پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد خواف – هرات رېل پټلۍ شپږ ساتونکي وژل شوي

د خواف – هرات رېل پټلۍ شپږ ساتونکي وژل شوي

تاند — د هرات والي وايي په دغه ولایت کې د خواف – هرات رېل پتلۍ د ساتونکو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې شپږ ساتونکي وژل شوي دي.

د والي سید وحید قتالي په خبره دغه پېښه پرون ناوخته مازیګر مهال د هرات – اسلام قلعه په لویه لار رامنځته شوې.

د رېل پټلۍ ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې دا خبر تایید کړی وايي، د ټولګټو پروژو د کارکوونکو او ساتونکو په نښه کول یو ستر بشري او د نه منلو وړ جنایت دی.

تر دې وړاندې هم د یادې رېل پټلۍ او دغه راز د نورو عامه تاسیساتو ساتونکو باندې ورته چاودنې او وسله وال بریدونه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...