تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه ومومم چې پکې د فکرونو له نړۍ وتښتم. بوخته شم، او ځان ته وده ورکړم.
وتوانېدم چې له دوو اونیو په کمه موده کې دا لوبه زده کړم، البته اساسي برخې یې، چې راته خورا زړه راښکونکې وه.
لومړی زما ډار په همدې لوبه کې د سیال نشتون و، دا چې له چا سره به لوبه کوم؟ چاته به ماته ورکوم یا هم له چا به ماتې خورم؟
ومې لیدل زموږ د پرېکړو په پیل کې دا پوښتنه تل وي چې څوک راسره دي؟ څوک مې ګوري؟ یا هم هغوی زما په اړه څه غبرګون ښیي؟
خو له پیل وروسته پوهه شوم چې نه! اړینه نه ده خامخا یو څوک وي، یو څوک؟
مګر د نړۍ په ستره جګړه کې زه د خپل ذهنما سېوا بل ملګری یا سیال لرم؟ هغه څوک یم چې سترې پرېکړې مې کړې او ښایې له ځان سره مې ډېرې اوښکې تویې کړې وي.
تل په یوازې سر د لوبې میدان ته ننوزم، ښایې ستړې کوونکې اوسې، خو ځینې وختونه اړینه ده له شرایطو سره ملتیا وکړو او هغه څه ومنو چې دي.
اوس به راشم هغه څه ته چې زه یې اړ ایستلم، نن لپټاپ پرانیزم او ولیکم، نه دا چې ووایم هر هغه څه پیل کړئ چې خوښېږې مو، یا تاسو ته دا وښایم یوازیتوب بد نه دی… هوو، دا هم سم دي، مګر زما موخه بل څه ده.
پرون مازدیګر چې مې کله لوبه کوله، او پای ته نږدې رسېدلی وم، نو پام مې شو چې یوازینی حرکت چې باید وکړم، حرکت نه کول دي. خو زه مجبوره وم چې حرکت وکړم… کنه لوبه به زما په زیان تمامه شي. یا هم که له ځایه ونه ښوریږم، دا ښکاره کوم چې ستونزه زما په لوبه کې ده، دا منم چې دا د پای ټکی دی.
ځینې اصول موږ اړ باسي، هغه وخت چې ارام ته اړتیا لرو وخوځېږو، ان که زموږ په قربانۍ کېدو هم وي.
ښایي ستر مثال یې زموږ عمر وي، زه نشم کولای حرکت ونکړم او ووایم نه غواړم عمر مې لوړ شي. ځکه عمر هغه پدیده ده چې روانه ده او مخه نیول یې ناشونی دی. نو مجبوره یم حتی هغه وخت چې ویده وم، د خپل عمر په جریان کې حساب کړم او د شکایت حق نلرم چې ګواکې هغه وخت ما کوم فعالیت نه دی کړی، مه یې حسابوئ یا هم د همداسې وخت په اړه.
یا ښایې دا یو ډول مسولیت حساب کړو، هغه وخت چې د دوام ورکولو وړتیا نلرو، اړین یو مخته لاړ شو، ځکه دا زموږ دنده او مسولیت ده. ان که په دوام ورکولو کې مو د ماتې امکان وي، ځکه د ازادۍ یوه ستره برخه دا هم ده چې ته د خپلو ماتو لاره هم خپله وټاکې.
پوهیږئ جالبه څه ول؟ دا چې یا باید ملکې حرکت کړی و، یا هم عسکر. خو عسکر پوهېده چې د ملکې وړتیا زیاته ده، هغه څوک ده چې کولای شې لوبه وګټې، نو په یوه حرکت یې ځان قرباني کړ… له مېدانه ووت او سترګې ملکی ته وې، تر څو لوبه هغه شانته چې اړینه ده، مخته یوسې.
لوبې ته مې دوام ورکړ، خو په سوچونو کې وم، خو تمرکز مې لامل شو لوبه وګټم. لوبه ملکې وګټله.
ملکې چې ولیدل یو عسکر د هغې وړتیاوو په خاطر ځان قرباني کړ. ښایي هم یوازې د عسکر د زړه لپاره یې په میدان کې تر پایه ودرېده او سیال ته یې د ګټلو لاره نه پرېښوده. او دا د وفادارۍ ستره نښه ده.
موږ کله ناکله مجبوره یو، پرېږدو او له مېدانه ووځو. تل شتون د اتلوالیو په معنا نه دی. حتی دا اجازه هم ورکړو سیال دې وګټې پر ځای د دې چې پر خپل روان فشار راولو. او ځینې شیان د خپل تن د ملکې لپاره یا هم ووایم د عزت او اصالت لپاره قرباني کړو. دا قرباني کېدل به ماتې نه، بلکې د ګټلو په معنا وي، یا هم ښایې که لوبه کې بریالي نشوو، دا به مو منلې وي چې دوام مو ورکړو او د شطرنج په پیچلي، محتاط او ښایې سخت میدان کې تسلیم نه شو.