شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸ طالبان وژل شوي

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۱۰ مه)  د افغانستان ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو سره په مخامخ نښتو او عملیاتو کې د ۱۲۸ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۸ طالبان ووژل او ۷۰ نور ټپیان شول.

ملي دفاع وزارت زیاتوي چې د یادو نښتو او عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه وايي، وسلوالو طالبانو ته دا مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بلخ، سرپل، هلمند، بغلان او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت دغه راز زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۰ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

ورته مهال د فراه ولایت چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو تن د پوهنتون ښوونکی د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د دغه ولایت امنیه قومانداني مسوولان وايي، دا ښوونکی تېره شپه په خپل کور کې د وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه وايي، د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو وايي څېړنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده تېره ورځ هم مازیګر شاوخوا څلور بجې د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر کاستر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د البیروني پوهنتون درې استادانو او یو تن ځایي اوسېدونکي ژوند وبایله او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب