یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه نوښار کې یو افغان د خپلې پاکستانۍ مېرمنې په وژلو تورن...

په نوښار کې یو افغان د خپلې پاکستانۍ مېرمنې په وژلو تورن شو

خبریال: داوود جبارخېل (چهارشنبه، د عقرب ۱۴ مه) د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې یو افغان کډوال په دې تورن شوی چې خپله پاکستانۍ مېرمن یې په دې خاطر وژلې چې له ده سره یې افغانستان ته له تګه انکار کړی و.

پېښه د نوښار په پبي تحصیل کې شوې ده، د پبي پولیس تاڼې د دغه کس پر خلاف دوسیه یا ایف آی آر درج کړی دی.

د نوښار د پولیسو ویاند عدنان دراني د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ایف آی آر ثبت شوی او تورن کس به ژر ونیول شي.

د پبو د سیمې د پولیسو په تاڼې/ ماموریت کې د درج شوي ایف آی آر له مخې د پیښور اوسیدونکې میرمن لس کاله پخوا د آصف په نوم له یوه افغان سره واده کړی و او دوی څلور ماشومان لري.

پولیس وايي، آصف قصابي کوله او په پبو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده. دوی همدا راز غوښتل چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي خو وروسته له هغه چې حکومت د بې اسناده افغانانو د بېرته تګ امر وکړ نو اصف چې مجبور و خپل هیواد ته ستون شي، مېرمن یې نه غوښتل چې افغانستان ته ولاړه شي.

پولیس زیاتوي چې افغان مېړه د خپلې مېرمنې په انکار خوښ نه و او له همدې امله یې خپله مېرمن وژلې ده.

د قربانیانو د کورنۍ په وینا، اصف خپله مېرمن پرون سهار ۳ بجې په داسې حال کې په ډزو ووژله چې ویده وه.

د پوليسو وياند عدنان دراني ويلي چې له پيښې څخه وروسته اصف له يوې لور او دريو زامنو سره تښتيدلى او د نيولو هڅې يې روانې دي.

پوليس وايي چې پلټنې روانې دي، د خيبر پوليسو ته هم خبر ورکړل شوى چې تورن قاتل بايد افغانستان ته ونه تښتي. په داسې حال کې چې د تورن له خپلوانو او ملګرو څخه هم پوښتنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب