په ښار کې د سیرن انګولا پورته شوه. شور او آوازونه، لکه د یوه ستر غم زېری چې راروان وي.
خلک ګډوډ شول. میندو ماشومان ټینګ په غېږو کې نیولي وو، د تکاویو او دېوالونو شاته یې ځانونه رسول.
ناپېژندل شوې وېره د ښار پر زړه خپره شوه. ټول د یوه نامعلوم برخلیک خوا ته روان وو.
ګړز!
توغندي د ښار پر ودانیو ولګېدل
ماشومانو، ښځو، او زاړو ټولو چیغې کړې
د مخامخ ودانۍ له کړکیو غرونه غرونه لمبې پورته شوې.
سرتېري ټیلفون راواخیست چې پوه شي څه روان دي، خو لا یې مخ ته نه و نیولی، چې درز شو.
بدن یې په خاورو او دوړو لړلی و. راجګ شو، سر یې سور و.
ځانیې څنډ واهه، ټیلفونیې روښانه کړ — اړیکه نه وه.
بوږنوونکی زوږ روان و.
امبولانسونه او د اوروژنې موټرونه تېرېدل
منډه یې کړه
په لار کې یو سپینږېری تاوېده؛ له لاسو یې وینې څڅېدې. ویې نیوو، چې خوندي ځای تهیې ورسوي
د کړکیو ښیښې شاوخوا چړېچړې خورې وې
سرتېري ټیلفون ته وکتل.
انټرنیټ سست خوځېده.
د ملي تلویزون پاڼهیې پرانیسته
د ګاونډي هېواد د دفاع وزیر د خبرو سرلیک خپور شوی و:
«موږ د دښمن پر نظامي اهدافو زورور بریدونه وکړل.
غاښماتوونکی ځواب مو ورکړ.
ملکي وګړو ته مو هېڅ زیان نه دی رسولی.»
سرتېری د ټیلفون ګالري ته ننوت.
د خپلې مېرمنې مسکا، د زوی لوېدلې داړې، او د لور ګوګړتي ویښتانیې له نظره تېر کړل.
ګوتېیې د عکسونو پر څېرو داسې تېری کړې، لکه څوک چې پر زخم لاس وهي.
ټیلفونیې څو شېبې مخې ته ونیو، بیایې ښوی د دریشۍ جېب ته ښکته کړ.
او له ځانه سرهیې وویل:
«ولې نظامیان انسانان نه دي؟»
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۵ د جون ۱۵مه