د ټولنیزو رسنیو شرکت میټا د فېسبوک وړ کاروونکو ته دا اسانتیا برابره کړې چې د میاشتنۍ یا کلنۍ ګډون بیې (فیس) پرته په خپل حساب د تایید نښه (Verification Badge) ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، میټا د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د Meta Verified په نوم کاروونکو د نیلي تایید نښه او نورې اضافي اسانتیاوې د ځانګړي فیس په بدل کې اعلان کړه. خو اوس شرکت د وړیا تایید نوی سیستم معرفي کړی، چې موخه یې د حقیقي کاروونکو هویت تاییدول دي.
د دې پروګرام له مخې، کاروونکي یوازې اړتیا لري چې یوه سیلفي (عکس) وسپاري. دا سیلفي به د فېسبوک په پروفایل کې له موجودو عکسونو سره د پرمختللې مخ پېژندنې (Facial Recognition) ټکنالوژۍ له لارې پرتله شي. د میټا په وینا، د تایید دا بهیر به یوازې په څو دقیقو کې بشپړ شي.
شرکت وایي، دا اسانتیا یوازې هغو کاروونکو ته برابره ده چې ۱۸ کاله یا تر دې ډېر عمر ولري. له بریالي تایید وروسته به د کاروونکي په پروفایل د تایید نښه ښکاره شي، او دا نښه به د فېسبوک په بېلابېلو خدماتو کې هم څرګنده وي.
میټا روښانه کړې چې دا وړیا د تایید نښه یوازې دا ثابتوي چې اړوند حساب د یوه حقیقي انسان دی. دا نښه د کارونکي شهرت، ټولنیز مقام یا مسلکي اعتبار نه تاییدوي، بلکې موخه یې یوازې د کارونکي د هویت تصدیق کول دي.