Home+د چرسو څکول او پر انسان یې بدې اغیزې| ډاکټر ش میره‌کی 

د چرسو څکول او پر انسان یې بدې اغیزې| ډاکټر ش میره‌کی 

پر ذهن باندې بدې اغیزې 

‎ د انسان په ادراک ، رنګ او غږ کې تغیرات، د انسان پر ذهن بدې اغیزې، د انسان اشتها زیاتوی په سترګو کې سوروالی راولي، ګنسوالی او نه پام خپل چاپیریال ته، د زړه زربان زیات وي او په څنګ کې اندیښنه را منځ ته کیدل، انسان ته تنده پیدا کیدل، د خولې وچیدل او د خولې په کونجو کې قف پیدا کیدل دي.

‎د انسان حافظې ته لنډ  او اوږد مهاله زیانونه

د لنډ وخت لپاره زیان: 

‎باید پوه شو څه انسان ته د چرسو څکول او يا يې خوړل په کوم مقدار زیان  رسوی.

‎یعنې د انسان جسمي وضعيت او روغتيايي حالت کې دغه بدلونونه راولي، په وزن کې، د انسان په خُلق او خوی کې، د انسان صبر او حوصله کې یعنې دې چرس په مقدار کې توپير لری.

‎د چرسو د څکولو  نه څو دقيقی وروسته  يې تاثير را بر سره کيږی او تاثير له ۲ نه تر ۴ ساعتو پورې دوام لری.

‎کلڅه چرس خوړل کيږي  او په معده کې په  کراره هضم کيږي، نو په دې لحاظ اثرات يې هم اوږد مهاله دي، معمولا بعد له مصرف څخه يې انسان دې ارامی او راحتې احساس کوي ، او په دغه وخت کې د درک او احساس حس يې لږ څه  زيات کيږي ، رنګونه ورته واضيح او روښان ښکاريږي ، غږونه داسې آوری لکه څه له لیرې ځای څوک ورسره غږيږي.

‎په هر حال په ادراک او حسي ادراکو کې توپير راځي په خصوص په لیدلو او اوریدلو کې تغیرات راځي، اشتها يې زيات کیږي مخصوصا خواږو  خوړو ته.

‎بیا هم دې لنډ وخت زیانونه څخه دا دي

‎د سترګو سوروالی، لکه څه خوب په راغلی وي، د زړه ضربانو زیاتیدل ، د خولې  او ستونی وچوالی، د سترګې د نینګګ لویوالي ، په موقت شکل په حافظه او فکري تمرکز کې نا انډول کیدل ، توپیر په وخت او زمان کې ، اندیښنه پیداکیدل ، ژور خپګان ، هيجان ، ډير تحریک کیدل، بد خُلق کیدل ، بی قراري ، ډيرې خبرې کول ، بې ځايه خندیدل ، بې احساس کیدل ، تغیر دې شکل د ځای او وخت ، تغیر د تګ په وخت کې یعنې غیر نورمال شکل تګ ، ډاریدل بالخصوص لږ زیات مصرف کیدلو کې .

‎معمولي  دوز  (مقدار یې) د چرسو یعنې مقدار يې موټر چلول  یعنې دریوري ته خطر پیښ وي ، له همدې لپاره هغه موټر چلونکي څه چرس وهي هغو ته موټر چلول ډير خطرناکه او دې انسانانو په ژوند لوبه کول دي .

اوږد اثرات او زیان یې  په بدن کې:

‎علمي څیړونو ښودلې ده څه د چرسو مصرف کول په ځوانانو او لویانو کې مختلف اثرات راولي  ، دې مثال په توګه دا لاندې اثرات.

‎له لاس ورکولو د انګیزې او علاقې ، خطر رسول حافظه او فکري تمرکز ته، دې موټر چلولو نه وړتيا ، ښکته راتلل د بدن دفآعي ځواک دې میکروبي ناروغیو په برابر کې، خپل ځان هیرول  ، په بدن  کې انرژي له لاسه ورکول، هغه کسان څه تل له دغه خراب بوټي څخه څه استفاده کوي تل په خطر دې مزمنو ناروغیو لکه  برانشیت، د سږو سرطان ، جنسي کمزورتیا او نور مختلف دې سږو ناروغيو په مقابل کې زر مخامخ کيږي.

‎د چرسو سګریت او یا چلم څکول  ډير ګواښ تنفسي جهاز ته پيښوي ، ځکه د چرسو دود دوه ځلې زیات او دوه ځلې قوي له عادی سګریتو څخه ده .

‎نو له همدې کبله د چرسو په دود کې د سرطان د عامل مواد ډير ځلې نظر له عادی سګریتو څخه شته.

‎علمي مطالعاتو او څیړونو ښودلې ده ، هغه مورګانې څه دې میندوارې په وخت کې چرس او یا ماری جوانا وهي ، واقعا ماشوم د مور په نس  او پس له پيدا کیدو له ډیرو بدو خطرو سره مخامخ کيږي، دې مثال په توګه ماشوم  په صحیح توګه  رشد نه کوي ، بعد له پیدا کیدلو یې مغزي او فکري رشد هم نه کوي او واقعا یو مظلوم ماشوم نړۍ ته راځی ، او دې ټولنې بار کیږي ، نو په دې لحاظ له ټولو  هیوادوالو څخه هيله کوم څه له دې مردار بوټي څخه استفاده ونکړئ ، ځکه په اسلام کې هم نا روا ء ده او روغتیا ته هم مضر ده ، یو عامیانه متل لرو  څه وایې چرسي سړی نه سړی ، نو ستاسو  باید تل خپل روغتیا ته مو پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...