جمعه, مې 3, 2024
Home+ادبياتو ته لنډه کتنه | حفيظ الله بشارت‎

ادبياتو ته لنډه کتنه | حفيظ الله بشارت‎

ډېری کسان وايي چې: ادبيات د ذوق او شوق پوهنځی دی، خو دغه ذوق تر اوسه په سمه توګه نه دی پالل شوی؛ د دې يو علت دا دی چې: د ادب په پوهنځيو کې تر اوسه په هماغه پخوانيو متنونو او نظمونو تکيه کېږي، د ادب په پوهنځيو کې تر اوسه هماغه زاړه او پخواني چېپټرونه تدريس کېږي او دغو پخوانيو زړو متنونو او نظمونو د ادب د ډېری محصلينو ذوق او شوق دواړه وژلي دي؛ ډېری محصلين چې کله د ادبياتو پوهنځي ته کامياب شي نو پخواني متنونه او نظمونه، همدارنګه د بايزيد او امير کروړ د وخت لغتونه، د ګرامر او ژبپوهنې سخت او په درد نه لګېدونکي تعريفونه چې استادان يې هم په زده کولو کې پوره پوره جديت غوره کوي؛ وويني/وګوري نو زده کوونکي يو ځل بيا زړه ماتي شي او د ادب کوم هيله بښونکی او خوږ ذوق او شوق يې چې په زړه کې رازرغون شوی وي، بېرته وچ او زېړ شي.
که د ادب استادان د ادبياتو له کلاسيکې او منځنۍ دورې يو څه راووزځي او د ادب په معاصر دور کې يو څه‌ ور د ننه شي، د پخوانيو زړو چېپټرونو، زړو متنونو، نظمونو او ګرامرونو د تدريس پر ځای په يوه عالي شعر، لنډه کيسه، ناول، مقاله، ادبي راپورتاژ، ادبي ټوټه، ډرامه او ……….. وغږېږي او په دې هکله زده کوونکو ته روښانه معلومات ورکړي نو نه يوازې دا چې د ادب د زده کوونکو په زړه کې را پورته شوی شوق او ذوق به مو نه وي وژلی، بلکې زده کوونکو ته به مو رښتینی ادب ور پېژندلی وي.
په‌ ادبياتو کې د‌ ډېری محصلينو د نه پرمختګ يو لوی عامل همدا د ادب په زاړه مېتود په پر له پسې توګه ګام ور اخيستل دي چې نه يوازې د ادب دې زده کوونکو د پرمختګ مخه يې ډب کړې؛ بلکې لا يې پسې شا ته ټېل وهلي او ټنبل کړي دي.
د استاد مصطفی صفا په قول: ادبياتو ته دوه ډوله کسان را بريالي کېږي يا ادبيات دوه ډوله کسان وايي/ ويلی شي…
اول، یو هغه ډول کسان دي چې فقط وخت تېروي او ځان يې د کاغذي اسنادو تر اخيستو پورې په ادبياتو کې مقيد او بند کړی وي. دغه ډول کسان فقط په ادبياتو کې بې ځايه وخت تېروي او ادب ته په خدمت کولو کې کوم مجبوريت نه ويني.
دوه، بل هغه ډول کسان دي چې غواړي په ادبياتو کې نوښت او ابتکار وکړي. دغه ډول کسان ادب ته په مينه، شوق او علاقه راغلي وي؛ دا ډول کسان په ادبياتو په رښتیني معنا ځان پوهوي او په ادب کې يو هنر ته مخه کوي بعضې يې غواړي کيسه او ناول ليکوال شي، بعضې يې د مقاله نويسۍ شوقي وي، ځينې يې شعر ليکلو ته مخه کړي، بعضې يې د شعرونو او کيسو په ډېکلومو ور دانګي، ځينې يې غواړي وياناوالان شي، بعضې يې غواړي ښه ژباړن شي او……………….
د ادب د استادانو په پخواني مېتود تګلاره، د ادب هغه شاګردان چې ځانونه يې فقط د‌ کاغذي اسنادو تر اخيستو پورې په ادبياتو کې مقيد کړي وي او د ادب د استادانو او شاګردانو فقط د چېپټر په وچو اوسختو تعريفونو او لغتونو په ميخانيک کولو ټينګار……… هغه لاملونه دي چې د ادب د محصلينو د پرمختګ په لار کې لوی خنډ ګرځېدلي دي.
ادبيات يوازې شعر او شاعري نه ده، ادبيات د هنرونو، فکرونو، نوښتونو، ابتکاراتو او……………. څخه جوړه شوې  پوهنځۍ ده.
د دانتې له قوله: ادبيات يوه دروازه ده چې انسان يې د خپلو احساساتو پر مخ پرانېزي.
د وېکتور هوګو په باور: ادبيات د تمدن د پټ راز چينه ده.
زما په اند: بې له ادبياتو انسان نيمګړی دی!
ادبيات يعنې د ژوند تفسير!
ادبيات دي چې انسان ته د خپلې مينې د خړوبولو پوره پوره چانس په لاس ورکوی، ادبيات دي چې د انسان د هر رنګه مينې تنده په پوره ډول ماتوي. ادبيات دي چې انسان له سياست سره بلدوي. ادبيات دي چې انسان د بشر په اړه فکر کولو ته هڅوي. ادبيات دي چې انسان په رښتینې مينه پوهوي.
بعضې کسانو ادبيات تر شعر او شاعرۍ پورې محدود کړي دي، خو ادبیات يوازې شعر او شاعري نه ده؛ ادبيات له سياست، ارواپوهنې، اقتصاد، اجتماع، هنرونو، نوښتونو او………… سره ژوره اړيکه لري.
ډېری کسان له ادبياتو سره مينه لري، خو په ادبياتو کې د کاري ساحې او پيسو نشتون هغه لوی عامل دی چې د دغه کسانو په زړه کې د ادب بله شوې ډېوه وژني.
داسې کسان که څه هم له ادب سره مينه لري، خو د‌ دوی انتخاب له دې امله ادبيات نه وي چې د دوی په ګومان په ادبياتو کې نه کار شته، نه پيسه.
خو که ادبيات په سمه توګه وويل شي، په ادبياتو کې يوازې د چېپټرونو په ميخانيک کولو تکيه ونه شي او يو هنر په سمه توګه پکې وپالل شي نو هم به يې کاري ساحه پراخه وي او هم به يې مالي.
له ادبياتو سره رښتينې مينه د دې سبب کېږي چې ته پکې بې ساری پرمختګ وکړې.
مينه ده چې انسان خپلو اهدافو ته رسوي‌ او زه اوس له ادبياتو سره دومره مينه لرم چې هغه د ويرجينيا وولف په قول: له ځان سره فکر کوم چې بايد په ميليونونو خلک دادبياتو مينوال کړم، نه په زرګونو………….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب