تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که حکومت یې له ایران سره په روانو خبرو کې خپلو ټولو غوښتنو ته ونه رسېږي، نو پر ایران به پراخ پوځي بریدونه بیا پیل کړي.
د فرانسې د LCI ټلوېزیون یوه خبریال په ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ټرمپ څخه یې په ټیلیفوني مرکه کې وپوښتل: «ایا تاسې پر ایران د یوې پراخې جګړې پر بیا پیلولو غور کوئ؟»
ټرمپ په ځواب کې ویلي:
«که موږ سل په سلو کې هغه څه ترلاسه نه کړو چې غواړو یې، نو هو، خامخا.»
په همدې وخت کې د اکسیوس ویبپاڼې د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پوځ ته امر کړی و چې پر ایران نوي بریدونه ونه کړي او د نژدې دوو اوونیو شپنیو بریدونو لړۍ پای ته ورسوي.
خو راپور زیاتوي چې لا هم روښانه نه ده چې دا د بریدونو د درولو امر یوازې لنډمهالی اقدام و، که به دا وقفه دوام وکړي.
د اکسیوس د سرچینو په وینا، د امریکا پوځ لا هم د دې احتمال لپاره د پراخو پوځي عملیاتو پلانونه چمتو کوي چې که اړتیا پېښه شي، بریدونه بېرته پیل شي، خو ټرمپ تر اوسه د دغو عملیاتو د پیل کوم رسمي امر نه دی صادر کړی.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه یې پر ایران «له دې هم د ډېرو درنو بریدونو» د پیل امر نه دی کړی، او ځکه چې د ایران حکومت په خبرو اترو کې «جدي والی» ښودلی، نو اوس مهال د همدې خبرو د پایلو انتظار باسي.