جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکلتورسینماهندۍ موډلې خپله لور او ځان له شلم پوړ غورځولی

هندۍ موډلې خپله لور او ځان له شلم پوړ غورځولی

تاند: هندۍ مشهورې موډلې جیوټي مالاني خپله اووه کلنه لور له لوړپوړیزې ودانۍ لاندې راغورځولې، او خپله یې هم ځان وژلی دی.

د رسنیو د راپور په اساس د کرناټکا ایالت د بنګلور ښار پتنهالي جی پي نګر اوسېدونکې ۳۲ کلنې موډلې جیوټي مالاني چې تر دې وړاندې یې د هند د شایننګ سټار لقب هم ګټلی و، لومړی خپله ۷ کلنه لور له ۲۰م پوړ څخه لاندې غورځولې او بیا یې ځان هم له دغه پوړ څخه اچولی دی.

پولیس وايي، جیوټي مالاني به له خپل سوداګر مېړه پنکج سره هر وخت په جګړه وه او له پېښې یوه ورځ وړاندې هم دواړو جنګ کړی و چې له کبله یې پنکج له کوره وتلی او د ورور په کور کې دېره شوی و.

راپورونه وايي، جیوټي مالاني د خپلې لور تر وژنې د مخه د هغې یوه ویډیو هم په ټولنیزو شبکو خپره کړې وه.

پولیس وايي، د جیوټي ورور ورته عریضه کړې او د هغې په اساس یې د جیوټي میړه اوس نیولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب