تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د نړیوالو بشري مرستو کمښت؛ په افغانستان کې کابو ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمتونه کم شوي
د «ماشومانو د ژغورنې» سازمان وايي چې د نړیوالو بشري مرستو د بودجې سخت کمښت په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه اړ کړي چې یا خپل فعالیت ودروي او یا روغتیايي خدمتونه راکم کړي.
د دغو مرکزونو د تړل کېدو یا د خدمتونو د کمېدو له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان، چې دوه میلیونه یې ماشومان دي، له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د دغو مرکزونو تړل کېدو تر ټولو ډېر اغېز پر لرې پرتو او لږ خدمترسېدلو سیمو کړی، ځکه په دغو سیمو کې خلکو ته د بدیلو روغتیايي مرکزونو موندل او وررسېدل ستونزمن دي.
یونیسف هم خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت د دې سبب شوی چې ځینې روغتیايي او د خوړو د ملاتړ مرکزونه خپل خدمتونه راکم یا بیخي بند کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي، په افغانستان کې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني روغتیايي مرکزونه، چې ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم پکې شاملې دي، د امریکا د مرستو له ځنډېدو او د نورو مرستندویانو د ملاتړ له کمېدو وروسته تړل شوي دي.
د دغو مرکزونو تړل کېدو شاوخوا ۳.۳ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې کړي او د میندو روغتیا او د کورنۍ د تنظیم په ګډون یې ګڼ خدمتونه ګډوډ کړي دي.
د افغانستان روغتیايي سیستم پر نړیوالو مرستو ولاړ دی
د افغانستان روغتیايي سیستم لا هم تر ډېره پر نړیوالو مالي مرستو متکي دی. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري. دغه اړتیاوې د بېوزلۍ، بېځایه کېدو، د ناروغیو د خپرېدو، د خوړو د کمښت او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو افتونو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره تړاو لري.
د مالي مرستو بحران د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د «ماشومانو د ژغورنې» د اټکل له مخې، نژدې څلور میلیونه افغان ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، او د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو کمېدو د زیانګالو ماشومانو لپاره پر وخت د درملنې ترلاسه کول لا ستونزمن کړي دي.
له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو هم پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د لوی شمېر راستنېدونکو راتګ روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ډېروي او په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونه تر خپل وسه زیات بوختوي.
مرستندویې ادارې د روغتیايي خدمتونو د ساتلو او بېرته پیاوړي کولو لپاره د بیړنیو او انعطافمنو مالي مرستو غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکوي چې د مرستو نور کمښت ښايي د دې سبب شي چې لا ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شي او زیانګالي افغانان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه لا بېبرخې کړي.