Homeخبرونهایران وایي د جګړې او اوربند په موده کې یې د ۱۸...

ایران وایي د جګړې او اوربند په موده کې یې د ۱۸ میلیارد ډالرو تېل پلورلي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د ایران د تېلو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ایران له متحدو ایالتونو سره د جګړې او له هغې وروسته د اوربند په موده کې، ټولټال  د ۱۸ میلیارد ډالرو په ارزښت تېل پلورلي دي.

دغه وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پر خپلې رسمي ویبپاڼې یې خپره کړې، ویلي دي: «د تېلو وزارت د جګړې په لړ کې د ۱۱.۵ میلیارد ډالرو او د اوربند په موده کې د ۶.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت تېل وپلورل.»

اوربند د روانې میلادي میاشتې په پیل کې پای ته ورسېد.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «دغه اندازه عاید، د بحران په منځ کې، د کلنۍ بودجې لپاره د نفتي عوایدو له اټکل شوې کچې څخه څه باندې ۶۰ سلنه پوره کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي شورا رئیس او د ایران مشر مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف د جون میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د امریکا له خوا د ایران د بندرونو د محاصرې پر مهال، ایران د هېڅ ډول تېلو د صادرولو توان نه درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...