جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد سینې د سرطان له خطر سره مخامخ ښځې نسبتاً اوږد عمر...

د سینې د سرطان له خطر سره مخامخ ښځې نسبتاً اوږد عمر کوي

ساینسپوهان وايي، هغه ښځې چې د سینې د سرطان نښې لري یا د سینې د سرطان درملنه یې شوې ده، تر نورو زیات عمر کوي.

د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې د یو شمېر هالنډي ساینسپوهانو د څېړنې پایلې خپرې کړي چې پر اساس یې ویل شوي، هغه ښځې چې د سینې د سرطان له خطر سره مخامخ دي یا د دغه سرطان زیات چانس لري او یا هم د سینې د سرطان تداوي یې کړې ده، له ناروغۍ څخه د وېرې او له خپل بدنه د ناروغۍ د دفاع کولو لپاره د زیاتې هڅې په خاطر ځان ته زیاته پاملرنه کوي او په نتیجه کې یې ژوند اوږدېږي.

د هالنډ د سرطان پېژندنې انستیتیوت څېړونکي له هغې سروې او څېړنې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي چې په ۱۰ کلونو کې یې پر ۱۰ زره ښځو کړې ده.

دوی وايي چې په دې ۱۰ کلنه څېړنه کې ورته ښکاره شوه چې د سینې پر سرطان په سلو کې ۱۰ ښځو تر هغو ښځو چې په دې ناروغۍ نه دي اخته شوي یا یې له خطر سره نه دي مخامخ شوي، لس کاله زیات ژوند کړی دی. او د دې علت دا و چې دوی د ښځینه ناروغیو او نورو ناروغیو د معلومولو لپار بیا بیا ازمېښتونه یا ټسټونه کړي او خپل صحت ته یې زیاته پاملرنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب