جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچینايي پانګه وال په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې پانګونه...

چینايي پانګه وال په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې پانګونه کوي

تاند – ولسمشر محمد اشرف غني له داخلي او خارجي پانګه والو څخه د حکومت د ملاتړ پر دوام او په افغانستان کې د پانګونې په موخه د چینايي پانګوالو یوه ګروپ سره لیده کاته کړي.

د ارګ په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي غني پرون شنبه/ د جوزا ۸مه/ ماسپښین مهال د چینایي پانګه والو ګروپ سره چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېواله دي، وکتل.

د بیان له مخې، دغه چینايي پانګوالو په خپلو خبرو کې وویل، غواړي چې د کابو ۴۰۰ میلیون ډالرو پر پانګونې افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه په استفادې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.

په بیان کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني د پانګونې اسانتیا واحد ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت سره په همکارۍ ددغه چینايي پانګه والو لپاره د پانګونې فرصت برابرولو په هکله لازمې ارزونې وکړي او د راتلونکو اجرأتو په موخه دې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب