پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهبد قسمته (لنډه کیسه) شرف عثمان عمرخېل

بد قسمته (لنډه کیسه) شرف عثمان عمرخېل

موټر د قوماندان سرور د کور مخې ته ودرېد، منځ عمره سړی ترې را کوز شو، دروازه یې وټکوله، ماشوم راووت، ورته یې وویل:

  • پلار دې چېر ته دی؟
  • کور کې نشته.
  • ځه ورشه ورته ووایه چې حاجی رسول راغلی دی.

ماشوم منډه واخیسته او شیبه وروسته لوړ توربخن سړی راووت، منځ عمره سړی یې په غېږ کې ټینګ کړ، لږ ځنډ یې په دروازه کې چټک روغبړ وکړ،  بیا یې له لاسه ونیو او د کور په لور یې روان کړ، په خوښۍ یې وویل:

  • دا لمر له کومې خوا را وخوت؟

منځ عمره سړي ورته وویل:

  • مونږ خو راځو، خو ته  ځان پټوې.

لوړ توربخن سړي په زوره وخندل او ویې ویل:

  • درځه کوټې ته، کیسه به درته وکم.

∗∗∗∗∗

دسترخوان ټول شو، حاجي رسول او قوماندان سرور لاهم کیسې کولې او خندلې، حاجي رسول کړه:

  • دا ډېره موده وشوه چې زمونږ پلو نه راځې؟

قوماندان سر ښکته واچاوه، شونډې یې وخوځېدې:

  • ولا ډېر مې زړه کېږي، خو دې مصروفیتونو له ملګرو او خپلوانو لږ لږ لرې کړي یم.
  • دا هسې بهانې دي، اصلن مینه دې کمه شوې ده.

قوماندان سرور ور وکتل:

  • نه یار! داسې نه ده، که ریښتیا راباندې وایې، نو دې دښمنۍ له مړي او ژوندي وېستلی یم.
  • هو ولا! دښمني بد مرض دی.
  • څه به درته وایم له خپله سیوري هم وېرېږم.
  • ځه خدای مهربانه دی.

حاجی رسول پښې را ټولې کړې او په زنګنو کښېناست، سر یې پورته کړ او ویې ویل:

  • سرور بایه! که دې یاد وي، نن نه شل کاله مخکې دې یوه خبره راته کړې وه.

قوماندان، سر ښکته وغورځاوه موسکی شو، د تسپې دانې یې زر زر واړولې، له لږ ځنډ وروسته یې ورته وویل:

  • څه خبره حاجي صیب؟
  • د لطیف او ګلالۍ د ژوند!

قوماندان سرور موسکی شو، او ویې ویل:

  • ولا ته ښه یې، ستا لا اوس هم هغه زړې خبرې په یاد دي.

حاجي رسول لږ ور نږدې شو او شونډې یې و خوځولې:

  • سرور بایه غواړم چې خپله ډېره پخوانۍ هیله پر ځای کړم او ستا لور ګلالۍ د خپل زوی لطیف ناوې کړم.

قوماندان سرور د چایو له ګیلاس څخه یې یو غړپ وکړ، بېرته یې پر ځمکه کېښود، له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

  • حاجي صیب زه دې په دې خبره ډېر خوشاله کړم.

قوماندان سرور د حاجی رسول په اوږه لاس کېښود مخ یې ور واړاوه او ویې ویل:

  • داچې زما او ستا ملګري په خپلوۍ بدله شي، له دې به بل ښه کار چېرې وي، زه دې د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشاله کړم.

حاجي رسول له ځایه پورته شو، قوماندان سرور یې له لاسه ونیوه او پورته یې کړ، په غېږ کې یې ټینګ کړ، شیبه وروسته حاجي رسول د مخه ښه پر مهال غبرګه کړه:

  • ډېره مننه! دا چې زما خبره دې ځمکې ته پرېنښوده، ريښتیا! دسمال تیار کړه، چې په لنډو ورځو کې ورپسې راځم.
  • سمه ده.

∗∗∗∗∗

حاجي رسول خپل زوی ته زنګ و واهه:

  • سلام زویه! څنګه یې؟
  • ښه یم پلاره! ستاسې څه حال دی؟ مور مې ښه ده؟
  • شکر دی، ټول ښه یو، مور دې ډېره خوشاله ده.

لطیف له تیلفون سره له کوټې بهر ووت:

  • څه دې ویل پلاره؟
  • د تا لپاره مې د قوماندان سرور لور وغوښته، هغه هم راته هو وکړه!

د لطیف زړه په خوشالۍ کې ډوب شو، ورو یې وویل:

  • دا څه وايې.
  • هو زویه، دې را روانې جمعې ته ورځو او نښه ترې راوړو.

∗∗∗∗∗

لطیف ډېر خوشاله و، له ډېرې خوشالۍ هیڅ نه پوهېده چې څه وکړي، ځکه مور او پلار یې ده  ته د هغې نجلۍ خبر ورکړ، چې تل به د ده په خیالونو کې وه، د هټۍ(دوکان) په لوري روان شو، ترڅوخوراکي توکې واخلي او خپلو ملګرو سره دغه خوشالي شریکه کړي، نیمې لارې ته رسېدلی وه، چې له ځان سره یې وویل:

  • ګلالۍ لا  تر اوسه زما په نوم نه ده شوې او زه لګیا یم، ملګرو ته شیریني ورکوم!

زړه نا زړه ودرېد، په ذهن کې یې ډېرې خبرې ګرځېدې، خو دغې یوې خبرې یې رای وګټله:

  • د جمعې په ورځ د دسمال له راوړو وروسته به ټول دلیلیی ملګري خبروم اوشیریني به ورکوم.

لطیف د قیر سړک په غاړه قدمونه را واخیسته او ورو ورو د لیلیې په لور را روان شو، دی له ځان سره بنګیده :

  • خدایه شکر دی، چې ګلالۍ دې زما په برخه کړه، زه دا وعده کوم چې هغه به تل خوشاله ساتمه او….

∗∗∗∗∗

کله چې د ګلالۍ پلار د هغې مور ته د حاجی رسول د راتګ سبب ویل، نو دا مهال ګلالۍ د دروازې تر شا ولاړه وه، د مور او پلار خبرو ته یې غوږ نیولی و، شونډې یې نرۍ شوې موسکۍ شوه،  د ټیکري پیڅکه یې په غاښونو ټینګه کړه، ورو ورو له دروازې لرې شوه او په منډه د پخلنځی په لور لاړه، له ځان سره یی وویل:

  • پلار مې لطیف ته ورکوي!

پورته شنه اسمان ته یې وکتل خوله یې وخوځېده:

  • زه څومره نیک بخته یم، له چا سره مې چې له کوچینوالي مینه وه، د عمر په سفر یوځای کېږم.

په حوېلۍ کې یې د ولاړې ونې شنې پاڼې تر نظر تېرې کړې، ویې خندل:

  • هغه خو په پوهنتون کې هم دی، همزولو به مې چې تل را ته یاداوه، که اوس خبرې شي څنګ به حیرانې او څنګ به خوشاله شي….

ګلالۍ له ځایه پورته شوه، مور او پلار ته یې د چایو بندوبست وکړ.

∗∗∗∗∗

د ګلالۍ مور قوماندان سرور ته وویل:

  • سړیه پورته شه! ناوختېږي، سبا نه بله ورځ هغوی راځي.

قوماندان سرور له خپل ځان څخه څادر لرې کړ، په ځای کې کېناست، ویې ویل:

  • زه څه وکم؟
  • لاړشه بازار ته مېوه راوړه، دسمال جوړ کړو.

قوماندان سرور څټ وګراوه، خوله یې بېرته کړه:

  • ته نه ګورې، چې دښمنان مې لاس په ماشه راپسې ګرځي.
  • ته اوس هم له هغوی څخه وېرېږې؟ ډارنه! هغوی ستا نوم واوري.

قوماندان سرور په خبرو کې ور ولوېد:

  • چوپه شه لېونۍ! ته په دښمنۍ څه پوهېږې!
  • ښه! زه نه پوهېږم؟! ګوره سړیه! دوه ورځې پاتي.
  • ځه سمه ده، له بکسه پیسې را واخله!

∗∗∗∗∗

سړک خامه و، ځیني ځیني ځایونه به لښتي هم په مخه ورغلل، خو قوماندان سرور یې دومره پروا نه کوله، موټر یې په چټکۍ روان و، د لارې خواته یو موټرسایکل لرې درول شوی و، پر ټایرونو یې چا ګوتې وهلې. قوماندان سرور د موټرله اکسلېټر څخه يې پښه ورو ورو پورته کړه، له ځان سره یې وویل:

  • دښمن خو به مې نه وي؟!

ګېر یې بدل کړ، پرجېبونو یې لاس وواهه، ورو یې وویل:

  • ځه ښه ده! تومانچه خو راسره شته.

ورو ورو ور روان شو، څو متره لا ترې لرې و، چې سړی د موټرسایکل تر خوا و درېد، جیب ته یې لاس کړ، ناڅاپه یې دده په لور منډه کړه، ده هم ژر موټر ودراوه او له موټره یې د سړک د غاړې د لښتي په لور ځان و غورځاوه. ډزه وشوه او تر خوا یې دوړه پورته شوه، دده لاس ته هم تومانچه ورغله او وار د واره یې پر ډزو پیل وکړ، سړی لا دده په لور را روان و، چې ټکان یې وخوړ او پر ځمکه پرېوت. له شاوخوا پټیو د خلکو غږونه پورته شول. قوماندان سرور ژر ژر موټر ته وخوت او په چټکۍ سره د کور په لور را وګرځېد.

∗∗∗∗∗

د جمعې ورځ وه، د قوماندان سرور په کور کې جرګه جوړه شوه، د جرګې په پای کې يو ملک پورته شو او په لوړ غږ یې وویل:

  • « د جرګې د ټولو سپین ږیرو په مشوره دا پرېکړه مو وکړه، چې قوماندان سرور به د مقتول زوی انځرګل ته پنځه لکه افغانۍ او خپله لور ګلالۍ په بدو کې ورکوي».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب