یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد وسپنې محتويات په ښځو كې د ستړيا او غمجنتوب مخه نيسي/...

د وسپنې محتويات په ښځو كې د ستړيا او غمجنتوب مخه نيسي/ جاويد اوربل

د وسپنې محتويات اكثره ښځو ته د ستړيا او غمجنتوب د لرې كولو له پاره ور كول كيږي خو دا هم  ويل كيدل چې چندان تاثير نه كوي. په دې اړه نوي مالومات دا دي چې په ځينو ښځو كې دارنګه دوا كار ور كوي.

په دې اړه فرانسوي څيړونكو په يو سلو اته نوي حيض لرونكو ښځو څيړنه كړې چې عمرونه يې له اتلس كلنۍ څخه بيا تر دري پنځوس كلنۍ پورې ول ، دوى د غمجنتوب احساس كاوه خو نورې صحت مندې وې . دوى ټولو كې د فريټين * اندازه د ۵۰ مايكروګرامو في ليتر څخه كمه وه نو۸۰ مايګرو ګرام اوسپنه ور كول كيده.  په كومو ښځو كې چې دا اندازه لږ يا هم نورمال وه ، هغو ته  خالي ګولۍ وركول كيدې يعنې د هغې دوا په رنګ دوا وركول كيده چې  په منځ كې يې دوا نه وه  . په څيړنې كې د دوا شروع كيدو او ختم تر وخته د پوښتنو په مقايسه ډير تفاوت وليدل شو . وروسته له دوولسو هفتو، هغو چې د اوسپنې ګولۍ خوړلې د اووه څلويښت اعشاره اوه فيصده  غمګينۍ يا ستړيا د كمښت خبره وكړه او هغوى چې يوازې د اوسپنې ګوليو ته ورته تشې ګولۍ خوړلې وې ، هغوى بيا د اته ويشت اعشاره اته فيصده د مشكل كميدو خبره وكړه. څيړونكو دا هم ومونده چې د وسپنې محتوياتو د سرو كروياتو په توليد كې زياتوالى راوست .

 په يوې بلې څيړنې كې د جينوا د پوهنتون د نيورو ساينس د دوكتورا زده كوونكى پاول واكر وايي : كله چې يوه ميرمن د ستړيا يا هم خواشينۍ داسې احساس كوي چې سبب يې نه وي معلوم نو يو امكان دا كيداى شي چې د همدې ميرمنې د وجود اوسپنه كمه وي. دى زياتوي د اوسپنې د كمښت د پيدا كيدو يوازينۍ لاره د وينې معاينات كول دي چې معلومه شي چې ايا رښتيا هم كمخوني شته او كه نشته .

 دا څيړنه څه وخت وړاندې د كاناډا د طبي سازمان په يوې مجلې كې خپره شوې ده .

يادونه : د وسپنې كمبود د فريټين د اندازې له معلومولو سره كيږي چې كه تر دولسو مايكرو ګرامو فې ليټر يې اندازه كمه شي نو دا مانا لري چې د وجود ذخيره شوې اوسپنه بيخې له منځه تللې ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب