شنبه, اپریل 20, 2024
Home+له" او "په" | لیکوال: رحمت پټان"

له” او “په” | لیکوال: رحمت پټان”

په یوه جمله کې (په) او (له) استعمال ځکه دقیق مهم دی، چې په اکثره جملو کې یو د بل ضد مانا ورکوي. که په یوه جمله کې (په) د (له) یا (له) د (په) په ځای استعمال شي، نو د جملې ټوله مانا ورسره غلطېږي، د لاندې دواړه جملو تر منځ یوازې (په) او (له) کې توپیر دی.

(په ځینو خلکو انسانیت ختم ده.)

مطلب دا چې، ځینې انسانان دومره انسانیت لري، چې حد یې پکې کړی وي، یعنې داسې خلک هم شته، چې د انسانیت درجې څخه هم لوړه درجه لري.

(له ځینو خلکو انسانیت ختم ده.)

مطلب دا، چې ځینې خلک انسانان دي، خو انسانیت نه لري، دا خلک د انسانیت څخه هم په ټیټ درجه کې دي.
په دغو دوه جملو کې، (په ځینو خلکو انسانیت ختم ده.) او (له ځینو خلکو انسانیت ختم ده.)، (په) ډېره ښه درجه او رول لري، د یو انسان ډېر لوړ انسانیت ثابتوي، لکه ګران بابا وایي:

د ګران زړګیه ټق چاودلی ښه یې
خو چې خفه د خلکو زړونه، نه شي

په پورته بیت کې مونږ ګورو چې شاعر ځانته وایي، ته خپه، زړه چاودلی او په بد حال ښه یې، خو باید د خلکو زړونه ډېر خوښ او خوشحاله وي، دا د انسانیت ډېر لوړ مقام دی، چې د بل انسان لپاره ځان خپه کوي، ځان په تکلیف کوي، خو بل انسان خوشحاله ساتي. د انسانیت لوړ مقام ته رسېدل، دومره سخته او پیچلې خبره او کار نه دی، موږ په پورته دواړو جملو کې ډېر کم توپیر ولېد، چې ډېر لوې ماناېز/ مانالرونکی توپیر يې رامنځ ته کړی و.

که مونږ چېرته د انسانیت لوړه درجه او د انسانیت څخه ټیټ درجه وپېژنو، نو مونږ خپل لوړ مقام او ښه درجه خپله پېژندلی شو.

مطلب د(په) او (له) تر منځ توپیر کوئ.

بله دا چې که پورته متن ته څېر شو، نو ګورو، چې د (په) او (له) سربل زیات ذکر شو، نور نو په متن کې ډېر بد ښکاري، همداشان فرض کړی، متن یو ټولنه ده، جملې خلک دي او  کلمې او لغات یې خبرې دي.

په نړۍ کې هر څه اندازه لري، مثال کوم هیواد کې چې د خلکو شمېر د اندازې څخه زیات وي، د کنټرول څخه وځي، ژوند یې خراب او بې مانا وي، د انسان قدر پکې کم وي، همداشان کوم متن کې چې جملې د خپلې اندازې څخه زیاتې شي، متن بې خونده کوي.

که د هر انسان خبرې زیاتي شي، بیا چې تکراري لغات او کلمې هم استعمال کړي، د انسان زړه ورسره چوي. سړی بې مانا او تکراري جملو، کلمو او لغاتونو څخه تنګېږي، لکه پورته زما د لیکنې متن کې چې (له) او (په) زیات تکراري شوي، متن یې بې خونده کړی.

د ګران زړګیه ټق چاودلی ښه یې
خو چې خفه د خلکو زړونه، نه شي

کوم څه چې کم تکرارېږي، بیا چې خوندور او مزه دار هم وي، لکه پورته بیت چې ده، نو د خوند او ښکلا اخیر حد ته لاره کوي او هلته خپل ځای پیدا کوي، کنه د بدرنګي او بې خوندی اخیري حد ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب