استاد سعدالدین شپون د ۲۰۱۷ د سپټمبر په ۱۰ د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.
سعدالدين شپون د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچا کېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر تخت کښېناست. کورنۍ یې لوستې وه. پلار یې د دولت په دستگاه کې د ځای او مقام خاوند و. شپون د ننگرهار ولايت له خوږیاڼیو د کندوز ولايت خان آباد ته کډه شوی و. سعد الدين شپون د قاضي برهان الدين، چې د اتحاد خان آباد ورځپاڼې مدير و، زوی او د گهيځ د اوونيزې پازوال چلوونکي منهاج الدين گهيځ ورور دی. نوموړی د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
هغه مهال افغانستان او په خاص ډول کابل د نوو، بدلون غوښتونکو ځوانانو د مبارزو ډگر وو. سعدالدین شپون که له یوه لوري د بدلون د بهیر لاروی وو، له بل لوري یې ملي واقعیتونه هم له پامه نه غورځول.
استاد سعدالدین شپون، د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د قاضي برهان الدین کره د ۱۹۳۳ کال فبرورۍ کې زېږېدلی و. استاد په کندوز، کابل او امریکا متحدو ایالتونو کې زده کړې کړې وې. ۱۳۳۵ کال کې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړې.
استاد شپون په کابل پوهنتون او د ډنمارک کوپنهاګن پوهنتون کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې. د کاري ژوند پیل یې کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر کې د یوه مامور په توګه کړی و او وروسته یې بیا د افغانستان علومو اکاډیمۍ کې هم یو مهال دنده درلوده.
استاد شپون هغه مهال د پښتو انګلیسي قاموس په ترتیب او تدوین کې فعاله ونډه اخیستې وه. د ادبي او ټولنیزې لیکوالۍ تر څنګ یې شعر هم لیکه، چې د ‘پرخه پر ترخه ‘ نومې ټولګه کې چاپ شوي دي، خو د کاري ژوند ډېره برخه یې د ژورنالیزم ډګر کې تېره کړه او ښايي یو لامل یې دا وي، چې استاد شپون ته له پلار او مشر وروره خبریالي یو ډول میراث پاتې وه.
د استاد نژدې ټول ناولونه د ده په خپله وینا تر ډېره حده په شخصي تجربو ولاړ و، ځکه به په کې د ناول د لیکلو د زمانې سیاسي او ټولنیزو حالاتو برالا انځور لیدل کېده، البته د استاد روان او خوږ نثر، پر ژبه حاکمیت، چې د تجربې د بیان لپاره بنسټیز اصل دی، د خپلې خبرې کولو جراات، ځانګړي سبک او له ډېر پخوا نه له نړیوال ادب سره اشنايي یې ټولو اثارو ته یو خاص مقام ورکړی و.
د ۲۰۱۰ کال اپریل کې د بي بي سي له ایمل پسرلي سره یوه مرکه کې استاد په خپل ځانګړي انداز ویلي و، چې نور ناولونه نه لیکي:
”له بهرامه ښادي حرامه ، بس دى نور يې نه کوم ، زما همدا تجربې وې ، همدا وې ختمې شوې ، که مې بيا هم زړۀ وشو هغه به بيا بيله خبره وي . ما ټولو ته ويلي چې بل ‘ناول ‘ نه ليکم. ”
استاد شپون بل ناول و نه لیکه، خو د ‘مچۍ ځاله ‘ په نوم یې د مقالو ټولګه ‘چې نژدې ټولې یې هماغه د استاد د خپلو تجربو نچوړې وې، ‘ له ښایستو نژدې درې کاله وروسته په ۲۰۱۳ کال کې له چاپه راووته. د هغه د داستاني اثارو په څېر د افغانستان ادبي کړیو کې د دغه کتاب هم دروند هرکلی وشو.
مینه احمد