جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمن: له حکومته د افغانستان په اړه سپیناوی غواړو

فضل الرحمن: له حکومته د افغانستان په اړه سپیناوی غواړو

تاند(یکشنبه، د جوزا ۹) د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي د مخالفو ګوندونو غورځنګ (پي ډې ایم) ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه سپیناوی ورکړي.

د دغه غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي، د سیمې حالات د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، پي ډې ایم له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې د پارلمان یوه ګډه غونډه راوبولي او په علني ډول دې د خپل دفاعي حالت، بهرنۍ پالیسۍ او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه خلکو ته سپیناوی ورکړي.

دوی دغه راز پر حکومت د توندو نیوکو ترڅنګ په ټول پاکستان کې د پراخو حکومت ضد اعتراضونو اعلان هم کړی دی.

دوی داسې مهال د سپیناوي غوښتنه کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري.

د دغه وزارت په خبره، د امریکا او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د یوې هوکړې پربنسټ همکاري روانه ده خو د یادې هوکړې د نوي کولو لپاره هم تر اوسه امریکا، دوی ته کوم وړاندیز نه دی کړی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي وو چې پاکستان امریکا ته د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده او دغه راز یې په دغه هېواد کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي اډې ورکولو ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب