شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد مصر لوی مفتي د افغان سولې په تړاو فتوا صادره کړه

د مصر لوی مفتي د افغان سولې په تړاو فتوا صادره کړه

تاند(جمعه، د جوزا ۷) د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي ‘شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام’ په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې په اسلام کې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا دلیل دی چې اسلام پر نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول او یا د نورو بېرول منع کړي دي.

د مصر مفتي زیاتوي، چې اسلام د یوه انسان وژل د درست بشریت وژل بللي او حتي د انسان قتل یې د خدای د کور یعني جومات تر ورانولو هم ناوړه عمل بللی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتواوې صادرې کړي، خو تر اوسه پورې دغو فتواوو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

3 COMMENTS

  1. ده نړی مفتیان ده افغانستان پروړاندی داسی فتواوی صادروی چی هرخواخپل ځان کی په حقه وینی. ځکه خو داسی فتوای بی اثره وی.

  2. د مصر لوی مفتي د قرآن ، حدیث او په ټول کې د اسلام مقدس دین له اصولو سره سمه فتوا صادره کړېده چې هغه د مسلمانانو لپاره ده ، نه د منافقانو او خوارجو لپاره . د خوارجو او منافقانو لپاره د ملاډیزلي او ملا سمو فتوا تر ټولو ډېر ارزښت لري .

  3. هر کله چې فتوا د پاکستاني ګوداګیانو او نر ښځیانو د ګټو په ضد وي، چوکره ګکان یې په یوه يا بله طریقه غواړي چې هغه بې اهمیته ښکاره کړي. دا خنزیران قران هم د ځان د ګټې لپاره کاروي. شرم به هغه کوي چې په شرم پوه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب