Homeکلتورسینماد بالیووډ اداکاره عالیه بټ د کورونا واکسین پر ارزښت سریال جوړوي

د بالیووډ اداکاره عالیه بټ د کورونا واکسین پر ارزښت سریال جوړوي

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۱۰ مه)  هندي رسنۍ وایي، د بالیووډ مخکښه اداکاره عالیه بټ غواړي د کورونا ضد واکسین د ارزښت په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه یو سریال جوړ کړي.

د راپورونو په حواله، اداکاره او پروډیوسره عالیه بټ د کورونا په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو اوازو او د کورونا ضد واکسین په اړه د دقیقو معلوماتو په تړاو یو وېب سریال جوړوي.

د معلوماتو له مخې، دا وېب سریال The Intersection به پنځه برخې ولري.

عالیه بټ د دې وېب سریال په اړه په خپل ټویټر اکاونټ کې مینه والو ته معلومات ورکړي دي.

عالیه بټ وایي، که څه هم واکسین راغلي دي، خو اوس هم ډېر خلک د تذبذب ښکار دي، د دې هر څه وجه په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو خپرېدل دي.

هغې زیاته کړې چې دا وېب سریال به د واکسین په اړه پوره او دقیق معلومات خلکو ته ورکړي او د واکسین د انتخاب په برخه کې به هم د خلکو سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال د اپریل په دویمه نېټه عالیه بټ هم په کورونا ویروس اخته شوې وه، چې وروسته بیا کرنټین شوه او د اپریل په ۱۴مه نېټه يې د کورونا ټېسټ منفي راغی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...