جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکمتیار د ترکیې ناسته د روان بحران د پای لپاره غوره فرصت...

حکمتیار د ترکیې ناسته د روان بحران د پای لپاره غوره فرصت وباله

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وايي، چې د استانبول ناسته د روان بحران د پای ته رسېدو لپاره یو غوره فرصت دی، په خبره یې ښکېل لوري دې له دې فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي.

هغه چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، له ولسمشر غني سره یې په درې اړخیزه ناسته کې هوکړه کړې، چې د ترکیې له ناستې به ملاتړ کوو.

هغه وايي، د داسې یوه لنډ مهالي انتقالي حکومت پر جوړېدو هم هوکړه شوې، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

حکمتیار همداراز زیاتوي چې افغانستان کې د طالبانو د امارت پر نه راګرځېدو نړیواله اجماع شتون لري.

نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې په جګړه کې ښکېل لوري دې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او دایمي اوربند ته دې لاره هواره کړي.

د هغه په وینا، دولت باید لومړی له خپلو شاملو اړخونو سره د سولې په برخه کې په دولت کې د ټولو شاملو لورو د منلو وړ باصلاحیته مرجع جوړه کړي.

هغه زیاته کړې، له حکومت سره د سولې پر یوه ګډ پلان کار ته تیار دي، خو که حکومت دا چاره ترسره نه کړي نو حزب اسلامي تیار دی چې په یوازې ځان په دې برخه کې اقدامات ترسره کړي او د سولې لپاره یو کارنده او اغېزناک پلان جوړ کړي.

حکمتیار په داسې حال کې د سولې په برخه کې په دولت کې د داخلو جریانونو ترمنځ د اختلاف خبره کوي چې ولسمشر غني غواړي د دولت د عالي شورا په نامه یوه نوې شورا جوړه کړي.

حکومتي مسوولین وایي په دې برخه کې د ولسمشر مشورتي کتنې دوام لري او ژر به یې پایله اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب