Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سعودي د انرژۍ ګروپ له افغانستان سره د تېلو او ګاز د...

د سعودي د انرژۍ ګروپ له افغانستان سره د تېلو او ګاز د اکتشاف او نللیکې د جوړولو قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د سعودي عربستان دیلدا انرژي ګروپ د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د هایدروکاربنونو د اکتشاف، په هرات کې د طبیعي ګاز د کارونې او د ګازو د یوې وړاندیز شوې نل‌لیکې په اړه یو لړ هوکړې لاسلیک کړي دي.

د ډیلټا انرژي د سپټمبر په ۶مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې موافقو کې د هرات د کوشک او تیرپل د قراردادي ساحې اکتشاف شاملې دي چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومتره مربع مساحت لري.

د قراردادونو پر اساس، ډیلټا انرژي به د افغانستان د هایدروکاربني سرچینو د اندازې او اقتصادي وړتیا د معلومولو لپاره جیالوجیکي او جیو فزیکي څېړنې، د زلزلې سروې، اکتشافي برمه کاري او د زېرمو ارزونې ترسره کړي.

دا شرکت به د هرات صنعتي پارک، د هرات ښار او نورو منظور شویو سیمو لپاره د طبیعي ګاز د کارونې په اړه د یوې څېړنې لګښت هم ورکوي. په دې څېړنه کې به په صنعت او د برېښنا په تولید کې د ګاز د احتمالي کارونې لارې هم وڅېړل شي.

د ۷۰۰ کیلومتره ګاز نل‌لیکې طرحه

د یوې جلا موافقې له مخې به د «سنټ‌ګاز – د سوکالۍ دهلېز» په نوم د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره ګاز نل‌لیکې د جوړولو طرحه هم وارزول شي.

د دې نل‌لیکې له لارې به ښايي په هرات کې د ګذرې ولسوالۍ ته څېرمه د ګاز د ترلاسه کولو له ځای څخه په کندهار کې سپین بولدک ته څېرمه ګاز انتقال شي.

ډیلټا انرژي اټکل کوي چې د دې نل‌لیکې د جوړولو لپاره به په لسو کلونو کې شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره پانګونې ته اړتیا وي؛ خو دا به د تخنیکي او اقتصادي ارزونې، تمویل، قانوني جوازونو او د وروستۍ پانګونې د پرېکړې له پایلو سره تړاو ولري.

دغه شرکت وايي، پراخ او یوځای شوی پروګرام یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د لسګونو میلیاردډالرو احتمالي پانګونې ته زمینه برابره کړي. په دې کې د تېلو او ګازو اکتشاف، د ساحو پراختیا، د طبیعي ګاز کارونه او نورې اساسي چارې شاملې دي.

خو شرکت ټینګار کړی چې د پروژې راتلونکي پړاوونه به د اکتشاف په پایلو، اقتصادي وړتیا، تمویل او اړینو جوازونو او منظوريو پورې تړلي وي.

د ډیلټا انټرنېشنل هولډینګ ګروپ مشر شیخ بدر محمد العیبان ویلي، دا پروژه یوازې د تېلو او ګاز پانګونه نه ده، بلکې د انرژۍ د یوه بشپړ چاپېریال د جوړولو فرصت دی چې کولی شي د کار زمینه برابره کړي، د صنعت ملاتړ وکړي او سیمه‌ییزې ترانسپورتي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري هم د دغو موافقو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له ډیلټا انرژي سره همکاري کولی شي د افغانستان د هایدروکاربني سرچینو د اکتشاف بهیر چټک کړي، د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي او اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...