Homeخبرونهبشار الاسد یو ځل بیا د سوریې ټاکنې وګټلې

بشار الاسد یو ځل بیا د سوریې ټاکنې وګټلې

تاند(جمعه، د جوزا ۷) په سوریه کې د ټاکنو تر اعلان وروسته د دغه هېواد ولسمشر بشار الاسد یو ځل بیا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ اعلان کړی چې بشار اسد په ترسره شوو ټاکنو کې ۹۵ سلنه رایې تر لاسه کړې دي.

د هغه دوو سیالانو محمود مرعي او عبدالله سلوم تر ټولو کمې رایې خپلې کړې دي.

د سوریې هېواد پارلمان اعلان کړی چې په ترسره شوو ټاکنو کې ۱۴ میلیونه په شرایطو برابرو کسانو ګډون کړی و.

په همدغه ترتیب به بشار الاسد د راتلونکو اوو کلونو لپاره نور هم د سوریې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي او که د یاد هېواد اساسي قانون بدل نه شي، دا به یې وروستی ځل وي.

1 COMMENT

  1. بشارالاسد لکه د خپل پلار په شان د سوریې شاهي او میراثي جمهور رئیس دی . پلار یې ډګروال حافظ الاسد د 1971 کال د فبروري له 22 تر 2000 کال د جون لسمه پورې پوره دیرش کاله د سوریې جمهور رئیس وو او له 1970 تر 1971 کال پورې د هغه هېواد صدراعظم وو.
    د حافظ الاسد زوي بشار الاسد د 2000 کال د جولای له 17 تر اوسه او بیا د راتلونکو 7 کلونو لپاره د هغه هېواد جمهور رئیس پاته شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...