جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپي ټي ایم د پاکستان حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو خبر...

پي ټي ایم د پاکستان حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو خبر ورکړ

تاند — د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که د پاکستان حکومت یې بندي غړي خوشې نه کړي؛ نو دوی به د پولې پورې غاړې په ۲۹ لویو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي.

د منظور پښتین خبره، دا مظاهرې به یوه میاشت دوام کوي او په نوبتي شکل به ترسره کیږي.

ښاغلي پښتین وايي چې پي ټي ایم به تر هغه وخته خپلې مبارزې جاري ساتي څو چې د پښتنو په خاوره روان وضعیت ته د پای ټکی نه وي کېښودل شوی.

نوموړی وايي، «د لادرکه خلکو د را خلاصولو لپاره به پي ټی ايم هلې ځلې تر هغو دوام داره وي ،تر څو پوري چي اخري لادرکه کس نه وي را خلاص شوی ،او د جبري لادرکه کیدو دا سلسله نه وي ختم شوي.»

هغه افغان سولې ته په اشارې زیاتوي چې پي ټي ایم د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه غږ پورته کړی دی او د دوی د مبارزې تر ټولو ستر هدف په لر او بر افغان وطن کې امن او سوله ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پرون چې د کرښې دې خواته د کومو سیمو خلک د افغان جګړې لپاره کارېدل، نن په همدې سیمو کې د افغان وطن د امن لپاره سیمنارونه کیږی، د سولې خبرې کیږي او خلکو ته شعور او فکر ورکول کیږي.

د منظور پښتین په خبره، په افغانستان کې اکثریت افغانان د دوی داوطلب ملاتړي دي، ځکه دوی د هغې جګړې خلاف راوتلي دي چې د کرښې هغې غاړې ته د پښتنو په ګډون ټول قومونه ترې اغېزمن دي.

د پي ټي ایم مشر دغه راز څرګنده کړه چې دوی اوس په افغانستان کې منظم جوړښت نه لري خو که په راتلونکې کې دغه جوړښت را منځته کېږي، نو په داسې یو نوم او شکل به وي چې هلته د افغانانو د وېشلو سبب نه شي، ځکه یو له بل بېلوالی او وېش د افغانانو په زیان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب