جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد نشه يي توکو استعمال او روږدیتوب یا اعتیاد

د نشه يي توکو استعمال او روږدیتوب یا اعتیاد

عبدالصبور مومند

ډیري خلک پدی نه پوهیږي چي ولی او څنګه نور خلک په اعتیاد اخته کیږي او شاید اشتباه فکر وکړې چي دغه روږدې کسان اخلاقي ضعف لري او یا هم د ارادی له پلوه کمزوری دي ځکه ولی د نشه موادو اسعتمال نه بس کوي. خو خقیقت دادي چی اعتیاد یوه مغلقه ناروغی ده او د نشه موادو پریښودل له ارادی سره سره نور ډیر څه ته ضرورت لری ځکه اعتیاد په مغزو کي داسي تغیرات رامنځته کوی چي د نشه يي موادو پریښودل ستونزمنوی خو خوشبختانه تخقیقاتو دا ثابته کړی چي اعتیاد د انسان په مغزو کي څه ډول تغیرات رامنځته کوې او لکه د نورو مزمنو ناروغیو پشان اعتیاد هم تداوي لری او یو معتاد شحص کولای شي چي سالم ژوند ولري.

اعتیاد څه شی دی

اعتیاد د عصبی سیستم یا مغزو یو مزمنه او بیا را ګرځيدونکی ناروغی ده چي د بدو پايلو له پوهیدلو سره سره بیا هم معتاد شحص نشه يي توکي استعمالوی او نشی کولای د نشه يي توکو استعمال کم او یا بس کړې.

په لومړیو کي د نشه يي توکو استعمال ارادی وی ولي بیابیا او دوامداره استعمال يي په مرکزی عصبی سیستم کي د داسي تغیراتو سبب کیږی چي شحص کنترول له لاسته ورکوی او د شحص هغه توانايي مختلوي چی د نشه يي د نه استعمال سره مقابله وکړي. د نشه یی توکو د استعمال له وجی چي په مغزو کې کوم تغیرات رامنځته کیږي هغه دوامداره وي او لدی کبله ډیر امکان لری چي یو معتاد شحص له تداوی وروسته بیرته عود وکړی او یا هم د بیا رغیدنی څخه کلونه وروسته بیا د نشه توکو استعمال ته مخه کړی.

عود یا بیا راګرځیدنه د اعتیاد له تداوی وروسته یوه عامه پدیده ده او ددی معنی دا نده چي اعتیاد تداوي نلری یا تداوي کار نه ورکوی بلکه  لکه د نورو مزمنو ناروغیو پشان د اعتیاد تداوی هم باید دوامدره وی او نظر د ناروغ حالت ته  باید عیاره شی او لدی کبله باید د ناروغ د تداوی پلان ته بیابیا کتنه وشې او د ناروغ د ضرورت مطابق عیار شي.

نشه يي توکی په مغزو کی کوم ډول تغیرات رامنځته کوی

د انسان په مرکزی عصبی سیستم کي یو برخه شتون لری چي د پاداش مرکز یا Reward Circuit  نومیږی چي دغه برخه د انسان د خوشحالی مرکز دې. او ددی مرکز برکت دی چي انسان هغه کارونه چی خوشحالی وربښی بیا بیا تکراروی لکه خوراک، جنسی اړیکی او یا هم له دوستانو سره له وخت تیرولو لذت وړل او علت يي دادی چی دلته د دوپامین پنوم یوه ماده فرازیږی چی د خوشحالی سبب کیږی. نشه يي مواد هم  د پاداش مرکز د فعالیدو یا د دوپامین د افراز سبب کیږی او پدی شکل استعمالوونکی یی له استعمال څخه خوند اخلی چي دا خوند او د کاذبی خوشحالی احساس ددی سبب کیږي چي شحص بیابیا نشه يي توکی استعمال کړی.

کله چي شحص د نشه يي توکو استعمال ته دوام ورکړی نو دوپامین اندازه زیاتیږی نو پدي خاطر چي ماغزه لدی حالت سره مقابله وکړي د حجراتو تعداد د پاداش په مرکز کي را کمیږي او بالاخره د شحص له نورو فعالیتونو څخه لکه غذا خوړل، جنسی اړیکي او اجمتاعی اړیکو څخه لذت اخیستل را کمیږی نو پدی خاطر یو معتاد شحص له ټولنی لیری او اجمتاعی اړیکی يي کمیږي.

د نشه يي توکو دوامداره استعمال بالاخره د عصبی سیستم فعالیتونه لکه زده کړه، قضاوت، تصمیم نیونه او خافظه خرابوي او د شحص په کړه وړو کي تغیرات رامنځته کوي نو ځکه معتاد کس سره لدي چي د نشه يي توکو د استعمال په بدو عواقبو پوهیږي بیا هم د نشه يي توکو استعمال ته دوام ورکوي کوم چي د ددي مرض طبیعت دي.

د اعتیاد عوامل

د یوه فکتور یا لامل موجودیت ددی وړاندوینه نشي کولاي چي دا شحص به په آینده کي روږدي شې بلکه د مختلفو فکتورونو موجودیت د روږدیتوب خطر زیاتوی او څومره چي لاملونه زیات وی په هماغه اندازه د روږدیتوب چانس زیاتیږې چي هغه لاملونه په لاندي ډول دي:

بیالوژیکي لاملونه: ازثی عوامل او د روانی ناروغیو موجودیت د روږدیتوب په رامنځته کیدو کي رول لری

محیطی لاملونه: مختلف محیطی فکتورونه د روږدیتوب سبب کیدای لکه کورنی، ملګري، اقتصاد حالت، فزیکی او جنسی سوء استفادې او نوري بیلابیلی تروماګاني او نشه يي توکو ته اسانه لاسرسي

 د ناروغي پرمختګ: بیالوژیکي فکتورونه او چاپیریال په ګډه د روږدیتوب په رامنځته کیدو کي رول لری، د نشه يي توکو استعمال په هر عمر کی د اعتیاد سبب کیږي خو که نشه يي توکو استعمال څومره په کم عمر کي شروع شي په هماغه اندازه زیات د روږدیتوب سبب کیږی. په تنکیو ځوانانو کي د دماغ د تصمیم نیوني، قضاوت او ځان د کنترول برخې د پرمختګ په خال کي وي نو ځکه تنکي ځوانان زیاتره د خطر څخه ډک کړه وړه ترسره کوي لکه د نشه يي توکو استعمال.

نو مهمه داده چي کوچني ماشومان د فزیکي او جنسی تروماګانو څخه وساتل شی او تنکي ځوانانو سره په تصمیم نیونه او قضاوت کی مرسته وشي ترڅو سمی لاری سوق شي.

یوه خبره واضخ کول په کار دي چي لکه د نورو مزمنو یا ځنډنیو ناروغیو لکه شکری ناروغي، ساه لنډی یا د زړه د ناروغیو پشان روږدیتوب هم معالجه نلری ولي مدیریت او تداوي يي کیداي شی نو ځکه د روږدیتوب له تداوی ورسته د بیا را ګرځیدو چانس ډیر دي.

یوه بله مهمه مسله چي په افغانستان کي ورته ډیره کمه توجه شوی هغه د امیدواری په دوران کي د نشه يي توکو استعمال دی ځکه چي کله ماشوم وزیږی نو د نشه يي توکو د قطع کیدلو اغراض په ماشوم کي پیدا کیږي چي طبی اصطلاح کي ورته Neonatal Abstinence Syndrome   وايي چي ددي اعراضو شدت نظر نشه يي توکو ته چي مور يي د امیدواری په وخت کي استعمالوی فرق کوي او همدارنګه د امیدواری په وخت کي د نشه يي توکو استعمال په ماشومانو کي د ذهني وروسته والی، توجه خرابوالی ، تفکر او کړه وړو د ګډوډی سبب کیږي.

همدارنګه نشه يي توکي د مور د شیدو له لیاری هم تیریږی او ماشوم ته ذهنی ستونزی را پیدا کولای شی چي پدی برخه کي لا تخقیقات جریان لری چي دا اغیږی معلومي کړي.

په بله لیکنه کي به د اعتیاد په تداوي او مخنیوي وغږیږو!

د اباد او سرلوړي افغانستان په هیله

داکتر عبدالصبور مومند

شمالی کرولینا پوهنتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب