Homeخبرونهزلمي خلیلزاد له امیرخان متقي سره د امریکا - افغانستان د همکاریو...

زلمي خلیلزاد له امیرخان متقي سره د امریکا – افغانستان د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر فرصتونو او د افغانستان او امریکا د اړیکو پر هغو موضوعاتو بحث وکړ چې کولی شي د دواړو لورو ترمنځ تعامل پراخ کړي.

متقي په افغانستان کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان د بساینې په برخو کې د پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل چې اوس افغانستان د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري.

متقي تېره اوونۍ هم امریکا ته بلنه ورکړې وه چې په کابل کې سفارت پرانیزي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي خو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه بې نومه ویاند امریکا غږ ته وویل چې دوی له طالبانو سره تر هغو اړیکې نه عادي کوي چې طالبان بشري حقونه رعایت نه کړي.

خلیلزاد له امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخه کې روان پرمختګونه وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان به په پراختیا، اقتصادي وده او پر ځان بساینې کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي همداراز له اړوندو لورو سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د رغنده تعامل د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

سره له دې چې ښاغلی خلیلزاد حاضردمه د امریکا په حکومت کې هیڅ دنده نه لري خو باور کېږي چې کابل او دوحې ته د هغه وخت په وخت سفرونه او له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې د امریکا په غیر اعلان شوې موافقه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...