پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د پاکستان کره تاريخ نه شي ليکل کېداى

د پاکستان کره تاريخ نه شي ليکل کېداى

له ډاکتر مبارک علي سره مرکه: شيخ موسى منصوري

ژباړه: بارکوال مياخېل

د اردو او انګرېزي ژبو له نوميالي ليکوال تاريخپوه ډاکټر مبارک علي سره دا مرکه په دې وروستيو کې د پاکستان د دنيا ټلويزون د ورځپاڼې په (دنيا.کام) ويبپاڼه کې خپره شوې وه، چي بيا د لاهور مشهورې مياشتنۍ اردو مجلې (نيازمانه) خپره کړې وه، چي د تاريخ ليکنې، تاريخپوهنې او تاريخ لوستنې په اړه کره او سپينې خبرې پکې شوې دي. دا مرکه مو د تاريخ د مينه والو لپاره په دې نيت پښتو ته را و ژباړله، چي په مرکه کې د ځينو تاريخي واقعيتونو مغالطې او مبالغې ورته روښانه شي. ژباړن

پوښتنه: پر تاريخ باندې د څېړنې لپاره کومو اساسي شيانو ته اړتيا ده؟

ځواب: لومړى خو د ليکوال روزنه بايد په عصري روشونو وي، ځکه چي د څېړنې پخواني روشونه بدل شوي دي، اوس د يوې پېښې يا موضوع پر څېړنه او کره کتنه ټينګار کېږي. مثلاً تاريخي مواد اېډيټ کېږي. ډېرو خلکو تاريخي مسودې را نقل کړې او اصل مسودې يې بدلې کړې دي. د ژبپوهنې په برکت د دوى دغه غلاوې و نيول شوې. د دې علم په مرسته تاريخي مسودې کتل کېږي، چي د کومې زمانې ژبه پکې کارول شوې ده. که چا له ځانه په تاريخي واقعيتونو کې زياتونه کړې وه، نو ژبه به يې له هغې زمانې بېله وي. د اېډيټ کولو پر وخت دا کتل کېږي، چي د مسودې ژبه د هماغې زمانې ده، د کومې زمانې خبره چي کوي، که نه بدله شوې ده. په دې توګه خلک يواځې د هماغه عصر  له پېښو په ريښتيني ډول خبرېداى شي او په هغه کې نور شيان نه شي شاملېداى. د دې مثال له «چچنامې» څخه ورکولاى شو. په اتمه ميلادي پېړۍ کې ليکل شوې «چچنامه» چي په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې له عربي پارسي ته و ژباړل شوه، نو ژباړونکي د خپلې زمانې ډېر اصطلاحات او نورې خبرې پکې شاملې کړې. مثلاً پکې ليکل شوي دي، چي محمدبن قاسم د سزا په توګه د غوا په څرمنه کې ګنډلى ولېږل شو. دا خبره بېخي ناسمه ده، ځکه چي په څرمنه کې د ګنډلو سزا په منګوليانو کې رواج ده. منګوليان په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې هندوستان ته راغلي وو او له ځايي خلکو سره يې راشه درشه لرله. په اتمه ميلادي پېړۍ کې په عربو کې دا ډول سزاوې نه ورکول کېدې. د اېډيټ په وخت له مسودې داسې تېروتنې را برسېره کېږي. سکې، کتبې، ادب، ولسي شاعري او د لرغونيو آثارو نخښې هم تاريخي ماخذونه دي. نن سبا ورځپاڼې، مجلې او انټرنيټ هم په تاريخي ماخذونو کې شامل دي. د تاريخ يو بل ماخذ «شفاهي تاريخ» (Oral History) دى. په پخوانيو وختونو کې به د باچاهانو په خلاف را پورته شويو تحريکونو او بغاوتونو ته په تاريخ کې ځاى نه ورکول کېده، د دغو پېښو ذکر په ولسي سندرو او کيسو کې موندل کېږي، چي سينه په سينه را انتقالېږي. د هندي وېش د تاريخ ليکلو لپاره له ليکنيو موادو پرته له هغو خلکو سره مرکې هم کېږي، چي هجرتونه يې کړي دي.

همدارنګه د عامو خلکو د تاريخ ليکلو لپاره د قضيو (Cases) ارشيفونه او تاريخچې هم مرسته کولاى شي. د بزګرو د تاريخ ليکلو لپاره د ماليې ارشيفونه کتل کېږي. د تاريخ يو بل ماخذ د علماوو فتوې دي. د دغو فتوو په مرسته څېړونکى د هغه وخت د ټولنې په اړه په اسانه پوهېدلاى شي. براعظمګي ته د انګرېزانو له راتګ سره ټولنه څرنګه بدلېدله، دا اندازه د شاه عبدالعزيز- چي د شاه ولي الله شاګرد وو- له فتوو کېدلاى شي. په دغو فتوو کې خلکو له هغه د انګرېزي تعليم او له انګرېزانو سره د کار او وظيفې په اړه فتوې اخلي. همدارنګه د مولانا رشيد ګنګوهي په «فتاوٰى رشيديه» کې دا ډول پوښتنې شوې دي، چي کېک او کلچه خوړل او د اېلوپېتيک (Allopathic) درملو خوړل څنګه دي، په اورګاډي کې سفر کېداى شي که نه شي کېداى، په کېمره عکسونه اخيستل جايز دي که نه. دا هر څه د هغه وخت عالمانو غيراسلامي ګڼلي وو.

پوښتنه: په تاريخ جوړونه کې د شخص نقش څومره مهم وي؟

ځواب: کارل مارکس ډېره ښه خبره کړې چي «لومړى سياسي، اجتماعي او اقتصادي ځواکونه اشخاص پيدا کوي، بيا وروسته همدغه اشخاص تاريخ جوړوي»، خو په تاريخ کې د شخص نقش له پامه نه شي غورځول کېداى، په تاريخ جوړولو کې دوى هم برخه لري. مثلاً د جګړې ګټلو ټول وياړ او نوم د جنرال په برخه شي، خو د جګړې په ډګر کې اکثر پوځي سرتېري مري. تاج محل له معمار او مزدورانو پرته نه شواى جوړېداى، خو معمولاً په تاريخ کې د دغو خلکو ذکر نه ليدل کېږي، د دوى پر ځاى ټولې کارنامې او برياليتوبونه له لويو شخصيتونو سره و تړل شي. په تاريخ کې به د شخص نقش ضرور وي، خو د هغه تر شا چي کوم ځواکونه او لاسونه وي، هغه هم ډېر ارزښت لري.

پوښتنه: نن سبا «د محکومانو تاريخ» ليکل کېږي. په دې اړه په پاکستان کې څه کار شوى که نه؟

ځواب: په پاکستان کې پر تاريخ باندې هيڅ تحقيقي کار نه کېږي. په پوهنتونونو کې د تاريخ په څانګه کې نه مورخان شته او نه پکې څېړنه کېږي. په هند کې د سبالټرن مطالعاتو ډله (Subaltern Studies Group) وايي، چي د انګرېزانو د واکمنۍ په تاريخ کې د عامو خلکو ذکر نه شته. موږ غواړو چي دغه هېر شوى تاريخ بيرته را ژوندى کړو او خلک پوه شي، چي عامو يا محکومو خلکو په تاريخ کې څه نقش لرلى دى. چون پاکستان يو نظرياتي مملکت دى، ځکه نو دلته ريښتينى او کره تاريخ نه شي ليکل کېداى. موږ له تاريخه ويره او تره کوو. زموږ جنرالان، بېوروکراټان او سياستوال پخپلو يادښتونو کې خپل جرمونه پټ کړي او تش خپلې کارنامې بيانوي. هر يو د خپلو دغو يادښتونو په وسيله په تاريخ کې د ځاى تر لاسه کولو په هڅو بوخت دى.

پوښتنه: آيا د مشهورو شخصيتونو ليکل شوي يادښتونه د تاريخ مستند کتابونه ګڼل کېداى شي؟

ځواب: نه، دغه کتابونه هيڅکله مستند کتابونه نه شي ګڼل کېداى. دا کتابونه خلک د يوې ځانګړې مفکورې له مخې ليکي. جنرال نيازي پخپلو يادښتونو کې هڅه کړې چي ځان له ټولو جرمونو پاک او بې قصوره و ښيي. قدرت الله شهاب چي پخپل ژوندليک «شهاب نامه» کې د ايوب خان په زمانه کې د خپلو خدمتونو ذکر کړى، هڅه يې کړې چي ځان د جمهوريت ډېر لوى پلوى ثابت کړي. رويدادخان د آمرانو تر امر لاندې وو او د هغوى تګلاره يې خپله کړه، خو کله چي خپل يادښتونه ليکي، نو دا ثابتول غواړي چي ګواکې دى ډېر لوى جمهوريت خوښوونکى دى. دا ډول ټول يادښتونه بايد تحليل او تجزيه شي، که دا کار ونه شو، نو په راتلونکي وخت کې به خلک دغه يادښتونه د تاريخ د ماخذ په توګه و مني او د دغو خلکو جرمونه به د دوى کارنامې او سرلوړي و ګڼل شي.

پوښتنه: د هيټلر په لاس د شپږ ميليونه يهودانو د وژنې تاريخي استناد څه دى؟

ځواب: دومره زيات شمېر يهودان شايد نه وي وژل شوي، خو ګازخونې او د وژل شويو يهودانو ثبوت شته. هيټلر پخپل کتاب کې د يهودانو او کمونيسټانو په خلاف ډېر څه ليکلي دي. د روسي انقلاب په اړه هيټلر ويلي وو، چي دا يهودانو راوستى انقلاب دى. له يهودانو سره تر ټولو ښه چلند په اسلامي ټولنه کې شوى دى. د يهودانو طلايي زمانه هغه وه، چي په اندلس کې مسلمانانو او يهودانو حکومت کړى وو. يهودان له عربو سره يو ځاى هسپانيې ته راغلي وو. کله چي عيسويانو په ١٤٩٢م کال کې هسپانيه ونيوله، نو مسلمانان او يهودان دواړه يې ايستلي وو. ترکيې يهودانو ته پناه ورکړې وه، خو د دې په نسبت په اروپا کې زيات شمېر يهودان و وژل شول، خو نن هم ځينې مورخان د يهودانو ټولوژنه (Holocaust) نه مني، پر دې خبره يو انګرېز مؤرخ ډيوډ ارونګ (David Irving) په اسټريا کې سزا هم شو، چي د دې نظريې په خلاف يې د درې ټوکه کتاب په ليکلو سره ثابته کړه، چي ټولوژنه مبالغه ده او ګازخونه هيڅ حقيقت نه لري.

پوښتنه: آيا تاسې د خپلې تاريخپوهنې په خاطر په قضيو کې هم ښکېل شوي ياست؟

ځواب: چون زه غيرمعمول تاريخ ليکم، ځکه د معمول او دود شوي تاريخ پلويان زما خبرې نه خوښوي. د خلکو د ځورولو بېلابېلې لارې وي. پر چا د کار- روزګار دروازې و تړل شي او په اقتصادي لحاظ دومره و ځورول شي، چي هغه د ليکلو لوستلو جوګه پاته نه شي، بله لاره يې دا ده چي هغه په جګړو او قضيو کې ښکېل کړاى شي. پر ما تور لګېدلى وو، چي ما ځينې مسودې غلا کړې دي (په خندا سره). ځينې وکيلان وو، چي پر ما يې کېس وکړ، له ثبوت پرته يې زما په خلاف عريضه وکړه او پوليس يې کور ته را و لېږل. په دې شخړه کې ځينو دوستانو زما ډېره مرسته وکړه. د دغو قضيو په اړه چي ما «زه او زما قضيه» په نامه کتاب وليکه، نو زما مخالفينو پر يوه ځاى د دې کتاب اتيا دانې واخيستلې. کتاب خپروونکى په دې کار ډېر خوشاله شو. څه موده وروسته د کارګر ګوند (Labour Party) د يوه غړي ټليفون راغى او راته ويې ويل چي موږ خو ستا ملاتړ کوو، مګر تا زموږ په خلاف څه ليکلي دي. زه ډېر اريان شوم چي ما خو داسې څه نه دي ليکلي. هغه راته وويل چي د کتاب پر ٧٢م مخ ليکل شوي دي. ما چي د کتاب دا مخ وکوت، نو داسې هيڅ نه وو پکې ليکل شوي. همدارنګه د قاضي شريف خواجه په خلاف هم زما په کتاب کې خداى خبر څه ليکل شوي وو. څو ورځې وروسته د اردو د «خبرېں» ورځپاڼې د وکيل ټليفون راغى او راته ويې ويل چي تا پخپل کتاب کې زموږ ورځپاڼه بدناموونکې بللې ده. وروسته مالومه شوه، چي زما مخالفينو زما د کتاب اتيا نسخې اخيستې وې، له هغوى څخه يې څلور پاڼې کښلې وې، د هغوى پر ځاى يې نورې چاپ کړې پاڼې په ډېر مهارت پکې لګولې وې. ما د دغو خلکو په خلاف د جعلسازۍ عريضه وکړه. پوليس چي هغه ونيول او بنديان يې کړل، نو د هغوى ملاتړي وکيلان زما په خلاف را پورته شول. بيا خلکو وويل چي روغه سره وکړو. په دې برخه کې «نجم سيټهي» زما په ملاتړ د ورځپاڼې په سرليکنه کې يو څه وليکل، چي بيا په دې اړه يو کمپاين وشو او ډېر مثبت اغېز يې وکړ.

پوښتنه: له شيخ اياز سره هم ستاسې څه خبره لاندې باندې شوې وه؟

ځواب: زه تر پي ايچ ډي کولو وروسته له جرمني يو څه په ځنډ پاکستان ته را ستون شوى وم، د هغه سبب دا وو، چي ما نه غوښتل له پي ايچ ډي کولو پرته را ستون شم. هغه وخت شيخ اياز د سيند پوهنتون رئيس وو. دى زما د عذر له منلو منکر شو او راته ويې ويل چي موږ ستا له پي ايچ ډي سره هيڅ کار نه لرو، ته بايد په هر حالت کې پر خپل وخت را ستون شوى واى. ما ورته وويل چي که ته زما په خبره نه پوهېږې، نو له تا سره نورې خبرې کول ګټه نه لري. زما پر دې خبره هغه پر ما د سپکاوي تور ولګاوه او زه يې يو کال له دندې معطل کړم. يو کال وروسته يې زموږ د يوه ګډ ملګري په سپارښتنه زه بيرته پر خپله دنده و ګومارلم. په دې کې هيڅ شک نه شته، چي شيخ اياز لوى شاعر دى او په شاعري کې يې ليبرل او سيکولر افکار شته، خو ده ته يوه لويه پېښه ور وشوه. يو عالم بايد هيڅ وخت هم د مملکت برخه ونه ګرځي، که يو عالم د مملکت برخه شي، نو هغه خپل شخصيت او تخليقي استعداد ته ډېر تاوان رسوي. بټو صاحب د شيخ اياز د تخليقي استعداد د ځپلو لپاره هغه د سيند پوهنتون رئيس کړ. د پوهنتون تر رياست وروسته د شيخ اياز شاعري ختمه شوه. خلک د شاعرانو شخصي کمزورۍ هېرې کړي او تش د هغوى شاعري ژوندۍ پاته شي. د شيخ اياز د شاعرۍ به هم لومړۍ برخه ژوندۍ پاته شي.

پوښتنه: د فرانسې د انقلاب په تناظر کې يوه خبره کېږي، چي فرانسوي ملکې ويلي وو، که خلک د خورک لپاره ډوډۍ نه لري، نو کېک ولې نه خوري. په دې خبره کې څومره صداقت دى؟

ځواب: ډېرې داسې خبرې وي، چي په خلکو کې ډېرې ژر مشهورې شي، ځکه چي هغه خبرې جذبوونکې وي، خو له څېړنو مالومه شوې ده، چي دا خبره ريښتيا نه وه. په تاريخ کې پېچلتياوې وي. يو تاريخ پر شواهدو او ماخذونو بنا وي او يو تاريخ خلک د اوازو په مرسته له خپله ذهنه جوړ کړي. دا ډول تاريخ، له اصل تاريخ سره سم څنګ پر څنګ سفر کوي. د دې مثال دا دى، چي زموږ دوست «هربنس مکهيا» چي د هند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې پروفيسر دى او د مغولو د تاريخ په اړه يو لوى نوم دى، هغه پخپلو محصلينو څېړنه وکړه، چي ډيلي ته نيژدې بېلابېلو کليو ته لاړ شي او د محمدغوري په اړه د خلکو نظرونه وپوښتي. د کلي يوه تن د هغه په اړه ورته ويلي وو: «هو، هو، محمدغوري خو زموږ د وطن بچى وو، چي تُرکانو وړى وو»، و ګوره خلکو د «پرتهوي راج چوهان» د هغې ماتې مفهوم هم بدل کړ، چي د بهرني بريدګر محمدغوري له لاسه يې خوړلې وه. د شاه جهان په واکمنۍ کې چي يو ايټالوى سيلانى نيکولاو منوچي Niccolao Manucci (١٦٣٩م- ١٧١٧م کال) هندوستان ته راغى، نو هغه د عامو خلکو خبرې وليکلې، چي هغوى به د خپل باچا په اړه کولې. وروسته هغه څلور ټوکه کتاب چاپ کړ، چي د «مغل انډيا» په نامه انګرېزي ته و ژباړل شو. له دې کتابه مالومېږي، چي عامو خلکو مغول شاهزادګان او شاهزادګۍ عياش ګڼل.

پوښتنه: پر سيند باندې چي د محمدبن قاسم د بريد کوم جواز وړاندې کېږي، آيا هغه سم دى؟

ځواب: هر بريدګر د خپل بريد لپاره يوه نه يوه پلمه او جواز ضرور لټوي. که دوى داسې ونه کړي، نو خلک پوښتنې کوي، چي بيا نو هسې ناببره يرغل ولې وشو. پر هسپانيې باندې د يرغل جواز دا ورکړل شو، چي وايي پاچا راډرک يې پر خپل ولس باندې ظلم کاوه، ځکه طارق بن زياد د هغه ځاى خلک د باچا له ظلمه و ژغورل. پر سيند باندې د محمدبن قاسم لومړۍ حمله نه وه، د حضرت عمررض له وخته لا د سيند د نيولو هڅې روانې وې، هغه وخت د يوې نجلۍ د فرياد خبره نه وه، پر سيند باندې د يرغل دوې وجې وې. لومړى د ملک پر مځکو او سرچينو قبضه کول او دويم تجارتي ګټې تر لاسه کول. عرب تجاران به د هند سمندرګي له لارې سريلنکا ته تلل. په هغه زمانه کې به سمندري غلو بېړۍ لوټلې، دغو سمندري غلو له راجا داهر سره هيڅ تعلق نه درلود، هغوى به په خپل سر غلاوې کولې. عربو تجارانو له خپلو واکمنو غوښتنو کړې وه، چي د دغو غلو مخه ونيسي، چي د دوى بېړۍ تر سريلنکا خوندي و رسېږي. پر سيند باندې د محمدبن قاسم بريد د دې لړۍ يوه کړۍ وه، هغه غوښتل چي د سيند تر نيولو وروسته د هند سمندرګي دغه سمندري غله له منځه يوسي او په دې کار کې بريالى هم شو. د نجلۍ د فرياد خبره له ځانه جوړه شوې افسانه ده. په هغه زمانه کې ټليفونونه نه وو، د نجلۍ فرياد زرګونه ميله لرې د عربو په خاوره کې څنګه واورېدل شو، چي حجاج بن يوسف ورته لبيک ووايه.

پوښتنه: پر هندوستان باندې د محمود غزنوي د اوولسو حملو په اړه څه راته وواياست؟

ځواب: پر دې موضوع د عليګړ پوهنتون استاد پروفيسر محمدحبيب ډېر ښه کتاب ليکلى دى. په دې کتاب کې هغه محمودغزنوي يو پراختياغوښتونکى (Expansionist) ثابت کړى دى، چي غوښتل يې په منځنۍ اسيا کې خپله يوه لويه واکمني جوړه کړي. د دې کار لپاره هغه د هندوستان خزانو ته اړتيا لرله، ځکه نو هغه هندوستان ته تر راتګ وروسته له پنجابه پرته بله هيڅ يوه سيمه هم ونه نيوله. محمود پنجاب د خپل مرکزي دفتر په توګه تر خپل واک لاندې ساتلى وو، چي له دې ځايه به يې په نورو سيمو کې لوټ او شوکې کولې. له لوټلي مال او خراج سره به بيرته منځنۍ اسيا ته ستون شو. د ده د ټولو حملو يواځينى مقصد د هندوستان دولت لوټل وو. دلته به له هندوانو سره جنګېده او هلته به يې له مسلمانانو سره جګړه کوله.

پوښتنه: زموږ په نصابي کتابونو کې د محمدبن قاسم، شهاب الدين غوري، محمود غزنوي او داسې نورو په اړه درس ور ښوول کېږي، هغوى خو زموږ له خاورې سره تعلق نه درلود، د دوى په مقابل کې بهګت سينګ، ټېګور، سوبهوګيان چنداني، سامي او نور ولې په نصاب کې نه شاملېږي. د دې سبب څه دى؟

ځواب: زموږ اتلان خو هغه وخت پيدا شول، چي په ١٩٢٤م کال کې د خلافت تحريک ناکامه شو او په عکس العمل کې يې فرقه ييز احساسات را پيدا شول. تر هغه مخکې محمدبن قاسم، محمود غزنوي يا محمدغوري هيچا هم نه پېژندل. د تاريخ په کتابونو کې ضرور د دوى ذکر وو، خو عام مسلمان هغوى د اتلانو په توګه نه پېژندل. کله چي فرقه ييزې شخړې او جګړې وشوې، نو مسلمانو تاريخپوهانو هغه اسلامي شخصيتونه له تاريخه را و ايستل، چي هندوانو ته يې ماتې ورکړې وه، د دې لپاره چي خپل عظمت ورته ثابت کړي. بل اړخ ته هندو مورخانو هم د هندوانو په هغو اتلانو پسې پلټنه وکړه، چي له مسلمانانو سره يې جګړې کړې وې. مثلاً رانا پرتاپ، شيواجي يا د سيکانو ګروګوبند سينګ او نور. دا ټول د فرقه ييز فکر را ټوکېدلي خلک وو، ځکه د دواړو ملتونو اتلان بېل- بېل دي. د ١٨٥٧م کال په جګړه کې هندوان او مسلمانان په ګډه له انګرېزانو سره جنګېدلي وو. پر دې جګړه باندې لومړى کتاب «وينايک داموتهر ساوارکر» “د هند د خپلواکۍ جګړه” (Indian War of Independence) په نامه په ١٩٩٠م کال کې ليکلى وو. ساوارکر په دې کتاب کې بهادرشاه ظفر، د جهانسي ښار راڼۍ لکشمي باى، نانا صاحب، حضرت بېګم او حضرت محل اتلان ثابت کړل. د کتاب له چاپېدو سره انګرېزانو ورباندې بنديز ولګاوه او ساوارکر يې بندي کړ.

ظلم او افسوس خو دا دى، چي بيا همدغه ساوارکر وروسته د «هندوتوا» موسس شو، چي د هندوانو تر ټولو زياته فرقه پاله ټولنه وه. په دې توګه موږ تاريخ مذهبي کړ او د تاريخ خپل خاص نقش مو په اوبو لاهو کړ. په مذهبي نظر د تاريخ لوستل او ليکل د تاريخ ساحه تنګه کړي، دا کار په هندوستان کې هم و شو، خو نن د هندوستان مورخان تر دغو اساساتو ډېر پر مخ تللي دي، خو موږ (په پاکستان کې) هندو شخصيتونه خو پرېږده، د مولانا ابوالکلام ازاد ذکر هم نه کوو، البته د حسرت موهاني څه نه څه ذکر کېږي، د سامي غوندې لوى شاعر موږ بېخي هېر کړ، د اردو هندو شاعران مو له خپل نصابه و ايستل. رتن نات سرشار او ديال شنکر دلته هيڅوک نه پېژني. کرشن چندر لا ګوره چي څنګه زغمي، څه موده وروسته کېداى شي چي د هغه هم د «نصاب خارج» تمغه په برخه شي.

پوښتنه: د پاکستان د تاريخ په اړه کوم کتاب مستند دى؟

ځواب: د يوه کتاب نوم اخيستل به ډېره ګرانه وي. پر دې موضوع ډېر کتابونه د بېلابېلو مفکورو له مخې ليکل شوي دي. د پاکستان د تاريخ په اړه کوم ښه کتاب په نظر نه راځي، خو بيا هم ځينې اساسي کتابونه شته، چي د زده کوونکيو لپاره ليکل شوي دي. د خالد بن سعيد کتاب (Pakistan: The Formative Phase) که څه هم لنډ دى، خو ښه دى. آى ايچ قريشي زښته زيات يواړخيز تاريخ ليکلى دى، چي هيڅ نوي مواد پکې نه شته. عايشه جلال هم همداسې و ګڼه. پر جناح باندې هغې ښه کتاب ليکلى، خو تر هغه وروسته يې هيڅ نوى تحقيق په نظر نه راځي. د نويو محققينو لپاره د سيند په ارشيفونو کې ښه ډېر مواد شته، هلته د انګرېزانو د زمانې د پوليسو، سي آى ډي او د زندان ارشيفونه هم ايښي دي، چي په استفادې سره يې د هغو رهبرانو بل اړخ را برسېره کېداى شي، چي د انګرېزانو لپاره يې کار کاوه.

پوښتنه: آيا جنرال ايوب له ډاکټر احمدحسن داني غوښتنه کړې وه، چي د پاکستان تاريخ وليکي؟

ځواب: د ايوب خان په زمانه کې د پاکستان د تاريخ ليکلو هڅه شوې وه. ايوب د دې کار لپاره ځينې مورخين ور بللي وو، چي په هغوى کې ډاکټر حسن داني هم وو. هلته دا بحث وشو، چي تاريخ دي څه ډول وليکل شي. داني صاحب وويل چي موږ بايد يواځې د پاکستان له جغرافيې سره اړوند تاريخ وليکو او د هندوستان ذکر پکې ونه کړو. نورو وويل چي که داسې کوو، نو موږ خو به د مغولو پر ټوله واکمني او پر نورو مهمو زمانو هيڅ هم ونه ليکو. حسن داني جنرال ايوب ته وويل، بيا چي څنګه ته وايې، هغسې تاريخ به و ليکو (په خندا سره). بيا هغه کتاب د «هسټري آف پاکستان» په نامه چاپ شو، چي احمدحسن داني، اشتياق حسين قريشي، شيخ عبدالرشيد او ځينو نورو لويو شخصيتونو په ګډه ليکلى وو، خو د تاريخ په اړه دا کتاب بېخي د کار نه دى.

يوه په زړه پورې خبره به درته وکړم. پروفيسر شيخ عبدالرشيد د مغولو پر واکمنۍ يوه مقاله ليکلې وه، چي په «هسټري آف پاکستان» کې شامله وه، د دې ژورنال رئيس اشتياق حسين قريشي وو. ما د شيخ صاحب مقاله لوستې وه، کله چي مي د اشتياق حسين قريشي کتاب (Muslim Community of the Indo-Pak Subcontinent) را و ايست، نو په هغه کې هم کټ مټ همداسې يو پېراګراف وو، چي د شيخ صاحب په مقاله کې وو. اشتياق قريشي د اکبر باچا مخالف وو او په دې پېراګراف کې پر اکبر نيوکې شوې وې. زه ډېر اريان شوم، چي دواړه لوى عالمان دي، چا د چا پېراګراف غلا کړى دى.

په هر حال کله چي زه په ١٩٩٢م کال کې د (Council of Historical Research) په بلنه پر اکبر باچا باندې په کېدونکي کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته لاړم، نو هلته مي دا خبره د شيخ عبدالرشيد له شاګرد پروفيسر عرفان حبيب سره شريکه کړه. کله چي شيخ صاحب عليګړ ته لاړ، نو عرفان حبيب د هغه پېراګراف په اړه ځنې وپوښتل او ورته ويې ويل: “تا دلته موږ ته د اکبر ستاينې کولې، پاکستان ته چي لاړې د هغه خلاف دي ليک وکړ”. شيخ صاحب ورته وويل: “دا پېراګراف ما نه دى ليکلى، اشتياق حسين قريشي پخپله زما په مقاله کې شامل کړى وو”. دا د اشتياق قريشي بې ايماني وه، چي شيخ صاحب هيڅ احتجاج ورباندې ونه کړ. کله چي يو ليکوال د مملکت په غوښتنه څه ليکي، هغه يو ډول خپل ځان خرڅ کړي، نو قريشي صاحب هم خپل ځان خرڅ کړ او احمدحسن داني خو تاريخ بېخي تباه او خراب کړ. هغه به ويل چي موږ بايد له هندوستانه سره اړيکي و شلوو، له منځنۍ اسيا سره يې و ساتو او په پاکستان کې دي پارسي سرکاري ژبه شي.

پوښتنه: ستاسې په اړه ويل کېږي، چي تاسې تاريخ ته د يوې ځانګړې مفکورې له مخې ګورئ او ليکئ يې؟

ځواب: هر څه ليکل خپل يو مقصد لري. زما د تاريخ ليکنې مقصد دا دى، چي د دود شوي او روايتي تاريخ اساسات بايد ړنګ شي او عامو خلکو ته د تاريخ په اړه هغه شعور ورکړل شي، چي روايتي تاريخ يې نه شي ورکولاى. له يوې نظريې يا فکر پرته څوک تاريخ نه شي ليکلاى. زه د نورو غوندې نه واقعيتونه بدلوم او نه سترګې پر پټوم. اشتياق قريشي په خپلو کتابونو (Ulema in Politics) يا (Muslim Community of the Indo-Pak Subcontinent) کې تاريخي واقعيتونه زښته زيات بدل کړي دي.

پوښتنه: آى ايچ قريشي کوم تاريخي حقايق بدل کړي دي؟

ځواب: هغه پخپل کتاب (Muslim Community of the Indo-Pak Subcontinent) کې هڅه کړې، دا ثابت کړي، چي د هندوستان په مسلمانانو کې د مسلمان ملت او يووالي جذبه له لومړي سره موجوده وه. د ايران، عربو، منځنۍ اسيا او  افغانستان مسلمانان به هندوستان ته تر راتګ وروسته د مسلمانانو په ابادۍ (Community) ګډ شول او خپل سيمه ييز هويت او شهرت به يې پاته نه شو. دا بېخي ناسمه خبره ده. تر انګرېزانو مخکې په هندوستان کې (مسلم) تورى د لږکيو يا جلا ټولنې لپاره نه کارول کېده. د (Muslim Community) اصطلاح د انګرېزانو د واکمنۍ په زمانه کې و کارول شوه. تر هغه مخکې هر يو د خپل نژاد په نامه پېژندل کېده. په تاريخ کې دوى په افغاني، توراني، ايراني او عربو بلل کېدل. په هغه زمانه کې چي به کوم هندو مسلمان شو، هغه به هم خپل پخوانى معرفت پر ځاى ساته، لکه ميو، راجپوتان، قايم خانيان يا خانزاده ګان.

د انګرېزانو په زمانه کې هندوستانيانو ته د ابادۍ په اساس بېل- بېل نومونه ورکړل شول. مثلاً د مسلمانانو ابادي، د هندوانو ابادي يا د سکهانو ابادي. دا د هغې زمانې را زېږېدلى دود دى. دا خبره سمه نه ده، چي دوه قومي نظريه له لومړي سره موجوده وه او ټول مسلمانان يوې خواته او هندوان بلې خواته وو. زوړپالو او محافظه کارو له مجدد الف ثاني اتل جوړ کړ، ګنې هغه زښته متعصب سړى وو، چي ويل به يې په هندوستان کې د غوا قرباني له شريعت سره سم کار دى، له هندوانو دي نه يواځې جزيه اخيستل کېږي، بلکې په خوله کې بايد ور تو کړل شي. هغه د رياضي، فلسفې او دا ډول نورو علومو سخت مخالف وو  او ويل به يې چي يواځې هغه علوم بايد ولوستل شي، چي د شريعت لپاره ګټور وي. د الف ثاني په اړه ويل کېږي، چي ده د اکبر د سيکولر يا د تحمل د تګلارې خلاف جهاد کړى وو، خو واقعيت دا دى چي مجدد په هغه زمانه کې چا پېژانده هم نه.

پوښتنه: په پاکستان کې د انقلاب د راتګ خبرې کېږي. آيا تاسې دلته د انقلاب د راتلو څرک وينئ؟

ځواب: په پاکستان کې نن سبا هغه خلک د انقلاب خبرې کوي، چي انقلاب بايد د هغوى په خلاف راغلى واى. د حبيب جالب شاعري هغه څوک لولي، د چا خلاف چي هغه شاعري کړې وه. تر څو چي مفکرين او فلسفيان په ټينګو او مستقيمو بنسټونو نوي فکرونه او نظرونه پيدا نه کړي، تر هغه وخته په ټولنه کې هغه ذهني بدلون نه شي راتلاى، چي د انقلاب لپاره پکار وي.

پوښتنه: تاسې په نظرياتي توګه مترقي فکر لرئ، کمونيسټ ياست او که بل څه؟

ځواب: زه پر ځان باندې د افراطي او بنسټپال ټاپه نه لګوم، البته زه مترقي فکر لرم. د دې ځاى روايتي کمونيسټان يا ترقي خواهان ما نه خوښوي، زه نه پوهېږم چي د دې سبب څه دى. مثلاً په لاهور کې عابدحسن منټو هم يوې غونډې ته راغلى وو. کله چي زه معرفي کېدم، چي ده پينځوس شپېته کتابونه ليکلي دي، نو منټو صاحب وويل: “دا نو کومه دومره غټه خبره ده”، کله چي زما د خبرو وار راغى، نو ما وويل: “زه ډېر خجل يم، دومره کتابونه مي ولې وليکل، بيا به يې نه ليکم”. زما کتابونه د سيند او بلوچستان مترقي ځوانان په مينه لولي، خو روايتي کمونيسټان، زوړپالي او مذهبي خلک ما نه خوښوي. زه په دې اړه هيڅ اندېښمن نه يم، ځکه زه چي د کومو خلکو لپاره ليکل کوم، هغه زما کتابونه په ډېره مينه او تنده لولي.

***

ژباړه: ١٥ ديسمبر ٢٠١٣م کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب