جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+مرکه: ډیبورا سمت Deborah Smith، مرکه کوونکی: ګراهم اولیور

مرکه: ډیبورا سمت Deborah Smith، مرکه کوونکی: ګراهم اولیور

ژباړه: ع ارمان

 

اغلې ډېبورا سمت! د کوریايي ژبې ژباړونکې او په لندن کې د بیل بوک خپرندویې موسسې له موسسانوڅخه ده، په وروستیو کې هغې له کوریایي لیکوالې “هان کانګ” سره کار وکړ او د هغې «سابه خور/ the vegetarian» ناول یې انګلیسي ژبې ته وژباړی.

ګراهم اولیور:

 د هر کتاب د لوست پر وخت د هغه د خالي حصو د ډکولو لپاره د یوه خاص مقدار ضرورت وي، او دا خبره په تېره بیا د «سابه خور/the vegetarian) په هکله سمه برېښي، ځکه چې؛ دا یو داسي ناول دی چې د مرکزي کرکټر خیالات پکې د نورو کرکټرونو پرتله لږ معلومیږي.

کله چې ما the vegetarian ناول لوست، نو ما فکر وکړ چې؛ ایا د کردارونو لوبول او د هغو د ثقافتي و انفرادي شخصیت په هکله زما فکر سم دی او که له کوم کوریايي لوستونکي څخه بدل، ایا دا له دې ناول سره کومه مسله وه؟ دا څنګه شونې شوه چې تاسو له ژبې سره ثقافت هم ژباړلی دی؟

ډېبورا سمت:

 هو! «سابه خور vegetarian» ناول چې کرکټرونه یې کوریایی دي د جنوبې کوریا په چاپېریال کې لیکل شوی دی، مګر زه هیڅکله دا نه وایم چې دا دې یو سوچه کوریایي ناول وي.

د سابه خور ناول د ژباړې لپاره زما سره لومړی دلیل دا و چې ناول ځانګړي کلتوري خاصیتونه لرل.

بل اړخ ته په فطري توګه نیم ترتیب شوي ودونه، طبقاتي برلاسۍ ته احترام، د نارینه ځواک او د اقتصادي پیاوړتیا د نښو په توګه غوښه خوړل هغه څه دې چې د ژباړې لوستونکو ته ښايي د کوريایانو په پرتله ډېر ارزښتناک ښکاره شي.

له دې هر څه سره سره په یوه داسې هېواد کې لکه جنوبي کوريا، چېرې چې نسلي يو شانوالی او ګډې لېوالتیاوې شته، «فرهنګ» هېڅکله يو رنګه نه دی، بلکې څو اړخيز، پېچلی او پر شخړو ولاړ دی.

ماته سابه خور ناول له دې بدلون سره چې دلته اصل اسطوره نشته، بیا هم همیشه د یوې کېسه یزې اسطورې معاصر بیان ښکاریږي، ځکه چې د کوريا په فرهنګي حافظه کې، بلکې تر ختيځې آسيا پورې د يوناني اسطورې په څېر کوم بنسټيز روايت نه دی موجود چې د کيسې زړه جوړ کړي، نو ځکه هان کانګ د ناول موضوع  داسي ټاکلې چې له هر ځانګړي فرهنګه پورته، د بشريت له ازلي پوښتنو سره تړاو ولري. هنر، آرزو، او تشدد دا درې مفاهيم د ټولنيزو جوړښتونو په منځ کې ژور بدلون راولي، خو اثر يې د ورځنيو پېښو د سطحې په تړاو نه، بلکې د داخلي مانا په ژورو کې ليدل کېږي.

ګراهم اولیور:

 ما د ناول مرکزي استعاره یا موضوع د هغو ښځو په اړه احساس کړه چې د خپل سیرت او خپل ژوند اختیار غوښتونکې دي.

په ناول باندي د شوو تبصرو له لوستلو پس زه دا وایم، چې؛ خلکو د بېلابېلو فکرونو بې شمېره تشریحاتو ته خپله توجه اړولې، ایا تاسو هم دې ته له یوه بېل “تقافتي لیدلوري” د حاصل په توګه ګورئ؟

دیبورا سمت:

زما په خیال د دې خبرې دلالت خپله دا دی چې هغه څه وو چې سابه خور the vegetarian ناول یې دومره مشهور کړی؟ یاد ناول تر اوسه په لس ژبو ژباړل شوی دی، مګر بیا هم زه دا نه ګڼم چې د دې ناول اصل پیغام دې په ښځینه حقوقو راګرځي، ځکه چې په جنوبې کوریا کې ښځینه حقوق ډیر کم په مرکزي دایره کې راځي.

زما په خیال دا د ښځېنه حقوقو فکر ته د انګلیسي ژباړې یو پیغام ویل به تر ډیره حده جایز وي، ځکه چې ډیری هغه لوستونکو چې په انګلیسي ژبه کې یې ناول لوستلی وو، هغو د ښځینه حقوقو له نقطه نظره ورته کتلي؛ حال دا چې ډیرو لوستونکو په یوه داسي روایت کې هم ځای ورکړی وو چې د میلویل «بارټلبي» او د کافکا «ګریګورسامسا» هم یاد شوي دي.

