣_د سيوري نښه:

پاتريس بلوال بېرته باغ ته لاړ؛ رييس جمهور تللی و؛ دی پر څوکۍ کېناست؛ سړه سا يې وايسته؛ ورونيک ور نږدې شوه، ويې ويل:

_کاپيتانه ! رنګ دې الوتی دی؛ څه خبره ده؟

پاتريس بلوال ځواب ورنه کړ. 

فرانسوا وويل:

_ارسن لوپن له خدای پامانۍ پرته لاړ، ولې؟

پاتريس بلوال د هغه پر سر لاس تېر کړ، ويې ويل:

_ارسن لوپن عجيب انسان دی؛ دی هيڅوخت له چا د مننې تمه نه لري. 

ورونيک وويل:

_خو د هغه په څېره کې وېره ښکارېدله.

_مېرمنې! ارسن لوپن ښه سابقه نه لري؛ ويره يې پر ځای ده. تېر کال يې زه او مامان کورالي له مرګه وژغورلو؛ درې سوه زره د زرو پخوانۍ سيکې يې له غلو بچ کړي؛ دولت ته يې وسپارلې، خو ” مننې ” ته ماتله نه شو. (١_د زرو زخېرې کتاب.) 

څو کاله مخکې د المان د دولت مهم سياسي اسرار ورک شول؛ که دا اسناد د دښمن لاس ته ور لوېدلي وای، د المان دولت به په يوه روپۍ شوی وای، خو ارسن لوپن دا اسناد وموندل او د المان پاچا ته يې تسليم کړل. هغه وخت هم له خدای پامانۍ پرته ورک شو؛ د خلکو په مينځ کې ګنګوسې شوې چې ارسن لوپن ځان سيند ته غورزولی او ځانوژنه يې کړې ده. ( ٨١٣ کتاب)

استفان وويل:

_خو نه و مړ. 

_خير، دا سړی مرموز ژوند لري؛ تر جګړې مخکې يې له دښمنانو سره شديده مبارزه وکړه؛  د يوه امريکايي فيوډال په ميليونونو شتمني يې له هغوی څخه وژغورله، خو بيا هم پوليسو شک ورباندې کاوه ( ٣_ د پړانګ غاښونه کتاب). لس کاله مخکې يې د سويس په کانال کې يو سړی وموند؛ مهم اسناد يې په خپله مصنوعي سترګه کې پټ کړي وو، خو بيا هم پوليسو خپل نه کړ. 

ورونيک وخندل او ويې ويل:

_ارسن لوپن  د نړۍ تر ټولو هوښيار او زړور انسان دی. 

پاتريس بلوال د ميز له سره د چايو پياله ور پورته کړه:

_ارسن لوپن له پخوا راهيسې پيژنم؛ يوه بله کيسه يې هم د اورېدو وړ ده. د سيوري نښه به مو اورېدلې وي؛ دا په ګڼو چاپي مطبوعاتو کې راغلې ده، خو زه د ارسن لوپن له خولې  کيسه درته کوم. 

فرانسوا خپله څوکۍ ور نږدې کړه. 

پاتريس بلوال  وويل:

_ارسن لوپن څو کاله مخکې تلګراف راولېږه؛ خبر يې کړم چې پاريس ته راځي؛ ما يې هم په خپل کور کې پذيرايي وکړه. ما په بلاک کې ډېر ګاونډيان لرل، خو له دوی سره مې  رابطه نه درلوده او نه مې خوښېدل چې د دوی په اړه کومه پوښتنه وکړم. 

په هغو ورځو کې مې د تاريخي آثارو له يوه پلورونکي  څخه يوه ښکلې تابلو اخيستې وه؛ د ارسن لوپن ډېره خوښه شوه؛ ويل يې چې په تابلو کې  معماري د پخواني يونان په سبک جوړه شوې ده؛ هماغسې مرمرينې ستنې لري. ورياده مې کړه چې دا يوه واقعي تابلو ده؛ په څنګ کې ليکلي تاريخ ته يې وګوره. تابلو د ١٨٠٢ کال د اپريل پر ١٥ رسامي شوې وه. 

وروسته مې له ارسن لوپن څخه وغوښتل چې په دوربين کې مخامخ کور ته  وګوري. 

لمر و؛ دمخامخ تامير لومړی پوړ په اسانی سره ليدل کېده؛ د ويدېدو تخت او ښکلې څوکۍ ښکارېدلې، خو ارسن لوپن ناڅاپه ټکان وخوړ؛ په بيړه يې وويل: 

_وګوره، په مخامخ کور کې همداسې يوه تابلو راځوړنده ده. 

_زه پوهېدم؛ له همدې امله مې غوښتل چې ارسن لوپن هم پوه شي؛ ومې ويل، تاريخ ته يې وګوره. ١٨٠٢ کال د اپريل ١٥

ارسن لوپن وويل:

_تا يادونه وکړه  چې خپله تابلو دې کاپي نه بلکې اصلي ده ؛  نو د ګاونډي په کور کې مو دا تابلو له کومه شوه؟

_نه پوهېږم! 

_په هغه کور کې څوک اوسي؟

_څه موده مخکې  مې همدې تابلو ته پام شو؛ پوښتنه مې وکړه؛  ښځه لويز درمونت نوميږي؛  ژوند يې سخت دی؛  يوه وړه لور لري؛  خپل ژوند په کارګرۍ او خياطۍ پرمخ وړي؛  نيکه يې شتمن سړی و، خو د انقلاب په دوران کې اعدام شو.

ارسن لوپن  فکر په مخه کړ؛  دوربين يې پر مېز کېښود ويې ويل:

_هغه وخت يې مشهور شاعر،  اندريه شنيه هم اعدام کړ. 

ومې ويل:

_هو او نن د اپرېل پنځلسمه ده. 

ارسن لوپن په پوښتونکي نظر راته وکتل. 

ومې ويل:

_د تامير چوکېدار راته وويل چې دا تاريخ دې ښځې ته ډېر اهميت لري. 

_پوه نه شوم.

دا بېوزله ښځه بايد هره ورځ کار وکړي او خپله وړه لور  تر مکتبه  ورسوي، خو دا څوم کال دی چې دا ميرمن د اپريل پر پنځلسمه کار ته نه ځي، بس  هر کال په همدې ورځ سهار کور پرېږي او د شپې ناوخته بېرته راشي. نه پوهېږم، خو د تابلو تاريخ او په همدې ورځ د دې ښځې ناڅاپي ورکېدلو حېران کړی يم.

ارسن لوپن وويل:

 _پوهېږې چې دا ميرمن چېرته ځي؟

نه، دا ميرمن ډېرې خبرې نه کوي ؛ ژوند يې حيرانوونکی دی؛ له هيچا سره اړېکې نه لري. وګوره! له دروازې يوه اووه کلنه نجلۍ را ووته،؛ ښځه هم ښکاري؛ څېره يې غمجنه ده؛ غواړې چې چېرته لاړه شي. 

ارسن لوپن خپله خولۍ ور واخيسته ويې ويل:

_راځه! 

دواړه له کوټې ووتو؛ پر زينو کښته شوو او کوڅې ته ورسېدو.  ګاونډۍ ميرمن نانوايي ته ودرېده؛ دوې ډوډۍ يې واخيستې او په لاسي بکس کې يې واچولې. وروسته يې حرکت وکړ؛ د مونت سيمې ته ورسېدل؛ په يوه کوڅه کې راوګرځېدل؛ کوڅه تشه وه؛ دواړو غاړو ته يې زاړه کورونه وو؛ د سن د سيند اوبه له يوې غونډۍ څخه را تويېدلې. 

د کوڅې په پای کې نرۍ لار پرې وه؛ ښځه او د هغې وړه لور  يوه زاړه کور ته ودرېدې؛ ښځې له خپل دستکول څخه کيلې را وايسته؛ ور يې خلاص کړ او دواړه کور ته ور ننوتې. 

په دې وخت کې مو د يو چا د پښو غږ واورېد؛ مخ مو ور وګرځاوه؛ يو بوډا او يوه ميرمنه ول؛ دوی زړې جامې اغوستنې وې؛سوالګرو ته ورته رنګونه يې لرل. پرته له دې چې موږ ته څه ووايي؛تېر شول.  بوډا له جېبه کيلي  را وايسته او دواړه هماغه کور ته ور ننوتل.

دا وخت مو د يوه موټر غږ واورېدء زه او ارسن لوپن تر يوه زاړه دېوال پټ شوو؛ موټر د کوڅې په سر کې ودرېد؛ يوه ځوانه  ښځه ترې راکښته شوه؛ هغې قيمتي جامې اغوستې وې؛ پر غاړه يې د الماسو غاړګۍ ځلا کوله. دا ښځه  هم هماغه کور ته ورغله. 

ارسن لوپن وويل:

_جالبه  ده!  دا خلک څه اړېکې سره لري؟

دوې په عمر پخې ډنګرې ښځې، يو خدمتګار، حکومتي مامور او يو چاغ سړی چې زړې جامې يې پر تن وې هم همدې کور ته ور ننوتل. حيرانوونکې وه، ټولو له خوراکه ډکې ټوکری ورسره وړلې. 

ارسن لوپن ديوال ته وکتل؛  هسک و؛ خو بخت ياري راسره وکړه؛ له وره يو ماشوم راووت؛ د راينورډ د کوڅې پر لور يې منډه واخيسته؛ کله چې بېرته راغی، دوه غټ بوتله اوبه ورسره وې. ماشوم دروازې ته ودرېد؛ له جېبه يې د کيلي د را ايستلو له پاره   دواړه بوتلونه پر ځمکه کېښودل؛ ارسن لوپن نږدې ورغی؛ ځان يې داسې وښود لکه په تفريح چې راوتلی وي؛ کله چې ماشوم په  ځان پسې دروازه وتړله؛ ارسن لوپن شاوخوا وکتل؛ له جېبه يې نرۍ چاقو را ويست؛ د کولپ په سوري کې يې تاو کړ؛ دروازه خلاصه شوه. 

په بيړه ورغلم؛ وره ته نږدې زړه ونه ولاړه وه؛ ورپسې بوټي ښکارېدل؛ دې ګڼو بوټو  د نورو له ديده ساتلو. د ونې څانګې مې په احتياط ليرې کړې، خوله مې وازه پاتې شوه؛ کور د هغې منظرې په بڼه جوړ شوی و چې ما په تابلو کې ليدلې و. 

زېنې، پايې، چوتره، هر څه په يوناني سبک جوړ ول؛  حيرانوونکې دا وه چې د اپريل په پنځلسمه د پاريس په يوه ارامه کوڅه کې دا خلک د څه  له پاره راټول شوي دي. 

زه او ارسن لوپن په بوټو کې مخکې ورغلو؛ په يوه هوار ځای کې ګڼ کسان د دايرې په بڼه راټول ول؛ ټولو خوراک کاوه. 

نيم ساعت وروسته په ګډه  ولاړ شول؛ سوالګر او هغه چاغ سړي سګريټونه ولګول؛ ښځې او ماشومان غلي ولاړ ول. داسې ښکارېدل چې ټوله ډله يو بل ښه پيژني.  موږ ليرې وو؛ د دوی خبرې مو نه اورېدلې، خو داسې راته واېسېده چې خبرې يې تودې دي.  کومې ميرمنې چې د الماسو غاړګۍ يې پر غاړه وه تر نورو ډېرې خبرې کولې؛ زه يې د لاسونو له حرکاتو پوه شوم چې په غوسه ده؛  وروسته ناڅاپه د ټولو له خولې يوه وحشتناکه ناره راووته او د څا خواته يې منډې کړې. 

همالته  يې د کاريګر له کوچيني  زويه جامې وايستلې؛کميس يوه ور واخيست او پطلون بل؛ دولتي مامور خولۍ ته لاس کړ؛ خو ډنګرې ښځې غوټه کړه او خولۍ يې د هغه له ګوتو وايستله. دوی يوه شېبه خبرې وکړې، خو خبرو يې عادي حالت نه درلود؛ ټول يو بل ته په غوسه ول؛ وروسته  بېرته خپل لومړي ځای ته راغلل او بې حرکته په خپلو ځايونو کېناستل. 

ټول غلي ول؛ په څېرو کې يې غوسه ښکارېده، خو حرکت يې نه کاوه. وخت ووت؛ چاغ سړی وخوځېد؛ خپل ساعت ته يې وکتل؛ نورو هم همدا کار وکړ. ډله منتظره وه؛ داسې لکه په يوه ټاکلي وخت چې کومې مهمې پيښې ته په تمه وي، خو کومه پېښه ونه شوه؛ نيم ساعت وروسته چاغ سړي خپلي خولۍ ته لاس ور وغځاوه؛ ولاړ شو؛ په څېره کې يې نا اميدې پرته وه.  

دوې ډنګرې ښځې او کارېګره ميرمن پر زنګونو کېناستې؛ پر خپلو ټټرونو يې د صليب  نښه  رسم کړه؛ شتمنې ښځې ژړل؛ ګاونډۍ هم خپله لور پر خپله سينه پورې  نيولې وه؛ څېره يې خواشينې ښکارېدله. 

ارسن لوپن اشاره راته وکړه، دواړه په احتياط له کوره ووتو. 

ارسن لوپن تر ما مخکې و؛ د کوڅې په سر کې له يوه سړي سره ودرېد؛څه يې وويل؛ ټکسي ته يې لاس وخوځاوه؛ له موټروانه يې وغوښتل چې موږ ٣٤ شمېرې کوڅې ته ورسوې. دا کوڅه ډېره لېرې نه وه؛ زه او ارسن لوپن د رهنمای معاملاتو  د يوه رسمي  دفتر مخې ته کښته شوو.  دروازه مو خلاصه کړه؛يو مهربانه انسان ځان راوپيژاند:

_مهرباني وکړئ، والاندريه نومېږم او د کورونو د پلورلو او اخيستلو رسمي جواز لرم.  

ارسن لوپن په بدل  نوم ځان ور معرفي کړ؛ ويې ويل چې کاپيتان ترونوت نوميږي او غواړي چې د کور د جوړولو له پاره ځمکه واخلي؛ د دې يادونه يې هم وکړه چې د راينولد  په کوڅه کې د خرڅلاو ځمکه شته. 

خو د موسيو والاندريه ځواب منفي و؛ ويل يې چې دا ځمکه د خرڅلاو له پاره نه ده. 

ارسن لوپن په خپله خبره ټينګار کاوه؛ ويل يې چې د همدې ځمکې د پلورلو اعلان يې وليد، خو موسيو والانديه يې خبره نه منله. له څه بحث وروسته، مهربانه سړی ولاړ شو؛ المارۍ ته ودرېد او يوه تابلو يې راکښته کړه. حيران شوو؛ دا تابلو هم کټ_مټ هماغه تابلو وه چې زما او زما د ګاونډۍ په کور کې راځړېدله. 

ويې ويل:

_همدا ځمکه ياودې؟

_هو

_دا  ځمکه د يوه لوی باغ پاتې شوې برخه ده؛  يو وخت يې په ښاغلي درمونت پورې اړه لرله، خو هغه د انقلاب په دوره کې اعدام شو؛ باغ يې وارثينو په خپل مينځ کې ووېشه؛ ډېرو خپلې برخې وپلورلې، خو دا  زوړ کور لا پاتې دی. په دې ټوټه ځمکه کې د هغه ټول وارثين شريک دي، خو يوه خبره ده…

ارسن لوپن په بيړه وويل:

_څه؟

_دا ځمکه يو خوندور داستان لري؛ په بيا بيا اورېدلو ارزي. 

ارسن لوپن  وويل:

_نو څه ته ماتله يې! 

_درته وايم يې! د انقلاب  په پيل کې د باغ خاوند، درمونت په دې پلمه چې د ميرمنې او لور لېدو ته ورځي، په سن ژرمن کې خپل کور ته کولپ ور واچاوه؛ د ده له قوله،  ميرمن  او لور يې چې پولين نومېده په ژنيو کې اوسېدې. درمونت د کور مستخدمينو ته هم ځواب ورکړ او له خپل زوی شارل سره د ژنيو پر ځای يوه بل کور ته لاړ.  د پارسي په سيمه کې دا کور هم د دورمونت ملکيت و او له خپل يوه وفادار نوکر پرته يې بل څوک په دې نه پوهېدل چې زوې او پلار په همدې کور کې اوسي. 

دواړه په دې کور کې  درې کاله  پټ شول؛ تمه يې درلوده چې څوک يې ونه وينې؛ خو يو ماسپښين  يې زوړ خدمتګار په بيړه کوټې ته راغی او ويې ويل چې د کوڅې په سر کې يې څو پوليس  ليدلي دي. زاړه خدمتګاردا هم وويل چې د وسلوالو کسانو له حرکاتو پوه شو چې همدې کور ته راځي. 

د خدمتګار خبره رښتيا وه؛ شېبه وروسته د  کور دروازه وټکېده؛ درمونت خپل زوی ته وويل چې يواځي پنځه دقيقې هغوی مصروفه کړي او په خپله د کور له شاتنۍ دروازې په بيړه باغ ته ووت. 

درمونت څه کول، تېښته؟ د څه شي پټول؟ هېڅوک هم پوه نه شول؛ دی لنډه شېبه وروسته بېرته راغی او ځان يې دولتي  مامورينو ته تسليم کړ. 

هغه وخت يې زوی يواځې اوولس کاله درلودل، خو پوليسو هغه هم له ځان سره بوت.

ارسن لوپن وپوښتل:

_کوم وخت و؟

_د انقلاب  دوهم کال…

ارسن لوپن  په دېوال کې ټومبلې جنترۍ ته وکتل:

_په همدې ورځ، د اپرېل پنځلسمه. 

موسيو ولااندريه د هغه خبره تاييد کړه. 

ارسن لوپن وويل:

_بيا؟

_هېڅ، خبره خلاصه شوه؛ درمونت يې درې مياشتې وروسته  اعدام کړ. زوی يې زندان ته ولېږه او  خلکو د هغه پاتې شتمنۍ چور کړه. خو د درمونت واقعي ثروت ورک شو؛ په خلکو کې دوه رنګه اوازې وې، ځينو ويل چې په سن ژرمن کې د هغه باغ ، نورې ځمکې او جواهرات پر يوه انګليس وپلورل شول؛ د کنوانسيون مجلس هم په همدې اړه د پلټنو غوښته وکړه، خو قانع کوونکی دليل يې ونه موند، خو نور په دې عقيده ول چې د درمونت ټوله شتنمي ورکه شوه. 

ارسن لوپن وويل:

_خو د پارسي د سيمې ځمکه لا همداسې پاتې ده.

_دا ځمکه يوه دولتي مامور په ارزانه بيه واخيسته؛ دا مامور بروکت نومېږي، خو وروسته يې د کور دروازې وتړلې او تر کور يې سيمټې دېوالونه راوګرځول، کله چې د درمونت زوی شارل له زندانه را خلاص شو،  د بروکت پر ضد محکمې ته لاړ؛ دعوا يې وکړه، خو قضيه يې ونه ګټله. 

شارل په دولت کې له يوه لوړپوړې چارواکي مرسته وغوښته؛ بروکت د فشار له کبله راضي شو او د ډېرو پيسو په مقابل کې يې کور بېرته  شارل ته ور پرېښود. شارل  ډېر خوشاله و،  هومره چې د ټولو په مخ کې په نڅا راغی.

 شارل څوک نه لرل؛ مور يې د ډېر زړښت او خور يې د ناروغي له لاسه مړه شوي وو؛ ده له يوه زاړه خدمتګار  سره يواځې ژوند کاوه. کلونه تېر شول، خو په ١٨١٢ م کال کې يوه حيرانوونکې پېښه رامينځته شوه؛ د درمونت يوې پخوانۍ زړې خدمتګارې د ژوند په وروستيو کې شارل  ته  اعترا ف وکړ چې  درمونت د انقلاب په پيل کې له سرو زرو څو ډکې کڅوړې همدې  کور ته راوړې، خو کله چې ونيول شو، له زرو ډکې کڅوړې هم ورکې شوې. دا يې هم وويل چې دا لوی ګنج، په باغ کې  تر خاورو لاندې دی، خو دقيق ځای يې نه دی معلوم.

شارل او د هغه زاړه خدمتګار نيمايي باغ پر  بل مخ را واړاوه، خو نتيجه يې ورنه کړه. 

ارسن لوپن وويل:

_څه فکر کوې، د زرو دا کڅوړې به اوس هم په پاغ کې وي؟ 

_ نه پوهېږم، بروکت مې هم تر پايه سرمايه داره ونه ليد. فکر نه کوم چې هغه دې وړې  وي. 

_بيا؟

_شارل واده وکړ؛ د اولادونو خاوند شو، خو لا يې هم د سرو زرو له کڅوړو تمه نه ختله؛  ده به وخت ناوخته د لوی باغ ځينو سيمو ته بيلچې او کولنګان نيولي وو. يو وخت يې له ژنيو څخه د خور اولادونه  راغلل؛ هغوی هم د باغ په کېندلو کې مرسته ورسره کوله. 

شارل نا اميده شو؛ تمه يې وخته؛ دی ډېر وخت له کوره نه راووت، خو کله کله به د عادت خلاف په باغ کې ښکاره شو؛ تابلو به يې په لاس کې نيولې وه؛ کله به څا ته ودرېد او کله به يې هم په باغ کې دوره وخوړه. شارل به هر سهار پنځه نيمې بجې له خوبه را وېښېده؛ تل به په خپله کوټه کې و. دی په ١٨٢٠ کې مړ شو. 

موسيو والاندريه وټوخل او خبرې يې پرې شوې. 

ارسن لوپن وويل:

_د شارل له مرګه وروسته څه پېښ شول؟

 موسيو والاندريه غاړه صافه کړه:

_د هغه اولاده له تېرو شلو کالونو راهيسې په دې ګنج پسې ګرځي؛  په باغ کې يې يوه لوېشت ځای هم له اړولو پرته پرېنښود، خو څه يې ونه موندل؛ د شارل او د هغه د خور لمسيان اوس هم په کال کې يو ځل د اپرېل په پنځلسمه په همدې کور کې راټولېږي. لا يې تمه نه ده ختلې؛ کله کومه تيږه له ځايه را پورته کړي او کله هم څا ته ور کښته شي. له دې کورنۍ پاتې شوي کسان هر کال په همدې ورځ په همدې تاريخ  زاړه کور ته راځي؛ د ليونيانو غوندې حرکتونه کوي او د يوې غيبې پيښې په انتظار ناست وي. 

دوی د کال له پيل څخه  دا پرېل پنځلسمې ته په تمه وي؛ هيله لري چې په دې ورځ به يوه معجزه تر سره او د نيکه ګرانبيه خزانه به ومومي. په دوی کې له يوې ښځې پرته  نور ټول په غربت کې ژوند کوي؛ هر يوه يې د باغ خپله برخه خرڅه کړه، خو ټول په يوه اتفاق د زاړه کور  له پلورلو څخه ډډه کوي؛ دوی ته دا برخه  د زيارت په شان  مقدسه ده او په هېڅ صورت يې پلورلو ته غاړه نه ږدي. دوی په دې عقېده دې چې يوه ورځ به يې د نيکه خزانه له څا څخه راووزي. 

ارسن لوپن خپلو اوږو ته ټکان ورکړ؛ سګرټ يې ولګاوه؛  د دوکان مالک ته يې وکتل او ويې ويل:

_ښاغيله والاندريه! تاسو په دې اړه  څه فکر کوئ؟

والاندريه په خپلو ذره بيني عينکو سپين دسمال تېر کړ:

_زه په دې باور يم چې هيڅ هم نشته؛  هسې يې د يوې ليونۍ خدمتګارې په خبرو باور کړی؛  له بل لوري باغ ټول وکېندل شو؛  که خزانه وای، تر اوسه به راوتلې وه. 

ارسن لوپن دېوال ته وکتل:

_نو دا يورنګه تابلو ګانې څه مانا لري؟

نه پوهېږم، خو درمونت ښه رسام و؛  کټ مټ دې ته ورته  دوې  نورې تابلو ګانې يې هم انځور کړې وې. 

ارسن لوپن ولاړ شو؛  له دېواله يې تابلو را واخيسته؛  پر مېز يې کېښوده؛  په ځېر يې ورته وکتل.

والاندريه وويل:

_يوه يې همدا ده؛  بله يې د درمونت د يوې لمسۍ په کور کې راځړېږي او له درېيمې نه يم خبر. 

ارسن لوپن ماته وکتل، ويې ويل:

_په درېيو  تابلو ګانو يو تاريخ ليکلی، د اپرېل پنځلسمه!

والاندريه وويل:

_په ټولو تابلو ګانو ٢_٤_١٥ ليکل شوي دي؛ درمونټ  په ١٧٩٤ کال په همدې ورځ ونيول شو.

د ارسن لوپن شونډې وخوځېدې:

_دا په دې مانا ده چې د ٢ عدد…

 يودم غلی شو، والاندريه ته يې وکتل:

_له دې کورنۍ پرته بل چا د دې ګنج د پيدا کولو هڅه ونه کړه؟

_ولې نه! دې اوازې ټول ښار په سر واخيست؛  په ١٨٤٣ کې د موسيو توربون په نوم يوه مشهور دولتي مامور له دې قضيې سره دلچسپي وښوده؛ ده اتلس ځله په باغ کې کېندنې وکړې ؛  وروسته يې د دورمونت د کورنۍ د غړيو په خوښه فالبينان او جادوګران راوغوښتل؛  هغوی ژمنه وکړه چې دا ګنج به پيدا کوي، خو بريالي نه شول. بيا دا کور د دولت د بوديجې له پاره مهم وګڼل شو؛   دولت امر وکړ،که د درمونت له اولادې پرته کوم بل څوک  غواړې چې په همدې سيمه کې  کېندنې وکړې، دولت  ته بايد ټکس ور وسپاري. 

ارسن لوپن وويل:

_څومره؟

_د کېندنو د جواز له پاره لس زره فرانکه، خو که يې ګنج وموند، په دريو برخو کې به دوې برخې حکومت ته سپاري. له هغه را وروسته ډېرو  کسانو د ګنج له پيدا کولو سره علاقه ونه ښوده. 

ارسن لوپن جيب ته لاس کړ، ويې ويل:

_مهرباني وکړئ، دا يې هم لس زره فرانکه، هيله کوم، د دولت اجازه ليک راته واخلئ. 

والاندريه په حيرانۍ ورته کتل.

ارسن لوپن وويل:

 _يو بل کار هم وکړه! د درمونت د کورنۍ غړو ته ووايه چې راتلونکی کال د اپرېل په پنځلسمه په همدې کور کې زما په تمه ووسي. 

والاندريه وويل:

_ته ليونی يې، هلته هيڅ هم نشته؛  هسې اوازې دي. 

_خير، ته به خپله برخه کميشن واخلې. . 

والاندريه قلم ور واخيست او د پيسو د اخيستلو رسيد يې وليکه. کاغذ يې ارسن لوپن ته ونيو ويې ويل:

_هيله کوم، د پښيمانۍ په صورت کې بايد د اپريل تر پنځلسمې،  اته ورځې مخکې خبر راکړی، خو زه به تر بل اپرېله د درمونت وارثينو ته څه نه وايم؛  نه غواړم چې دې بېوزله خلکو ته د ګنج د پيداکولو بېځايه تمه پيدا شي. 

ارسن لوپن په خبره کې ور ولوېد:

_نه، همدا نن يې خبر کړه!  غواړم چې يو کال خوشاله و اوسي. 

دواړه د والاندريه له دوکانه راووتو؛  په کوڅه کې مې ارسن لوپن ته وويل:

_د ګنج په اړه په څه پوه شوې؟

ويې خندل:

_نه، يواځې يوه  ښکلې سرګرمي ده. 

_خو په دې سيمه کې سل کاله  کيندنې کېږي.

_د کيندنو پرځای بايد فکر شوی وای؛  زه د فکر کولو له  پاره ٣٦٥ ورځې لرم، خو که مې دا خزانه هېره شوه،ته به يې راپه يادوې. 

مياشتې ووتې؛ کله کله به مې د ورکې خزانې يادونه ورته کوله، خو ارسن لوپن داسې ښکارېده چې له دې موضوع سره  کومه دلچسپي نه لري؛  يو ځل  دوه _درې مياشتې ورک شو؛  نه پوهېدم چې چېرته تللی و او څه يې کول. يوه ورځ دخپلو ځينو کارونو د ترسره کولو له پاره افريقا ته لاړم؛  وخت ووت؛  له ارسن لوپن څخه مې هيڅ احوال نه درلود. کله چې بېرته فرانسې ته راغلم،  د دورمونت په اړه مې ځينې اطلاعات تر لاسه کړل؛  پوه شوم چې د درمونت لمسۍ ( زموږ ګاونډۍ ) څو کاله مخکې له يوه ځوان شتمن سړي سره نامزاده شوې وه، خو د ځوان کورنۍ په دې نامزادۍ خوښه نه وه؛ همدا علت و چې ځوان خپله نامزادي فسخه کړه او له يوې بلې شتمنې نجلۍ سره يې واده وکړ. 

همدا مالومات مې ارسن لوپن ته په يوه ليک  کې وليکل، خو هغه زما يو ليک هم نه ځواباوه. په دې نه پوهېدم چې ليکونه مې  ور رسېږي که نه! په هر صورت، د اپرېل پنځلسمه ورو ورو را نېږدې کېدله او په پای کې همدا ورځ راورسېده، خو د ارسن لوپن درک نه و.  د غرمې له ډوډۍ وروسته د  پارسي سيمې ته ورغلم؛ د کوڅې په سر کې مې څلورکاريګر ماشومان ولېدل چې د درمونت د زاړه کور مخې ته ولاړ ول.

 د يوې زړې ونې سيوري ته ودرېدم. د معاملاتو د لارښوني د دفتر مشر  والاندريه راغی؛  په مينه يې روغبړ وکړ، ويې ويل:

_ښه نو، ملګری دې لا تر اوسه نه دی راغلی؟

لنډ ځواب مې ورکړ:

_نه

والاندريه  ټوخي واخيست؛ ويې پړنجل، له لمره سيوري ته شو؛  ويې ويل:

_د درمونت د کورنۍ غړي مې لا پخوا خبر کړي وو؛  بېوزلو ته  تمه پيدا شوې ده؛  خو کاشکې مې نه وای ورته ويلي؛  ستا د ملګري درک نشته. 

د کور دروازه خلاصه شوه؛  ډله کسان ترې را ووتل؛ ټولو زړې جامې اغوستې وې؛  له څېرو نهيلي ښکارېدل؛  دوی تر موږ را تاو شول؛  د  ارسن لوپن په اړه يې پوښتنې کولې؛  هغوی ته مې وويل چې راځي، خو په زړه کې په خپله خبره شکي وم. 

زما ګاونډۍ وويل:

_که هغه رانه غی، بيا؟

مخکې تر دې چې  ځواب ورکړم، سوالګر بوډا وويل: 

_والاندريه ته يې لس زره فرانکه ايښي دي؛  که يې درک ونه لګېد؛  دا پيسې بايد موږ ته راکړي؛  په خپلو مينځو کې به يې ووېشو. 

خو دې خبرې يو هم خوشاله نه کړ؛  په څېرو کې يې نا اميدې له ورايه ښکارېدله. 

وخت ووت؛  دوو  ډنګرو ميرمنو دېوال ته خوار ولي ولګول؛  خيرن چاغ سړی عصباني و؛  وروسته يې غوسه له کنټروله ووته؛  له خولې يې لاړې باد شوې، ويې ويل:

_دې احمق سړي پر موږ ملنډې ووهلې؛  له کاره او غريبۍ يې وايستلو؛  په اوله ورځ لا پوهېدم چې دروغ وايي. 

بيا يې په غوسه ماته وکتل؛  تر خولې يې سپکې سپورې  راووتې او غلی ودرېد. 

د موټر سايکل غږ راغی؛  غږ په چټکی سره را نږدې کېده؛  ورمېږونه کاږه شول؛  يو څوک پر موټرسايکل سپور و؛  جامې او څېره يې په خاورو ککړه وه؛  په موټرسايکل پسې ليکه دوړه ښکارېدله. 

موټر سايکل نږدې ودرېد؛  سړي ته مې په ځير وکتل؛  اه خدايه! ارسن لوپن و؛  زړې او شکېدلې جامې يې اغوستې وې؛  څېره يې له دوړو  نه پېژندل کېدله. 

والاندريه زما غوږ ته خوله رانږدې کړه:

_غلط شوی خو به نه يم؟ 

ارسن لوپن يې خبره واورېده؛  ويې خندل؛  مخکې راغی؛  ويې ويل:

 _نه، يواځې برېتونه مې خرېيلي دي؛ ذهن دې سم کار کوي. 

لاس يې راکړ؛  وروسته يې له جېبه يو کاغذ را وايست:

_ښاغليه والاندريه! دا يې هم د پيسو رسيد. 

بيا يې يوه ماشوم ته وويل:

_هله، له ښاره يو کرايي موټر راوله!

ماشوم حيرانې سترګې ورته نيولې وې. 

ارسن لوپن خپل ساعت ته وکتل؛  يو دم يې چيغه کړه! 

_هله نو، ژر؛   وږی يم، له تندې مې ستونی وچ دی. يواځې پنځلس دقيقې وخت لرم. 

هلک منډه واخيسته؛  زاړه ګدا ارسن لوپن ته  د وچې ډوډۍ  څنډه  ونيوله؛  ارسن لوپن دېوال ته کېناست؛  پر کلکه ډوډۍ يې غاښونه ټينګ کړل؛  په ډکه خوله يې وويل:

_بښنه غواړم؛  په لاره کې ريل له پټلۍ ووت ؛  پنځلس نفره مړه شول؛ اړ وم چې له زخميانو سره مرسته وکړم؛  وروسته مې همدا زوړ موټرسايکل کرايه کړ؛ تر دې ځايه مې ځان راورساوه. ښاغليه والاندريه! هېله کوم  دا موټرسايکل د هغه خاوند ته وسپاره؛  نوم يې  د موټرسايکل پر ټانکی ليکلی دی…

 ارسن لوپن خبرې کولې او له حاضرينو يې د ناوخته راتګ له امله بښنه غوښته.  وروسته يې  يودم وويل: 

_اه! موټر راغی. 

ساعت ته يې وکتل:

_وخت تېر دی. 

ټولو په حيرانۍ ارسن لوپن ته کتل؛  ډاډه وم، هغه باور چې ما پر ارسن لوپن درلود نورو نه ورباندې کاوه. 

شېبه وروسته ټول انګړ ته لاړو؛  څا ته ور  نږدې شوو؛ څا ته نږدې لويه تيږه وه؛  تيږه تر ډېره د انسان  هغه مجسمې ته پاتې کېدله  چې پر ملا کړوپ وي او پر اوږو يې يو مرمرين  لوښی نيولی وي. په لوښې کې غشي ته ورته ډبرين تير ښکارېده.

تيږه زړه وه؛  د وخت په تېرېدو سره يې رنګ بدل شوی و او په هغې کې نقاشي شوي خطونه سم نه ښکارېدل. 

ارسن لوپن  يوه دقيقه تيږې ته وکتل؛  وروسته يې ورو وويل:

_هيله کوم  يوه چاړه راکړئ!

چاغ ګردي سړي له جېبه تېره چاقو را وايست. 

ارسن لوپن لومړۍ خپل ساعت او بيا غشي ته وکتل؛ شېبه وروسته د غشې د سيوري څوکه د تيږې پر لاندينۍ برخه ولګېده؛  ارسن لوپن هماغه ځای ته چاقو سيخ کړ؛  په احتياط يې راشنه شوي واښه ليرې کړل؛ يو درز پيدا شو؛ دوې ګوتې يې ور وغځولې؛  يو کوچينی شی يې را وايست؛  په دسمال يې پاک کړ؛   لمر ته يې ونيو؛ په ځير ځير يې ورته وکتل، ويې ويل:

_ښاغليه والاندريه، دا درسره وساته.

والاندريه رېږدېدلی لاس ور وغخاوه.

ارسن لوپن وويل:

_د الماسو يوه وړه ټوټه ده. 

ټولو يو بل ته وکتل؛  په څيرو کې يې خوښي ور ټوله شوه. 

ارسن لوپن په احتياط د چاقو څوکه تر تيږې لاندې کړه؛  چاک  لوی شو؛  لومړی يې يو کوچينۍ الماس وموند او وروسته يې له هماغه ځايه د الماسو نورې شپاړس  ټوټې را وايستلې. 

د درمونت د کورنۍ د غړو سترګې رډې راختلې وې، خو يوه هم څه نه ويل؛  په ځير ځير  يې د ارسن لوپن ګوتو ته کتل. 

خو چاغ خيرن سړی بې صبره شو؛  له خوشالی ډکه ناره يې تر خولې راووته!

_اه خدايه! شکر.

دوې ډنګرې خويندې له ډېرې خوشالي بې هوښه شوې؛  بوډا سوالګر دعاوې کولې. ..د وړو_ زړو سترګې له اوښکو ډکې وې. ما هم په حېرانۍ تر مجسمې لاندې جوړ شوي درز  ته کتل، خو کله مې چې مخ  واړاوه، ارسن لوپن نه و. 

په دوهمه ورځ مې خپل کور ته نږدې په يوه قهوه خانه کې  وموند. 

لومړۍ پوښتنه مې دا وه:

_تا په خزانه کې يوه برخه حق درلود.

ويې خندل:

_د درمونت  بېوزلو وارثينو ترما ډېره اړتيا ورته درلوده. 

_خو څنګه دې داخزانه پيدا کړه؟

ارسن لوپن د قهوې پيالې ته لاس ور وغځاوه:

_اسانه وه، بس لږ فکر يې غوښت. درمونت په درېيو تابلوګانو يو تاريخ ليکلی و؛ زوی يې شارل په زړښت کې عصبي شو  او د لېونتوب حمله ورباندې راغله؛ دهغه د ناروغي په اړه مې يو رواني ډاکټر وپوښت؛  را ته ويې ويل،  چې دا ناروغي پر اعصابو ناوړه اغېزه پرېږدي او تېر يادونه له ذهنه  باسي. د شارل  په ذهن کې به د خزانې د پټېدو ځای د خوب په څېر ور ګرځېده، خو دی نه پوهېده چې پلار يې خزانه  چېرته پټه کړې وه. 

د هغه يو زوړ خدمتګار راته وويل چې شارل به د ژوند په وروستيو کې هر کال د اپرېل په پنځلسمه تر څا  راګرځېده، فکر مې وکړ د تابلوګانو تاريخونه مې ذهن ته راغلل؛ پوه شوم چې ټول راز څا ته نږدې په همدې ډبرېنه مجسمه کې دی. 

ومې ويل:

_نو څنګه پوه شوې چې د غشي سيوری به په دوو بجو د مجسمې پر هغه  درز  لوېږې ، چې تر لاندې يې خزانه پرته وه؟

ارسن لوپن له قهوې څخه غوړپ وکړ، ويې ويل: 

_د تابلو ګانو په تاريخ کې ٢ ليکلي وو؛ فکر مې وکړ  د دوو بجو مانا مې ترې واخيسته؛ په دې مانا چې لمر راګرځې او د اپريل په پنځلسمه دوه بجې به د غشي سوری د مجسمې پر هغه ځای لوېږې چې تر لاندې يې خزانه پرته ده. 

_خو اوازې وې چې درمونت له طلا ډکې کڅوړې درلودې؟

_درمونت له دولت سره مخالفت درلود؛سره زر ډېر وو؛ د اسانه  پټولو له پاره يې د الماسو په اتلسو قيمتي ټوټو بدل کړل؛  پټولو يې ډېر ځای نه نيو. کله چې دولتي مامورين د هغه د نيولو له پاره کور ته ورغلل، سړی وارخطا شو؛ په بيړه د باندې ووت او الماس يې د همدې مجسمې په يوه  درز  کې کېښودل. فکر مې وکړ، په سل کاله کې سلګونه خلک يوې خواته روان ول؛ ټول باغ يې  پسې وغوښت. زه د هغوی په مخالفه لاره لاړم؛ نوې لار؛نتيجه مې واخيسته، ځکه د سرو زرو د کڅوړو پټېدو وخت غوښت؛ ځمکه ورته کېندل کېده، خو د  والاندريه په خبره درمونت په پنځو دقيقو کې بېرته کوټې ته راغلی و؛ وپوهېدم چې د پټېدو شی بايد ووړ وي، دومره چې په پنځو د قيقو کې پټ شي. يوه بل ټکي ته مې هم پام شو؛ هغه وخت د اپرېل پنځلسمه د ماسپښين دوې بجې وې؛ ده هم د غشې سيوری په نښه کړ؛ دا سيوری همدې درز ته سيخ و. 

ارسن لوپن غلی شو، ويې وخندل،  ويې ويل:

_خو پوښتنه دې ونه کړه چې په دا سل کاله کې دا الماس ولې پيدا نه شول؟

په پوښتونکي نظر مې ورته وکتل. 

ويې ويل:

_د خلکو په مينځ کې د سرو زور د کڅوړو اوازه ګډه وه؛ ډېر ځای يې نېو؛دوی ځمکه پسې اړوله؛ په حقه ول؛ د سرو زرو ډکې کڅوړې به د مجسمې په يوه درز  کې څنګه ځايدلې! 

د پاتريس بلوال کيسه همدومره وه. يوه شېبه غلی شو؛ وروسته يې فرانسوا او د هغې مور ورونيک ته مخ ور واړاوه:

_ارسن لوپن زړه سوانده انسان دی؛ ده له ډېرو بېوزله خلکو سره مرسته کړې؛ د  دولت غلا شوې خزانې او رازونه يې بېرته دولت ته ورسپارلې دي، خو هېڅوخت مننې ته نه دی ماتله شوی. 

ورونيک وويل:

_ارسن لوپن اوس چېرته لاړ؟

دم ګړۍ خو يې د افريقا نيت درلود، خو هغه مرموز انسان دی؛ په پلان يې څوک نه پوهېږي؛  ډاډه يم  چې  له تاسو څخه به د ليک په واسطه احوال واخلي. 

پاتريس بلوال غلی شو؛ استفان ته يې وکتل؛ د هغه سر ځوړند و؛ داسې لکه په ژور سوچ کې چې ډوب وي. پاتريس بلوال د ورونيک  پر اوږه لاس کېښود، ويې خندل:

_تمه لرم چې د ارسن لوپن وړاندېز ومنئ! د ګډ ژوند له پاره تر استفان ښه انسان نه شې  موندلی. 

ورونيک وويل:

_له استفان څخه نه بېلېږم؛ زړه مې دی چې درې واړه، زه، استفان او فرانسوا انګلستان ته لاړ شو او يو څه وخت په ارامه تېر کړو. 

پاتريس بلوال پوه شو چې ورونيک او استفان په انګلستان کې واده سره کوي. ټولو ته يې لاس ور کړ او له انګړ ووت.

١٤_حيرانونکی مساپر

کال ووت؛ يوه ورځ  ارسن لوپن  رېل ته وخوت؛ نيت يې و چې د سن د سيند په ساحل کې خپل  ملګري وويني، خو د قطار تر حرکت مخکې څو ځوانان رېل ته ور پورته شول؛ سګريتونه يې لګولي وو او يو بل ته يې په ټوکو کې سپکې سپورې ويلي. ارسن لوپن ته دا حالت د زغملو وړ نه و؛  بکس يې ور واخيست او دوهمې کوپې ( د رېل کوټې ) ته ورغی؛ په کوپه  کې  يوه ميرمن او يو سړی ولاړ و؛ ارسن لوپن په لومړي نظر  دا مېرمن  وپېژندله؛ يو وخت يې ګاونډۍ  وه، خو ارسن لوپن د هغې له سترګو څخه وپوهېده چې دې کوپې ته د ده  په راتلو خوښه نه ده؛ ښځې بېرته  مخ واړاوه او له سړي سره په خبرو بوخته شوه. ارسن لوپن غلی ودرېد؛ شېبه وروسته يې يو ځل بيا ښځې ته وکتل،  خو دا ځل  د هغې پر سرو شونډو موسکا پرته وه. 

سړ ي په لوړ غږ وويل:

_اه ګرانې، زه بايد لاړ شم. 

دا يې وويل؛ د ښځې مخ يې ښکل کړ او په بله ايستګا کې له رېله کښته شو. 

ناڅاپه د شور او زوږ غږ راغی؛  يو سړی کوټې ته راننوت؛ ګاونډۍ چيغه کړه؛ ارسن لوپن په بيړه ور وکتل؛ د ښځې په څېره کې وېره پرته وه. ارسن لوپن ډارن سړی نه و، خو نوی راغلی کس په ظاهره ډېر با ادبه ښکارېده. دې سړي ښکلې دريشي او منظمه نيکټايي درلوده؛ لاسونه يې په قيمتي دستکشو  پټ ول. 

دا سړی شناخته ورته وايسېد؛ پر ذهن يې  فشار راووړ، خو  کومه نتيجه يې وانه خيسته. کله چې يې دوهم ځل ګاونډۍ ميرمنې ته وکتل د هغې رنګ  تر پخوا زيات الوتی و؛ سترګې يې رډې راختلې وې او پرته له دې چې له نوي راغلي سړي څخه سترګې واړوي، په بکس کې يې څه لټول… وروسته يې بکس پر خپل ټټر پورې ټينګ ونيو؛ له ارسن لوپن سره يې سترګې وجنګېدې؛ ارسن لوپن د ښځې  په سترګو کې پروت وحشت، پوښتنې ته اړ  کړ:

_ميرمنې!  خوښه مو نه ده چې کړکۍ خلاصه کړم؟  تازه هوا به مو پريشاني ليرې کړي.

ښځې نوي راغلي سړي ته اشاره وکړه؛ ارسن لوپن په سترګو کې  وپوهوله چې مه وېرېږه! زه درسره يم. 

ناپيژانده سړي لومړی ارسن لوپن او بيا ښځې ته وکتل او د کوپې په کونج  کې غلی ودرېد. درې واړه غلي وو؛ يواځې پر پټلۍ د رېل د تېرېدو  غږ راته؛ کله کله به د څنګ له کوپې د مستو او بې تربيه ځوانانو  خندا راغله. 

ګاونډۍ ميرمنه ارسن لوپن ته ورنږدې شوه  په وېره يې وويل:

_دا سړی پېژنې؟

_نه

_ارسن لوپن دی!

ارسن لوپن ته  خندا ورغله،  ويې ويل:

_امکان نه لري؛ارسن لوپن د يوه جرم په تور ونيول شو؛ يوه اوونۍ مخکې يې محکمه وه؛ په خپله مې واورېدل؛ شل کاله قيد ورباندې ختلی دی. 

د ښځې په تندي کې ګونځې پيدا شوې:

_پر ما باور ولره؛ خاوند مې په عمومي زندان کې وظيفه لري؛ ويل يې چې ارسن لوپن وتښتېد. 

_که داسې وي،  ريل له پوليسو ډک دی، ولې يې نه نيسي؟

_د دې سړي وارخطا راتګ له پوليسو څخه د هغه د تېښتې مانا ورکوي. 

ارسن لوپن  ته د ښځې خبرې احمقانه ښکاره شوې، ويې ويل:

_غم مه کوه! که ستا خبره رښتيا وي، په همدې کوپه که به يې ونيسي. 

غلی شو؛ نوي راغلي سړي ته يې کتل؛ نيمايي څېره يې په خولۍ کې پټه وه. ښځې ته يې وويل:

_نو تاسو ولې وېرېږئ؟

ځواب يې وانه ورېد. 

يو ماشوم راغی؛ په لاس کې يې اخبارونه وو؛ ارسن لوپن پيسې  ورکړې؛ يو اخبار يې  ترې واخيست او مهم عنوانونه يې تر سترګو تېر کړل؛ د ارسن لوپن  په اړه هېڅ هم نه و ليکل شوي. 

تېره شپه يې تبه وه؛ سترګې يې نه وې پتې کړې ؛  خوب ورته، ځکه  چپرکټ ته وخوت. 

ښځي په وېره وويل:

_تاسو بايد ويده نه شئ. 

ارسن لوپن سترګې پرانيستې؛  ښځې اخبار ور واخيست؛  په ځير ځير يې ورته وکتل؛  بېرته يې پر چپرکټ کېښود. 

ارسن لوپن  وويل:

_خو ماته خوب راځي. 

يوه شېبه يې د رېل له کړکۍ څخه د باندې وکتل؛  ولاړې ونې او شنه فصلونه په چټکۍ سره شاته پاتې کېدل؛ وروسته يې سترګې پټې کړې؛  فکرونو په مخه کړ؛ ارسن لوپن ته د ښځې خبرې حيرانونکې وې؛ دې ښځې اصلي ارسن لوپن نه پيژانده، خو ولې يې پر بل چا د ارسن لوپن شک راغلی و او له  ارسن لوپن څخه 

په  څه خاطر وېرېدله! وروسته دې نتېجې ته ورسېد چې ښځه روحي ستونزه لري او  چټياټ وايي. 

يو ناڅاپه يې پر سينه فشار راغی؛  په بيړه يې سترګې رڼې کړې؛  نا پيژانده سړي تر ستوني نيولی و.  ګاونډۍ ته يې وکتل، تندی يې ويني و. 

ارسن لوپن د ځان د خلاصولو هڅه وکړه، خو سړي پياوړې ګوتې درلودې؛  ارسن لوپن په سختی سا اخيسته. 

سړی پوه شو چې که يوه دقيقه نور هم د ارسن لوپن ستونی همداسې ټينګ ونيسي، نو مړينه يې حتمي ده، ځکه يې ستونی پرېښود، خو  په ډېره چټکۍ سره يې د ارسن لوپن تر لاسونو پړی تاو کړ؛ ارسن لوپن د ځان د ژغورلو هڅه کوله چې پښې يې هم وتړل شوې. 

د ارسن لوپن په زړه کې ور تېره شوه:

_اه! دا سړی تر ما هم چټک دی. 

سړي له خپل جېبه پلستر را وايست او د ارسن لوپن خوله يې ور وتړله. وروسته يې د ګاونډۍ بکس له  غولي راپورته کړ؛  په بکس کې پراته ګران بيه جواهرات او قيمتي غمي يې په خپل جېب کې واچول. 

ښځې په زحمت سترګې خلاصې کړې؛  په بيړه يې له خپلو لاسونو بنګړي را وايستل او د سړي پښو ته يې ور وغورځول.

سړی ټيټ شو؛  په ډېرې خونسردۍ يې يو يو بنګړی  جېب ته کړ.  ښځې ته ور نږدې شو؛  پر هغې دوهم ځل د بې هوښۍ حمله راغله.  سړي سګريټ ولګاوه؛ يو يو غمۍ يې سترګو ته ونيو؛ وروسته يې د ارسن لوپن جيبونه وپلټل؛دولس زره فرانکه او د هغه د ياداښت کتابچه په ګوتو ورغلل.

 ارسن لوپن پيسو ته نه و خواشينی،  له بل څه وېرېده. ارسن لوپن څو مياشتې مخکې پوليسو د غلا په تور ونيو، خو دا غلا ده نه وه کړې؛ دولت بهانه غوښته؛ په محاکمه کې يې د ارسن لوپن پخوانۍ دوسيې را برسېره کړې؛ قاضي مجرم وپيژاند او شل کاله قيد ورباندې وخوت، خو يوه اوونۍ مخکې له زندان څخه وتښتيد. ارسن لوپن دومره وخت ونه موند چې په سمه توګه خپله څېره بدله کړي، خو بيا هم ښه و، په ښار کې يې يو شناخته سړي ته سلام ور واچاوه، هغه ونه پيژاند، خو پوليسو هڅه کوله چې ارسن لوپن ونيسي. 

ارسن لوپن مجبور شو چې له يوه جعل کاره ملګري مرسته وغواړي؛ هغه هم په جعلي نوم د مدافع وکيل يو کارت ورته جوړ کړ. دې کارت مرسته ورسره وکړه چې تر رېله پورې ځان را ورسوي، خو زړه يې دربېده؛ پر سړک، مغازه، رېل  او هر ځای کې خلکو د ارسن لوپن د تيښتې په اړه خبرې کولې. تر ټولو بده لا دا چې  اوس  پر يوه چپرکټ پورې تړلی و، ژر ، يا ناوخته، بس!  د پوليسو له پاره تياره ګوله وه،  هغه يې لاس تړلی نيولی شوای. 

ارسن لوپن يوه بله اندېښنه هم درلوده؛  غل په راتلونکي تم ځای کې له کوپې څخه کښته کېده؛ بې هوښه ښځه په سد راتله؛ چېغې يې وهلې اوپوليس يې مرستې ته را بلل؛ د ده نيول کېدل حتمي وو. 

له ځان سره يې وويل:

_کاشکې دا غل د ښځې خوله هم ور وتړي، خو غله بې غمه خپل سګرټ څکاوه او له کړکۍ څخه يې له ښکلو منظرو خوند اخيست. وروسته يې د ارسن لوپن د ياداښت د کتابچې پاڼې واړولې؛ ښځې ته يې وکتل؛داسې ورته  واېسېده لکه ځان چې يې په بې هوښۍ اچولی و،  ځکه کله کله به يې د سګرټ د لوګي له لاسه له خولې ورو ټوخی را ووت. 

رېل تېز و؛ له لېرې د ټکټ ورکونکې چيغې راتلې:

_د ارش د پله  تم ځای را نږدې دی، کوزېدونکي مساپر دې تياری ونيسي.

غل يو ناڅاپه په  چټکو ګامونو د دوی خواته  ور نږدې شو؛ ښځې چېغه کړه او دا ځل په رښتيا بې هوښه شوه. 

غل د رېل  کړکۍ ته ودرېد؛ په بيړه  يې د ارسن لوپن  بالاپوښ واغوست. 

رېل د سن له سيند څخه د تېرېدو په حال کې و؛ غله خپلې پايڅې ور پورته او کړکۍ يې خلاصه کړه. ارسن لوپن له ځان سره وويل:

_احمق نه پوهېږې چې له دومره تېز رېل څخه ځان اچول مرګ دی. 

رېل په اوږده تونل کې ننوت؛ تياره شوه؛ د ارسن لوپن سترګې رډې راوختې؛ سړي له کړکۍ څخه خپلې پښې ايستلې وې. 

تياره، د رېل لوګی  او پر پټلۍ باندې د رېل د تېرېدو تېره غږ، اه! مرګ حتمي و، خو د رېل سرعت يودم ورو شو. ارسن  لوپن نه پوهېده چې تونل د ترميم په حال کې دی، خو غله مخکې له مخکې دا فکر کړی و؛ ده ته مالومه وه چې په دې تونل کې کارېګر کار کوي او د رېل سرعت به کمېږي. 

غله ټوپ کړل او په تياره کې ورک شو. 

ريل له تونل څخه ووت؛ ساړه باد کوپې ته راغلی لوګی ور سره يووړ؛  رېل په يوه شنه دره کې روان و؛  ارسن لوپن پوهېده چې يو بل تونل هم نږدې دی. دا وخت ساړه شمال ښځه په هوښ راوسته؛  لومړی يې په خپلو جواهراتو پسې سترګې وغړولې، خوتمه يې وخته، بيا يې د ارسن لوپن له خولې پلستر ليرې کړ. 

ښځې په بيړه وويل:

_د خطر زنګ ووهم؟

ارسن لوپن وخندل:

_نه، دا کار به دی په خپل وخت کړې و. 

_خو وېرېدم، وژلم يې. 

غلې شوه، وروسته يې يودم وويل:

_اوس دې باور وکړ چې دا غل ارسن لوپن و؟

ارسن لوپن ويل:

_پوليس به يې پيدا کړي او تاسو به بېرته خپل جواهرات تر لاسه کړئ. 

ښځې سړه سا واېسته:

_امکان نه لري؛ ارسن لوپن داسې څوک نه دی چې په اسانۍ ونيول شي. 

ارسن لوپن وويل:

_مېرمنې، غوږ ونيسه، کله چې رېل ودرېد، پوليس را وغواړه ورته ووايه چې ارسن لوپن دې په خپلو سترګو وليد؛  هر څه يې درنه يووړل او په تونل کې يې ځان له رېله وغورځاوه. نښه يې تور بلاپوښ دی چې په لستوڼو کې يې اسمانې رنګه شنې ليکې تېرې شوې وې. 

ارسن لوپن غلی شو؛ دی په دې فکر خوشاله و، ځکه چې  د پوليسو پام په بله اوښته.

رېل ورو ورو تم ځای ته نږدې کېده؛  ښځه په فکر کې ډوبه وه.  وروسته يې د ارسن لوپن په غږ جټکه وخوړه:

_پوليسو ته زما نوم هم ووايه! موسيو برلات… ورياده کړه چې ما پيژنې؛  په دې توګه به زه هم شاهدي ورکړم؛  پوليس به ارسن لوپن ونيسي او ته به بېرته د خپلو جواهراتو خاونده شې. 

ريل لا درېدلی نه و، چې ښځې چيغې کړې!

_د خدای له پاره، تبا شوم، هر څه يې رانه يو وړل.

څو پوليس راغلل؛  ښځې يواځې د ارسن لوپن نوم اخيست؛  ويل يې چې زما نوم ورودن او د زندان د معاون ميرمن يم؛  ارسن لوپن غلا رانه وکړه. 

يو چاغ سړی راغی؛ ارسن لوپن يې له  دريشۍ پوه شو چې د پوليسو مشر دی. د پوليسو مشر ښځې ته مخ ور واړاوه:

_ډاډه يې، په خپله ارسن لوپن و؟

_هو، په خپله و. 

_اوس چېرته دی. 

_د سن سيند ته نږدې يې له رېله ټوپ کړل. د تونل شمالي برخه وه. 

غلې شوه؛ خپلې اوښکې يې پاکې کړې ويې ويل:

_تور بالاپوښ يې پر تن و؛  په لستوڼو کې يې شنې ليکې تېرې وې. 

د پوليسو مشر خپلو ملګرو ته مخ ور واړاوه:

_د ښځې خبرې سمې دي. 

ارسن لوپن  سړه سا  واخيسته؛  يو پوليس ورغی او د هغه لاس او پښې يې خلاص کړل. 

ارسن لوپن د پوليسو د مشر تر مخ ودرېد، ويې ويل:

_ښاغليه! دا سړی ارسن لوپن و؛  بيړه وکړئ، نيولی يې شئ؛  که غواړی نو زه به هم مرسته درسره وکړم.

د پوليسو مشر څه ونه ويل؛  ارسن لوپن شېبه وروسته د رېل د رييس په دفتر کې و. ګڼ کسان ترې را تاو ول. 

ارسن لوپن ته دا ځای خطر ناک مالوم شو؛  هڅه يې کوله چې له ګڼې ګوڼې ځان وباسي، خو د پوليسو مشر يې تر څنګ ولاړ و. د پوليسو مشر په دوهم ځل د تحقيق غوښتنه وکړه، خو ارسن لوپن وويل:

_ښاغليه! وخت مه  ضايع کوه بس، يو موټر راوغواړه او غل ونيسه.

د پوليسو مشر وويل:

_دوه تنه مې د ارسن لوپن په پيدا کولو پسې ليږلي دي. 

ارسن لوپن حيران شو:

_څه وخت؟

_لږ مخکې؛ پر بايسکلو لاړل؛ ډاډه يم، ارسن لوپن نه شې ترې تښتېدلای. 

ارسن لوپن خپلو اوږو ته ټکان ورکړ، په بې اعتنايي يې وويل:

_فکر نه کوم چې مامورين دې د ارسن لوپن په نيولو بريالي شي؛  هغه هم پر بايسکلو. 

_ولې؟

_دا  د موټر کار و؛  ارسن لوپن به اوس تر ليرې رسېدلی وي.

د پوليسو مشر وخندل:

_زموږ د مالوماتو له مخې ارسن  لوپن د روين سيمې ته ځي، همالته به يې ونيسو.

_فکر نه کوم. 

_پروا نه کوي؛  هر چېرې چې وي. موږ يې نيسو. 

ارسن لوپن وويل:

_داسې ښکارې  چې د يامين سيمه يې هدف دی.

د پوليسو مشر په حيرانۍ ارسن لوپن ته وکتل:

_ته له کومه پوهېږې؟

_په کوپه کې يې همدا ويل؛  ما په خپله وليد؛  له جېبه يې د رېل د حرکت ليست را وايست او د رامين سيمه يې په نښه کړه.

د پوليسو مشر ارسن لوپن ته وکتل، خو دا کتل يې اوږده وو؛  د ارسن لوپن زړه ولړزېد؛  له ځان سره يې وويل:

_شک يې نه وي کړی!

 يودم  يې وخندل:

_دوولس زره فرانکه ډېر شی دی؛  ټوله سرمايه مې ده؛  د غله نيولو ته بيړه لرم. که خپل دوه نفره همکاران  را سره ولېږئ، نو د ارسن لوپن د نيولو ډېر چانس لرو، ځکه ماته هغه سيمه مالومه ده. 

مخکې تر دې چې د پوليسو مشر څه ووايي ګاونډۍ د ارسن لوپن  خبرې تصديق کړې:

_ښاغليه دا سړی  موسيو برلات نوميږي؛  اطميناني شخص دی؛ زموږ د دواړو غلا شوې؛  د هغه خبره ومنه.

د پوليسو مشر به د زندان د مرستيال د ميرمنې د غوښتنې په مقابل کې څه ويل!  هېڅ، ځکه يې په ډېره مينه  د ارسن لوپن پر اوږه لاس کېښود، ويې ويل:

_موسيو برلاته! که د دې غله په نيولو بريالی شوې، قانون به دې تل پوروړی وي. خوشاله يم چې د ارسن لوپن د نيولو له پاره دومره زړه کوئ. 

د پوليسو مشر ارسن لوپن تر  لاس ونيو، يوه موټر ته يې ودراوه؛  د ماول او کاستون په نومونو يې دوه تنه پوليس ور وپېژندل او ويې ويل چې دا دوه پوليس د ده په خدمت کې دي. 

موټر حرکت وکړ؛  څومره چې د رېل له سټيشن څخه لېرې کېده  په هماغه اندازه د ارسن لوپن زړه ته ډاډ ور لوېده. موټر په شنه دره کې ګړندی روان و؛  ارسن لوپن د ازادۍ احساس کاوه؛  ده د دې دوو دولتي مامورينو په مرسته ډېر څه کولای شوای. 

حيرانوونکې وه؛  ارسن لوپن د ارسن لوپن په نيولو پسې ته!!

وروسته يې دواړو پوليسو ماول او کاستون ته وکتل؛  په زړه کې يې له هغوی مننه وکړه، اه! که دا دوه پوليس نه وای،نو د تلاشي له پوستو به څنګه تېرېده. خو کار نه و خلاص، غل يې بايد موندلی وای؛ له هغه سره يې پيسې او مهم اسناد ول. ارسن لوپن نه غوښتل چې نور څوک يې په رازونو پوه شي. 

نيم ساعت وروسته د دارنتال سيمې ته ورسېدل؛  د پوليسو په مرسته يې مالومه کړه چې د تور بالاپوښ لرونکي کس د امين د سيمې ټکټ اخيستی دی. 

ماول  وويل:

_د امين رېل نولس دقيقې وروسته د بوستي په سټيشن کې د لنډ وخت له پاره درېږي، که ور ونه رسېږو، رېل سرعت نيسي او د پاريس خواته ځي. 

ارسن لوپن وويل:

_تر هغه ځايه څومره لار ده؟

_درويشت کيلو متره.

ارسن لوپن خپل لاسي ساعت ته وکتل:

_درويشت کيلو متره او نولس دقيقې. 

