Homeخبرونهد اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان هم د کابل په یوه ښوونځي...

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان هم د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه وغندله

تاند/ شنبه د اسد-زمري ۳۱مه/ د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی کابل کې د یوه ښوونځي پر زده‌کوونکو چاودنه غندلې.

العیسی دغه راز د هر راز ترهګرۍ او تاوتریخوالي د رد په برخه کې د یاد سازمان پر دریځ ټینګار کړی دی.

محمد بن عبدالکریم العیسی د افغانستان امنیت، ثبات او د خلکو خوندیتوب ته د هر ډول ګواښونو پر وړاندې د افغانستان له حکومت او خلکو سره پیوستون څرګند کړی او د چاودنې ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

تر دې وړاندې قطر، سعودي عربستان، سوریې او د ملګرو ملتونو ځینو سازمانونو هم دا چاودنه غندلې وه.

د یادونې وړ ده چې، تېره دوشنبه د کابل ښار ۱۸مه امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي کې په یوه ښوونځي کې چاودنې ۴۲ ماشومان ټپيان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...