په وېتنام! کې (چې اوس هم تر ډیره حده پلارواکه ټولنه ده) لوستونکو یاد ناول د کوریائي پلارواکه ټولنې یو دریافت ګڼلی، بل اړخ ته په کټر کیتهولک پولینډ کې د د مرکزي کرکټر «یوانګ هئې» د نه خوړلو عمل د قرون وسطي د سادهوګانو د نروان/نفس کشۍ له عمل سره تړل شوی.

نه زه او نه د یاد ناول خالقه «هان ګانګ» دا وایو چې؛ په دې کې د کوم چا مطالعه دقیق ده، هان ګانګ په خپلو کتابونو کې د بېلابېل تشریحاتو په خاطر تر ډیره حده ابهام پرېښولو لپاره همیشه فکرمنده وې، خو هغه له هغه څه ډیره لیري ده کوم څه چې د لیکلو په وخت د هغې په ذهن کې وي، د مثال په توګه څه وخت چې زه خبره شوم، چې هان ګانګ د بدمت عبادت کوونکې ده، نو ما خپل ځان بې بسه ولیدی د یاد ناول په هغسي مطالعه کومه چې د “بدها” د نظریاتو په رڼا کې کیدای شوه.

ګراهم اولیور:

ایا تاسو غواړئ د هان کانګ! د ناول «انساني کړنې Human Acts» (کوم چې تاسو تازه ژباړلی) په اړه څه ووائی؟

دیبورا سمت:

«انسانې کړنې human Acts» ناول له «سابه خور vegetarian» څخه ډیر بدل دی، دا په ۱۹۸۰ کې په «ګوانګجو» ښار (کوم چې د کوریا په جنوب کې اباد دی او د هان کانګ پلارنی ټاټوبی دی) کې رامنځ ته شوي قتل عام باندي لیکل شوی، له بدلون باوجود دواړه اثار د لیکوالې د ځانګړي سبک له لوري پېژندل کیږي.

هان! تل داسي لیکواله پاته شوې چې شخصي مواد ئي سیاسي بیان کړي مګر په «انسانې کړنې » ناول کې هغې سیاسي مواد شخصي بیان کړي دي. هغې د یوې داسي کیسې بار ته غاړه يښې وهٔ کومه چې په عمل کې پېښه شوې. ځکه په یاد ناول کې ځیني داسي برخې شته چې هم ښکلې دي هم بې رحمه، خو دا ټول د هغې د لیکنو د ځانګړي اسلوب او عاطفي تړون په بڼه وړاندې شوي دي. نه کوم بې‌دلیله د خونریزۍ تفصیل شته، او نه د فجایې ښکاره نښه.

ګراهم اولیور:

 راشه له وروستۍ مهربانۍ سره به ئي ختم کړو، خو په اخیر کې که را ته ووائي: موږ باید په کوریائي ادب کې له هان ګانګه! بغیر نور څوک څوک ولولو؟

دیبورا سمت:

که چیرته تاسو یو کال مخکې له ما دا پوښتنه کړې وای، زه به ډیره مضطربه شوې وم، مګر ما ته داسي معلومیږي چې د معاصره لیکوالانو د اثارو ژباړې چټکې روانې دي، او شکر په دې خبره کؤم، چې په دې کې زیات هغه وړوکي پبلېشرز دي کوم چې د خطر زنګ ته هر وخت تیار وي. یوه بله حصه ژباړونکي او ایل ټي آئی کوریا (لټریچر ټرانسلیشن انسټېټیوټ آف کوریا) هم په دې کار کې خپلې هڅې کوي.

د ۲۰۱۶ د چاف شوو کتابونو راوروسته د لوستلو لپاره زه د “جنګ ینګ مون jung young moon”  کتاب «ویسلاین بدها Vaseline Buddha» تجویز کؤم چې ژباړه ئي “ییوون جنګ Yewon jung” کړې. زما کمپنۍ «ټلټډا ایکسز Tilted Axis» د “هوانګ جنګ یون Hwang Jung eun” د کتاب یو بله ژباړه د «یوه پیړۍ» په نامه هم چاف کوي.

د یوه بل ډیر ښه ژباړونکي  “سورا کِم رسل” دوه کتابه چې تیر کال چاف شوه، د “هوانګ سوک یونګHawang sok yong ” کتاب «princess Bari/شهزادګۍ باري» او بل د “بائې سو Bae Suah” کتاب «هیڅ چیرته نه ومندل شو Nowhere to be Found»  هم باید ولوستل شي.

زما په نظر “هان کانګ او بائې سو” د جنوبي کوریا په هم عصره لیکوالانو کې تر ټولو ښه دي، ما د بائې! د دوو ناولونو «عظمه موسیقي A Greater Music» او «قراتRecitation» ژباړه کړې، چې په خپل ترتیب سره به د پبلېشرز «اوپن لیټر» او «ډیپ ویلم» له اړخه په مني/خزان کې چاف شي.

[انګلېسي متن ’’پلوشیرز‘‘ (PLOUGHSHARES]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب