پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+نن د استاد حبیب الله رفیع کلیزه ده

نن د استاد حبیب الله رفیع کلیزه ده

استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۲۴ لمريز كال د وردګ ولايت په سيدآباد والسوالۍ كې زېږېدلې دی. زده كړې يي په ديني مدرسو كې كړي. له شعر او ادب سره يې له ماشوتوبه ډېره مينه درلوده.

نن د سپټمبر ۱۰ مه د استاد حبیب الله رفیع ۷۹ کلیزه ده. کلیزه دې یې نېکمرغه وي. استاد لسګونو‌ کتابونه لیکلي. په لاندې لیکنه کې لیکوال ښاغلي ځلاند د استاد رفیع د اثارو لیست ترتیب کړی چې استاد ته د روغې سټې او اوږد عمر په هیله یې خپروو.

د استاد حبیب الله رفیع چاپ شوي آثار
م. فیصل ځلاند
د استاد رفیع ټول آثاذ چاپ شوي دي، خو یوازې د (پښتنو تاریخ کتاب) چې د پاڼو شمېر یې ۷۰۰ ته رسېږي لا نه دی چاپ شوی او نېږدې وخت کې به چاپ شي.
دلته یې د ټولو آثارو نومونه خپروم هیله ده تر لاسه یې کړې او ویې لولئ.
لومړی: شعري ټولګې:
۱ــ سکروټې، د ۱۳۴۵ کال چاپ
۲ــ برېښ، افغان ملت ۱۳۴۶کال
۳ ــ د جمهوریت وږمې، پښتو ټولنه، ۱۳۵۶
۵ــ اې هېواده! اې هېواد! پښتو ټولنه، ۱۳۵۶کال
۶ــ څَوِبْ، امان کتاب خپرولو مؤسسه، پېښور، ۱۳۵۸ کال
۷ــ اورونه او ویرونه، امان کتاب خپرولو مؤسسه،۱۳۶۳ کال
۸ ــ ږلۍ او ګولۍ، امان کتاب، ۱۳۶۳ کال
۹ــ ولونه ولونه، امان کتاب، ۱۳۷۶ کال
۱۰ ــ د ستوریو کرونده، امان کتاب، ۱۳۷۶
دویم: فلکلوري څېړنې:
۱۱ــ د خلکو سندرې (پر اولسي ادب څېړنه)، د تاریخ او ادب ټولنه، اففانستان اکاډمي، ۱۳۴۹ کال
۱۲ــ د هوتکو نارې، پښتون کتابفروشي، ۱۳۴۹کال
۱۳ ــ پښتني ودونه، د افغانستان د مرستو مرکز، ۱۳۸۱ کال
دریم، ادبي څېړنې:
۱۴ ــ د پښتو پخوانۍ تذکرې، د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۵۰ کال
۱۵ ــ ادبي ستوري، لومړی ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۳ کال
۱۶ ــ د سره غره ګلونه، د امان کتاب، ۱۳۵۷ کال
۱۷ــ ادبي ستوري، دوهم ټوک، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۵۹ کال
۱۸ــ زرینې څانګې، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ کال
۱۹ــ د استاد یاد( د علامه حبیبي ژوند لیک) پېښور پوهنتون، ۱۳۶۴ کال
۲۰ ــ د محمدي صاحبزاده پر دېوان یو ځغلند نظر، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال
۲۱ــ روښنایي لیکنې، ارزاني خویشکې ادبي ټولنه، ۱۳۶۵ کال
۲۲ــ آواره شيدا ـــ امان کتاب، ۱۳۸۶ مال
۲۳ــ رحماني خم ـــ د ختیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنه، ۱۳۸۷ کال
۲۴ ــ ادبي څېړنې، امیري خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال
۲۵ــ ادبي ګروېږنې مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
۲۶ ــ هغوی چې بیا نه راځي، د کوټې پښتو اکیډمي، ۱۳۹۴ کال
۲۷ــ زندان خوړلي ادیبان، د افغانستان قلم ټولنه، ۱۳۸۳ کال
څلورم، کتابپېژندنه:
۲۸ــ د تاریخ ټولنې کتابونه، د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۵۱ کال
۲۹ ــ پښتو پانګه، لومړی ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۴ کال
۳۰ ــ پښتو پانګه، دویم ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۵۶ کال
۳۱ــ پښتو کتابښود، د بیهقي کتاب خپرولو مؤسسه، ۱۳۵۶ کال
۳۲ــ د وږمو نخښې، د افغانستان کلتوري ټولنه ۱۳۷۱ کال
۳۳ــ ولې (هغه لغت چې ۳۳ معناوې لري) ، په پوهنه مجله کې پر له پسې خپور شوی، ۱۳۴۳ کال
۳۴ ــ ژبپالنه، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ کال
۳۵ــ زنځیرۍ، د افغانستان علومو اکاډمي، ۱۳۶۱ کال.
۳۶ ــ په پښتو کې معدوله واو، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۸۴ کال.
۳۷ــ ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
شپږم: تاریخي سپړنې:
۳۸ ــ پښتو خپرونې( د پښتو ژورنالېزم تاریخ) د پښتو د پراختیا او پرمختیا ریاست، ۱۳۵۶؛ دویم چاپ: مومند خپروندویه ټولنه: د سرحدونو او قبایلو وزارت، ۱۳۹۴ کال
۳۹ ــ په افغانستان کې د ژورنالېزم تاریخچه( له کاظم آهنګ سره ګډ اثر) تاریخ ټولنه، ۱۳۵۶؛ دویم چاپ: مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ کال
۴۰ ـ  په افغانستان کې د سید جمال الدین افغان خدمتونه، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲ کال
۴۱ــ افغان او د روسي دوستۍ داستان( د زکي الله خان نامه)، د افغانستان د آزادو لیکوالو ټولنه، ۱۳۶۸ کال
۴۲ــ د تمدن سوغات، (په افغانستان کې د عصري اختراعاتو دودېدل) داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۳ ــ ارمغان تمدن (د همدې کتاب دري ژباړه) داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۴ ــ د افغانستان لنډکی تاریخ، داریک کتابتون، ۱۳۷۸ کال.
۴۵ ــ تاریخ فشردۀ افغانستان، داریک کتابتون،۱۳۷۸ کال.
۴۶ ــ سید جمال الدین افغان و افغانستان، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ۱۳۸۳ کال
۴۷ــ هینداره (د عصري صنایعتو بهیر) د وردګو ولایت خپرونه، ۱۳۸۸ کال.
۴۸ ــ نندارتون (د افغانستان د تاریخي تحولاتو ځینې برخې) رفیع کلتوري اودمدني ټولنه، ۱۳۹۰ کال.
۴۹ــ د افغانستان بانګ نوټونه، ځواکمن، ۱۳۹۰ کال.
۵۰ بانکنو تهای افغانستان، توانا، ۱۳۹۰ کال.
۵۱ ــ د افغانستان کابینې، ځواکمن،۱۳۹۰ کال.
۵۲ ــ کابینه های افغانستان، توانا،۱۳۹۰ کال.
۵۳ ــ لویه جرګه، امان کتاب ۱۳۸۱ کال.
۵۴ ــ په افغانستان کې د عصري ښوونې او روزنې پیل پرمختیا، د افغانستان د مطالعاتو مرکز، ۱۳۷۷ کال.
۵۵ ــ په افغانستان کې د ښځینه زده کړو تاریخي بهیر،  د افغانستان ددمطالعاتو مرکز، ۱۳۷۵ کال.
۵۶ ــ د زمانې پلونه، میهن خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۱ کال.
۵۷ ــ هوتکي غورځنک، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۹۵ کال.
اووم: تحلیلي لیکنې:
۵۸ ــ ناسیونالیزم او ملي مسایل، اسد ګوند، ۱۳۵۸ کال.
۵۹ــ شاه شجاع او ببرک د تاریخ په تله کې، امان کتاب، ۱۳۶۴ کال.
۶۰ ــ د روسي ښکېلاک رنګونه او نیرنګونه، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال.
۶۱ ــ وحشیانه تېری او شرمېدلې ماتې، امان کتاب، ۱۳۶۵ کال.
۶۲ ــ  ملي زاویه، امان کتاب، ۱۳۷۶، دویم چاپ: رفیع ادبي ټولنه، ۱۳۸۹ کال
۶۳ ــ  کتابونه دریابونه (لومړی ټوک) د ساپي د پښتو څېړنو مرکز، ۱۳۷۷ کال.
۶۴ ــ کتابونه دریابونه (دویم ټوک) امان کتاب، ۱۳۷۸ کال.
۶۵ ــ  د بتانو هنګامه، امان کتاب، ۱۳۷۸ کال
۶۶ ــ دوې طرحې، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۶۷ ــ ملي شوری، امان کتاب، ۱۳۹۴ کال.
۶۸ ــ ملي کرښه، امان کتاب، ۱۳۹۴ کال.
۶۹ ــ ملي مخه، ملي موخه، اکسوس کتابپلورنځی، ۱۳۹۴ کال.
۷۰ــ ملي نړی لید، د افغانستان ملي تحریک، ۱۳۹۴ کال.
۷۱ ــ او سپېدې وچاودې، ۱۳۹۴ کال.
۷۲ ــ د لارې ډالۍ، ۱۳۹۴ کال.
۷۳ ــ شپاړسم روس (لنډې کیسې) امیري خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال.
۷۴ ــ د پښتونخوا د شعر هاروبهار ــ ډار مسټټر ( سریزه، ژباړې) پښتو ټولنه، ۱۳۵۶ کال.
۷۵ ــ د پیر محمد کاکړ دیوان (سریزه) دانش خپرندویه ټولنه.
۷۶ ــ معرفة الافغاني، د پیر محمد کاکړ (سریزه او سمون) ننګرهار مجله،  ۱۳۵۶ کال.
۷۷ــ د احمد شاه بابا دیوان (سریزه) دانش خپرندویه ټولنه.
۷۸ ــ د علیخان دېوان، پښتو ادبي مرکز، سرای نو رنک، ۱۳۸۶ کال.
۷۹ ــ د رحمان بابا دېوان( سریزه، پښتو ټولنه) ، ۱۳۵۶ کال.
۸۰ ــ ورک زوی څنګه پیدا شو؟، د اخوند احمد (سریزه او سمون) امان کتاب، ۱۳۶۴.
۸۱ ــ د استقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص( سریزه، سمون نښلونې) امان کتاب، ۱۳۶۵، بل چاپ ۱۳۸۱، دریم چاپ د استقلال امانیه په نامه ــ د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۸۹
 کال.
۸۲ ــ فالنامه (خوشحال خان خټک) پښتو اکیډمي، پېښور، خوشحال ریسرج سیل، ۱۳۶۵،  بل چاپ: امان کتاب، ۱۳۷۹کال.
۸۳ ــ وصیتنامه (خوشحال خان خټک) امان کتاب، ۱۳۷۸ کال.
۸۴ ــ نسبنامه (خوشحال خان خټک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۵ ــ خټکنامه( خوشحال خان خټک) سریزه او سمون امان کتاب ۱۳۷۹ کال.
۸۶ ــ هندو کوهنامه( خوشحال خان خټک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۷ ــ اخلاقنامه (خوشحال خان او صدرخان) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۸۸ ــ ساعتنامه (خوشحال خان خټک)  سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال
۸۹ ــ محمودنامه (ریدي خان مومند) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۷ کال.
۹۰ ــ هوتکنامه (عبد الغفار هوتک) سریزه او سمون، امان کتاب، ۱۳۷۹ کال.
۹۱ ــ مهجرتنامه (عبد الرحیم هوتک) سریزه،سمون او ژباړه، امان کتاب، ۱۳۷۷ کال.
۹۲ ــ حاکمیت قانون در افغانستان (اعلیحضرت امان الله خان) سریزه او نښلونې، امان کتاب، ۱۳۷۹، بل چاپ د تفتیش کندهار په نامه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ۱۳۸۹ کال.
۹۳ ــ د واصل روښاني الفنامې، سریزه او سمون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۸۸.
۹۴ ــ دبیر دانش (شاد محمدخان) سریزه، سمون او نښلونې، پښتو اکيډمي، پيښور،  ۱۳۷۲کال.
۹۵ ــ خواجه عبد الله انصاري او د ده مناجاتونه، (سریزه او ژباړه) د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا ریاست، ۱۳۵۵؛  بل چاپ د لویه خدایه په نامه، یونیورسیټي بک ایجنسي، ۱۹۹۲ کال.
۹۶ ــ سپېڅلی قرآن (د قرآن روانه پښتو ژباړه) د هیئات غړی، مکتب حبیبیه، ۱۳۸۸
۹۷ ــ د حج کتاب (روان فرهادي) ژباړه او زیاتونه، ۱۳۵۹ کال
۹۸ ــ کال د روښان یاد د مقالو ټولګه، پښتو ټولنه، ۱۳۵۵ کال.
 ۹۹ــ  پیر محمد کاکړ (ژوند او شاعري) له پسرلي صاحب سره، ۱۳۹۴ کال.
یولسم: د ماشومانو لپاره:
۱۰۰ ــ لیکونه سر لیکونه، امان کتاب، ۱۳۸۶ بیا ګڼ نور چاپونه د نړیوالو مؤسسو له خوا،
۱۰۱ــ نامه ها سر نامه ها، امان کتاب، ۱۳۵۳، سوېډن کميټه او نورې نشراتي مؤسسې.
۱۰۲ ـــ مشال، امان کتاب، سويډن کمیټه، لومړی چاپ ۱۳۷۳، ( بیا ګڼ چاپونه).
۱۰۳ــ مشعل، امان کتاب او نور، ۱۳۷۳ کال.
۱۰۴ــ تمه( ډرامه) له عربي په پښتو ژباړه، امان کتاب ۱۳۷۳ کال.
۱.۵ ــ طمع (ډرامه) له عربي په دري ژباړه، امان کتاب،  ۱۳۷۳ کال.
۱۰۶ــ وو نه وو (منظومې کیسې) امان کتاب، سویډن کمېټه، ۱۳۷۳ کال.
۱۰۷ ــ هره نېشه‌، د زهرو لېشه، (نظم او نثر) او، آر، اې، ۱۳۷۳ کال
۱۰۸ ــ نښانې او ترانې، امان کتاب، ۱۳۷۳.
۱۰۹ ــ رنځوره نجلۍ (له انګریزي ژباړې سره) ده میرسي افغانستان، ۱۳۸۶ کال
۱۱۰ ــ مصنوعي ژباړه (له انګریزي ژباړې سره) ده میرسي افغانستان، ۱۳۸۶ کال
۱۱۱ــ داسې د ورېښمو چینجی چې په شمېرو پوهېږي، د ساپي د موقو فاتو اداره، ۱۳۸۶ کال.
یوولسم: متفرق
۱۱۲ــ (او بالاحصار ننداره کوله) په انګریزي ژبه، امان کتاب، ۱۹۸۹کال.
۱۱۳ــ خیر البیان (سریزه) د پښتو ادبي مرکزه، سرای نورنګ، ۱۹۸۶ کال.
۱۱۴ ــ شهید محمود، د جهادي څېړنو مرکز ۱۹۹۰ کال.
۱۱۵ــ ډاکټر لودین، د صحي او اجتماعي مرستو اداره، ۱۹۹۰ کال.
۱۱۶ــ کابل د آزادۍ پر لور، ۱۳۶۸ کال.
۱۱۷ ــ د افغانستان د خلکو د جهاد اولسي ادبیات، د مصر په عربي جمهوریت کې د افغانستان د جلالتمأب سفیرف، فاضل په زیار، قاهره، ۱۳۹۴ کال.

3 COMMENTS

  1. پاک څښتن دې عمر ډېر کړي ، استاد رفیع صیب سربیره پردې چې زموږ د هیواد اوژبې ډیر لوی لیکوال ، څیړونکي او تاریخ پوه دي لوی انسان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب