Homeخبرونهد پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د شړلو پرېکړه...

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د شړلو پرېکړه وغندله

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد د طب او غاښونو له پوهنځیو څخه د افغان محصلانو، په ځانګړي ډول د ښځینه محصلانو، د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نه منلو پرېکړه غندلې ده.

دغه کمېسیون ویلي چې پاکستان باید د هغو افغان محصلانو ستونزې جدي وڅېړي چې له دغه هېواد څخه ایستل کېږي. د کمېسیون په وینا، د افغان محصلانو ایستل نور یوازې د زده‌کړو موضوع نه ده، بلکې په بشري ناورین بدلېږي او د هغوی زده‌کړې، امنیت او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یوازې په لاهور ښار کې شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلان/ محصلنې، چې طب او د غاښونو طب لولي، له دې پرېکړې اغېزمن شوي دي. اټکل کېږي چې له ډلې یې له ۲۰ تر ۴۰ پورې ښځینه محصلینې دي.

کمېسیون ویلي چې یو شمېر دغو محصلانو د قانوني مرستې او خوندي استوګنځي د موندلو لپاره ورسره اړیکه نیولې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د اجباري نه ستنولو پر اصل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته ستنېدل، په ځانګړي ډول د ښځینه محصلانو لپاره، له مشخصو ګواښونو سره مل دي. دغه کمېسیون غوښتنه کړې چې د هر محصل له شړلو مخکې باید په افغانستان کې د هغه یا هغې د احتمالي خطرونو جلا ارزونه وشي.

کمېسیون ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي اندېښنې او ترینګلتیا د افغان محصلانو د «ډله‌ییزې سزا» لپاره توجیه کېدای نه شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د ایستلو د بهیر د سمدستي درولو، د هغوی د بیا نوم‌لیکنې د پیل او د شړل کېدونکو محصلانو لپاره د خوندي استوګنځي او بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ» بللې او له اسلام‌اباد څخه یې پر خپله پرېکړه د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

مجاهد ویلي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت چمتو دی چې د شړل کېدونکو محصلانو د زده‌کړو د دوام لپاره په افغانستان کې زمینه برابره کړي؛ خو هغه د ښځینه محصلانو په اړه وضاحت نه دی ورکړی. په افغانستان کې د طب په ګډون، ښځې او نجونې له لوړو زده‌کړو منع شوې دي.

د پاکستان طبي شورا هم تر دې مخکې له افغان محصلانو غوښتي وو چې له دغه هېواد څخه ووځي. پر دې پرېکړې په پاکستان او بهر کې هم پراخې نیوکې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان دا پرېکړه «تبعیضي» بللې او خبرداری یې ورکړی چې د افغان محصلانو شړل د هغوی د زده‌کړې حق تر پښو لاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...