Homeخبرونهڅېړونکو د سګرېټ پرېښودو اسانه لار وړاندیز کړه

څېړونکو د سګرېټ پرېښودو اسانه لار وړاندیز کړه

څېړنه: یوګا د سګرېټ څکولو په پرېښودو کې اغېزمنه مرسته کوي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۳۱ مه) که د سګرېټ څکولو پرېښودل درته ستونزمن ښکاري، نو یوې نوې طبي څېړنې ښودلې چې یوګا د دې عادت په پرېښودو کې مهمه مرسته کولی شي.

د Nicotine & Tobacco Research په علمي مجله کې خپرې شوې څېړنې موندلې چې د یوګا منظم تمرین د سګرېټ څکوونکو لپاره د دې عادت پرېښودل اسانه کوي او همداراز د اضطراب، خپګان او هغو نښو شدت هم کموي چې د سګرېټ له پرېښودو وروسته رامنځته کېږي.

څېړونکو د پخوانیو علمي مطالعاتو ارزونه کړې او پایله یې دا وه چې د یوګا منظم تمرین د سګرېټ په پرېښودو کې د بري احتمال تر ۵۰ سلنې پورې زیاتوي.

د څېړنې د پایلو له مخې، یوګا یوازې یو فزیکي ورزش نه دی، بلکې داسې اغېزمنه لاره هم ده چې له تمباکو څخه د خلاصون په بهیر کې د پام وړ مرسته کوي.

په دې څېړنه کې د بېلابېلو هېوادونو د ۶۲۹ کسانو په اړه د اوو کلینیکي ازموینو معلومات او د پنځو نورو علمي راپورونو پایلې هم ارزول شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د تمباکو کارول د سرطان، د زړه ناروغیو او ګڼو نورو مزمنو ناروغیو خطر زیاتوي. د دغو ناروغیو له امله هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۸.۷ میلیونه کسان له ژونده بې برخې کېږي، او که څه هم ډېر کسان د سګرېټ پرېښودو هڅه کوي، خو ډېری یې نه بریالي کېږي.

څېړنه ښيي چې د یوګا بېلابېل ډولونه نه یوازې د سګرېټ په پرېښودو کې مرسته کوي، بلکې د پرېښودو له امله رامنځته کېدونکې نښې هم سپکوي.

په همدې تړاو، د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د اتریش د Innsbruck پوهنتون یوې بلې څېړنې هم موندلې وه چې لس دقیقې چټک قدم وهل یا معتدل بدني تمرین کولی شي د سګرېټ څکولو هیله/ اشتها په لنډمهال ډول کم کړي.

په دې څېړنه کې ۱۶ سګرېټ څکوونکو ګډون کړی وو. له هغوی غوښتل شوي وو چې ټوله شپه سګرېټ ونه څکوي، وروسته لس دقیقې یا چټک قدم ووهي، یا په کور دننه ورزش وکړي او یا هم بې حرکته کښېني.

پایلو وښودله چې یوازې لس دقیقې بدني فعالیت د سګرېټ څکولو غوښتنه په څرګند ډول کموي او د سګرېټ پرېښودو له امله رامنځته کېدونکو نښو شدت هم راټیټوي.

د څېړونکو په وینا، که څه هم لا نورو څېړنو ته اړتیا شته، خو اوسني شواهد ښيي چې له کوره بهر چټک قدم وهل تر ۲۶ دقیقو پورې او په کور دننه ورزش تر ۱۷ دقیقو پورې د سګرېټ څکولو غوښتنه/ اشتها کموي.

د دې دوهمې څېړنې پایلې په Psychopharmacology علمي مجله کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...