موټر حرکت وکړ؛  تېز ته؛  يو ځای لاندې په دره کې  له شنو ونو د رېل تور لوګی راووت؛ لاره خلاصه وه؛  موټر په سلو کې روان و.  

د رېل تر حرکت مخکې سټيشن ته ور ورسېدل. په بيړه يې ټولې کوپې ولټولې؛  د غله درک نه و. 

د سټيشن رييس راغی، دووپوليسو خپل کارتونه ور وښودل، خو د رييس يوې خبرې نهيلي کړل؛  هغه  د رېل د يوه کارکونکې له خولې ورته وويل چې د رېل تر درېدو مخکې يوه سړي له رېله ټوپ کړل او په ګڼو ونو کې ننوت. 

ارسن لوپه په غوسه چيغه کړه!

_غله  د پوليسو موټر ليدلی و. 

د ستيشن رييس وويل:

_که دوه سوه متره شاته لاړ شۍ، د غله پلونه به په اسانۍ سره ومومئ. 

خبره يې سمه وه؛  پلونه روښانه ښکارېدل. 

ارسن لوپن يوه پوليس ته شاره وکړه؛  هغه په ګڼو ونو کې ننوت، خو ډېر ژر يې  چيغه کړه، ارسن لوپن او بل پوليس منډه ور  واخيسته؛  لومړي پوليس په ستړې سا وويل:

_هلته وګورئ!  غل تر دېوال واوښت. 

ارسن لوپن په بيړه مخ ور واړاوه؛  د غله د بلالپوښ ژۍ تر دېوال پټه شوه، خو ده غوښتل چې په يواځې ځان غل ونيسي، دی وېرېده چې د غله په جيب کې يا داښتونه به پوليس وپوهوي چې اصلي ارسن لوپن څوک دی.

 ويې ويل:

_ښاغلی ماسول!  تاسو کيڼ لوری وڅارئ! کاستون به هم ښۍ خواته لاړ شي، په دې توګه به غل د تېښتې  لار ونه لري. 

يوه شېبه غلی و ، بيا يې  شاوخوا  وکتل، ويې ويل: 

 _که مې مرسته غوښته، تاسو به خبر کړم. 

ماسول او کاستون هر يو يوې خواته لاړل؛  ارسن لوپن په احتياط څانګې ليرې کړې؛  د ځنګل دا برخه ګڼه وه؛  د څانګو له لاسه کړوپه ملا روان و. ځای ځای به يې  ځمکې ته کتل،خو  په مرطوبه ځمکه او ژېړو رالوېدلو پاڼو کې د غله پلونه نه ښکارېدل. ارسن لوپن له غونډۍ کښته شو، يو ځای ړنګه وړه  کوټه ولاړه وه. 

ارسن لوپن په احتياط ورغی؛  غل په ړنګو دېوالونو کې ولاړ و . پيسې يې شمېرلې؛  ارسن لوپن ټوپ کړ؛ غله توپانچه ور واړوله، خو د ماشې د کشولو وخت يې ونه موند. پړمخې  پرېووت، تر څو  چې يې لاسونه ښورول، دروند سوک يې ژامه يوې خواته کږه کړه؛  ارسن لوپن وويل:

_ګرانه ملګريه!  زه ارسن لوپن يم؛  څه چې دې غلا کړې دي را ويې سپاره! ژمنه کوم  پوليس نه  خبرېږې. 

غله په حيرانۍ ورته کتل…ارسن لوپن وويل:

_سم نه وايم؟

غله وويل:

_سم وايې. 

غل يې پرېښود؛  هغه په  پښو ودرېد، خو په چټکۍ سره يې له جېبه تېره چاړه را واېسته؛  ارسن لوپن څنګ بدل کړ؛  د غله لاس ېي ونيو؛ زنګون يې د غله تشي ته سيخ کړ؛   غله اخ کړل او پر  ځمکه پرېووت. ارسن لوپن د هغه پر  ټټر کېناست، ويې ويل:

_په مهربانۍ پوه نه شوې! 

غل يې پر غوږ په سوک وواهه، بې هوښه شو. 

ارسن لوپن د هغه جيبونه ولټول؛  هرڅه يې ترې يو وړل؛ د غله له جېبه يې د هغه د دياداښت کتابچه را وايسته، څو پاڼې يې واړولې، ناڅاپه يې له خولې راوتل:

_پير اوفري! مشهور قاتل، هغه څوک چې ميرمن دومبرورا او د هغې دوې لوڼې يې يواځې د زرو فرانکو  له پاره ووژلې. 

د غله څېرې ته ځير شو، ويې ويل:

_ اوس پوه شوم چې داسړی په رېل کې ولې شناخته راته وايسېد. 

وروسته يې په يوه واړه کاغذ کې وليکل: 

_دا دوه سوه فرانکه هغو دوو پوليسو ته ډالۍ چې له ارسن لوپن سره يې  د دې مشهور قاتل په نيولو کې مرسته وکړه. 

ليک او پيسې يې غله ته نږدې کېښودې،  توپانچه يې را واخيسته؛  هوايي ډز يې وکړ؛ له ځان سره يې ويل:

_د ډز په اورېدو سره به پوليس راشي او دا قاتل به خپله سزا وويني. 

د ګاونډۍ پيسې او جواهرات يې د بې هوښه قاتل پر ټټر کېښودل او خپله په ګڼو ونو کې ننوت. شل دقيقې وروسته يوه کوچيني بازار ته ورسېد، ملګرو ته يې تلګراف وکړ چې د  ځينو ستونزو له لاسه هغوی نه شي ليدی.

هماغه ورځ په شپږ بجې پاريس ته ورسېد؛  په ورځپاڼه کې يې ولوستل چې مشهور  قاتل پيراوفري نيول شوی دی. 

سهار يې د فرانسې د اکوی په ورځپاڼه کې ولوستل: 

_تېره ورځ ارسن لوپن وتوانيد چې مشهور غل او قاتل پيراوفري ونيسي. که څه هم چې ارسن لوپن له قانون څخه سرغړونه کړې،  خو بيا يې هم څو ځله خپلو خلکو او وطن ته خدمت کړی؛  ده د طلا زېرمه او مهم اسناد دولت ته وسپارل؛ څه موده مخکې يې د سارک په جزېره کې د معجزې تيږه  د غلو له منګولو وژغورله؛  د فرانسې ولسمشر ښاغلی والانکلای په خپله له ارسن لوپن څخه غواړي چې د وزيرانو شورا ته ورشي او د فرانسې دولت په رسمي توګه له هغه څخه مننه وکړي. 

دولت دا پرېکړه هم کړې چې د ارسن لوپن د بند موده را ټيته  کړي، خو که ارسن لوپن دا کار ونه کړي،  د ولسمشر د غوښتنې د نه منلو  او له زندان نه د تېښتې په خاطر به لا هم د پوليسو تر تعقيب لاندې وي. 

د ورځپاڼې دې خبر په خلکو کې ګونګوسې پيدا کړي؛  دوی ويل، ارسن لوپن يو قهرمان دی؛  د ه د سارک جزيره له غلو څخه وژغورله؛ د دولت غلا شوي پټ اسناد يې بېرته دولت ته ور وسپارل.  ټول په يوه خوله ول چې ارسن لوپن بايد وبښل شي. 

خو ارسن لوپن غلی و؛  نه يې څه وويل او نه هم په اجتماع کې وليدل شو؛ د ځينو زړه ته لوېدلې وه چې ارسن لوپن له فرانسې څخه وتلی دی. 

دا تصور سم و؛ ارسن لوپن افريقا ته لاړ، خو يوه ورځ يې د فرانسي په اکوی ورځپاڼه کې په خپله امضا يوه مقاله خبره شوه. ارسن لوپن ليکلي و: 

 “د خلکو له مينې مننه؛  ماته يې په درنه سترګه وکتل، خو  زه په مننې پسې نه ګرځم؛  لوی هدف مې خپلو خلکو او وطن ته خدمت دی. 

د معجزې د تيږې پېښه هم اتفاقي وه. بس، يوه ورځ زما ملګري پاتريس بلوال ليک راولېږه؛  ده غوښتنه کړې وه چې د ورونيک په نوم له يوې ميرمنې سره مرسته وکړي چې د سارک په جزېره کې خپل ورک زوی ومومي. 

د سارک جزېرې ته  ورغلم او په لنډ وخت کې مې ډېر مالومات تر لاسه کړل. د ورسکي په نوم خطرناک قاتل مې ونيو، خو يو څه ناوخته؛  کنت هرژمون او د جزېرې ډېر اوسيدونکي وژل شوي وو. 

د دې پيښې بشپړ جريان مې د پوليسو مامور ته وليکه؛  ولسمشر هم ترې خبر دی. 

خو بيا هم د پوليسو لخوا ونيول شوم؛  ځان بيګناه راته واېسېد، ځکه له زندانه وتښتېدم. د رېل پېښه هم اتفاقي وه؛  يوه بله خبره!  پوليس د دې پر ځای چې په مجرم پسې وګرځي، خپل ډېر وخت بېځايه تېروي او په اوزاو پسې ګرځي. دا ځکه چې ډېر پوليس له تجربه لرونکو کسانو څخه نه دي ټاکل شوي. “

ارسن لوپن

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب