Homeخبرونهستولتنبرګ: افغان امنیتي ځواکونه په خپله د ځان دفاع کولی شي

ستولتنبرګ: افغان امنیتي ځواکونه په خپله د ځان دفاع کولی شي

تاند(جمعه، د جوزا ۶) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، ناټو نژدې دوې لسیزې د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړه خو اوس د افغانستان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه په کافي اندازه پیاوړي دي چې د نړیوالو ځواکونو له ملاتړه پرته پر خپلو پښو ودرېږي.

ناټو په ۲۰۰۳ م کال د امریکا له بریده دوه کاله وروسته په افغانستان کې د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخیست.

ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:

«زه فکر کوم چې افغانان هم پوهېږي چې موږ د دوی په هیواد کې نژدې ۲۰ کاله وو او موږ په افغانستان کې هم ډېرې وینې توی کړي او هم مو ډېرې پیسې لګولي. افغانستان اوږد مزل کړی، هم د قوت له نظره او هم د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو له پلوه، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې یې هم ډېر پرمختګ کړی دی. باید یو وخت په خپله افغانانو په خپل هیواد کې د سولې او ثبات مسوولیت په غاړه اخیستی وای.»

ستولتنبرګ وویل، د ناټو غړي هیوادونه به د ملکي متخصصانو له لارې، چې د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي، د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده همداراز وویل چې ناټو به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي مرستې او له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې ناټو په دې امکان هم غور کوي چې له افغانستانه دباندې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي خو په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...