Homeخبرونهله پېښو سره د مبارزې اداره: مرستندویې ادارې دې خپل اداري لګښتونه...

له پېښو سره د مبارزې اداره: مرستندویې ادارې دې خپل اداري لګښتونه کم کړي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۳۱ مه) د طالبانو حکومت له مرستندویو ادارو او مؤسسو غوښتي چې خپل اداري لګښتونه کم کړي، څو د نړیوالو مرستو لویه برخه د افغانستان اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د افغانستان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې رئیس نورالدین ترابي له مرستندویو بنسټونو او هغو مؤسسو چې بشري پروژې پلي کوي، غوښتي چې اداري مصارف کم کړي.

ترابي ویلي، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له امله په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.

هغه له هېوادونو، مرستندویو موسسو او د بشري پروژو له پلي کوونکو ادارو غوښتي چې بشري مرستې له سیاست څخه جلا وساتي. نوموړي زیاته کړې چې د ده تر مشرۍ لاندې اداره یوه «بشپړه غیرسیاسي اداره» ده.

له پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس همداراز مرستندویو بنسټونو ته ډاډ ورکړی چې د دې ادارې په فعالیتونو کې چټکتیا او روڼتیا لومړیتوب لري.

ترابي له مرستندویو ادارو غوښتي، که په مرکز یا ولایتونو کې د دې ادارې له کارکوونکو سره له کومې ستونزې سره مخ کېږي، موضوع دې مستقیماً له ده سره شریکه کړي، څو ستونزې په لنډ وخت کې حل شي.

ماینونه؛ لا هم پټ ګواښ

ترابي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ماینونه او ناچاودي مهمات د افغانستان د خلکو لپاره یو پټ ګواښ بللی دی.

هغه ویلي، طالبان هوډ لري چې د ماین‌پاکۍ بهیر چټک کړي، څو د افغانستان ټوله خاوره د خلکو د استفادې وړ وګرځي.

نوموړي ادعا کړې چې که په تېرو کلونو کې د ماین‌پاکۍ پروګرام بودجه په سمه توګه لګول شوې وای، افغانستان به تر اوسه له ماینونو څخه پاک شوی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...