اکثره افغانان چې ځانونو ته نخبه نخبه، روشنفکره روشنفکره، مدني مدني، پوهاند پوهاند، ډاکتر ډاکتر، ملا ملا، عالم عالم او داسې نور وایي، د عامو افغانانو په پرتله د دوی په خبرو او عمل کې سخت تناقضات موجود دي.
خپل وطن به ورانوي، د نورو هیوادونو نه غواړي چې افغانستان ورته جوړ کړې.
ځینو چې د داود خان په وړاندې جنګ پیل کړ ، پاکستان ته لاړول او داخلي جنګونو کې حصه درلوده، هغوي ته د سولې قهرمانان وایي او وایي چې د بهرني تجاوز په وړاندې جنګیده. فکر کوي چې ملت بې حافظې دی.
پخپله به ناقضین دبشري حقوقو، د موادو مخدر قاچاقبر او فاسد وي، د نړېوالې ټولنې نه به غواړي چې نور په دغه تورونو محاکمه کړي.
پخپله یې په خپل هیواد او حتی کور کې په تعلیم او خاصه توګه د نجونو په تعلیم بندیز لږولې وي، خو د پاکستان یا نورو هیوادونو نه غواړي چې د دوی سره د تعلیم او ډاکترانو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.
د طالبانو د مشرانو لورګانې او بچې به لکه د مجاهدینو مشرانو غوندې سبقونه وایي، خو په نورو یې تعلیم بند کړې یا جنګونو ته سوقوي.
پخپله به یې ژوند خوښ وي خو د نورو بچې یې انتحار او انفجار ته تشویقول.
خپل استاذان د پوهنتون نه شړي، خو د ترکیې او پاکستان نه د استاذانو د راتګ غوښتنه کوي.
د جمهوریت په وخت کې د ایساف یا ناتو قواو قوماندان، یو عادی دفتر، میز او چوکۍ درلودله خو د یو حوزې قوماندان دفتر، دومره لوکس و چې حد یې نه درلود. خو بیا به یې ویلې چې دنیا مرسته نه کوي. د دنیا مرسته به په فرنیچر، قالینو او موټرو مصرفیدله.
طالب به سرک، روغتون او ښوونځي په دې نوم پټاو کاوه او ژیړې بوشکې به یې ورته اېښودلې چې دلته کفار دي او کفارو چې څه جوړ کړي، هغه باید وران شي. خو نن کفارو ته سوال او زارې کوي چې خدای مو په خیر راوله، سفارتونه بیرته کړې او هر قرارداد مو چې پکار وي، حاضر یو چې درکړو فقط په رسمیت مو وپیژنې.
هغوي چې بهر کې ناست دي، ځانته یو قسم ژوند غواړي خو داخل د افغانستان کې بیا د طالبانو اختناقي کړنو پلوي کوي.
ځیني چې بهر راشي یو قسم خبرې او پوستونه کوي چې بیرته د چکر یا ګټو لپاره وطن ته ځي بل قسم پوستونه او خبرې کوي.
داخل کې د ډیرو خپل او خپلوان په بهر کې دي او مرسته غواړي. خو چې د مرستې وسه دې نه وي بیا وایي دا د بهرمیشتو خولې هسې وږې دي.
هر یو به کوښښ کوي چې بل هیواد ته لاړ شي، خو د هغه ځای نه به پوستونه کوي چې وطن کې هر څه سم روان دي.
هغوي چې داخل د افغانستان کې دي، وایي چې د بهر نه افغانان څه نشي کولې، خو سوال دا دی چې دوی داخل کې دي، څه کولې شي چې ځانونه د موجوده اختناق نه خلاص کړې؟ بهر کې خو افغانان ستاسي اواز لا اقل اوچتولې شي.
جمهوریت کې به یې تعلیم کړې وي، لوړ مقام ته به رسیدلې وي، ژوند به یې ښه شوې وي، خو اوس وایي جمهوریت بد و.
د جمهوریت قانون لاندې به یې رشد کړې وي خو اوس وایي د جمهوریت قانون د اشغال لاندې جوړ شوېدی.
پخپله د جمهوریت قانون او ملي بیرغ نه مني بیا به وایي چې طالبان ولې ملي بیرغ او قانون نه مني.
د یو کس خپل دفتر، تنطیم او مدني غونډې به د یو قوم او سمت کسان پکې وي بیا به نورو ته وایي چې ستاسي حرکت، تنظیم او یا مدني حرکتونه همه شموله او افغانستان شموله نه دي.
د اسلام او مسلمانې خبرې به کوي او د طالبانو پلویتوب به کوي خو اوس د طالبانو مسلمانې ته ځان نشي ټینګولې. (د طالبانو مسلماني او اصلي مسلماني سره توپیر لري)
پخپله به د هیچا سره یو ځای کار نشي کولې خو بیا به نورو ته وایي چې سخته سیاسي خلا موجود ده او افغانان باید سره یو ځای او لوی حرکت جوړ کړي.
پخپله به یو ساعت وخت وطن او خلکو خدمت لپاره نه وقف کوي خو بیا د نورو نه دا توقع لري چې خپل ټول ژوند وطن او خلکو ته وقف کړي.
دې ته ورته ډیر زیات نور تناقضات د افغانانو په خبرو او عمل کې شته.
عاقبت بخیر
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول