پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+مېرمن کلنټن ۷۶ کلنه شوه

مېرمن کلنټن ۷۶ کلنه شوه

تاند- امریکايي سیاستواله او د ولسمشرۍ پخوانۍ کاندیده هیلري کلنټن له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۷ د اکتوبر په ۲۶ مه د الینایس (Illinois) په شیکاګو ښار کې زېږېدلې ده.

مېرمن کلنټن، چې د دیموکرات ګوند غړې ده، له لسیزو راهیسې د دغه هېواد په سیاست کې ښکېله ده.

دې د امریکا د متحدو ایالتونو په بېلابېلو سیاسي مقامونو کې کار کړی- لومړۍ مېرمن، سناتوره، د بهرنیو چاور وزیره، او د ولسمشرۍ داسې کاندیده چې تر خپل سیال یې ډیرې ولسي رایې وګټلې.

د اغلې کلنټن خاوند بېل کلنټن (له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۱) دوه دورې د امریکا ولسمشري کړې. بیل او هیلیري کلنټن یوه لور لري چې چلسي نومېږي.

دا د شیکاګو په لمنه کې په ( Park Ridge) کې لویه شوې ده، پلار یې د نساجي کاروبار درلود. او له دې کبله چې اقتصادي وضعیت یې ډیر ښه و، خپلې لور ته یې د تعلیم ښه اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د دې اصلي نوم هیلیري ډایان راډهم دی او په ۱۹۷۳ کې د ییل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغه شوې ده. کله چې محصله وه ټولنیز فعالیت یې کاوه.

هیلیري په ۱۹۷۵ کال کې له بیل کلنټن سره واده وکړ.

د هیلري کلنټن او بیل کلنټن د واده عکس

وروسته له دې چې بېل کلنټن په ۱۹۷۸ کال کې د ارکانزاس ایالت والي شو هیلیري له سیاسي پلوه فعاله شوه.

په ۱۹۹۸ کې د سپینې ماڼۍ له یوې کارکوونکې مونیکا لوینسکي سره د ښاغلي کلنټن د جنسي اړیکو له امله میرمن کلنټن ته د خبري رسنیو پام لا زیات واوښت. خو مېرمن کلنټن د خپل مېړه منتقدین وغندل.

دې په ۱۹۹۸ کې په یوه مرکه کې وویل د لوینسکي قضیه چې د ولسمشر د استیضاح سبب شوې وه “د ښي اړخو له یوې پراخې دسیسې” څخه الهام اخیستی ؤ.

کله چې د بهرنیو چارو وزیره وه د کار د څلور کلنې دورې په ترڅ کې مېرمن کلنټن ۱۱۲ هیوادونو ته سفرونه وکړل چې دا د بهرنیو چارو د هر پخواني وزیر تر سفرونو ډېر دي.

هیلري کلنټن په ۲۰۰۳ کال پرعراق یرغل ته رایه ورکړه خو د جګړې له اړوندو چارو او د هغې له دفاع یې ځان لېرې وساته، او بلکې د امریکا د متحدو ایالتونو د عسکرو د اېستلو غوښتنه یې وکړه. مېرمن کلنټن په ۲۰۰۶ کال کې په آسانۍ سره د سناتورۍ څوکۍ بیا وګټله.

د دونالډ ټرمپ په وړاندې دوو مسلو د هیلبري کلنټن دریځ یو څه کمزوری او له پوښتنو سره مخامخ کړ. یو د دې روغتیا او بل د دې ایمیلونو.

د کمپاین پر مهال له خاله لوېدو یا بې سده کېدو د هېلري کلنټن روغتیا تر پوښتنو لاندې راوسته. همدا لامل شو چې دواړه نوماندان د خپلې روغتیا په اړه له خلکو سره د معلوماتو شریکولو ته اړ وځي.

د برېښنالیکونو پرسر ناندریو او د یوه قانوني نامعلوم حالت له امله د مېرمن کلنټن د لومړي پړاو او د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاینونه زیانمن شول، خو نظرپوښتنو بیا هم وښوده چې اغلې کلنټن بیا هم تر خپل جمهوریپال سیال ډونالډ ټرمپ ډېر پلویان لري.

د مېرمن کلنټن ژوند ليکونکي اکثره دې ته دا صفتونه کاروي: خواري کښه، پر خپل دريځ ټينګه، انډول رامنځته کوونکې، شنانده، معتدله، محافظه کاره، د مېتود له مخي کار کوونکې او ځيني وخت مغروره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب