تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د سویس د والیس (Valais ) کانټون (ولایت) محکمې د یوه افغان وګړي هغه استیناف رد کړی چې د خپلې مېرمنې د وژنې د هڅې په تور محاکمه شوی و. محکمې د نوموړي د بند لس کلنه سزا او له بخښنې پرته د بند پرېکړه تایید کړې او همداراز یې هغه ۱۵ کاله سویس ته له ننوتلو منع کړی دی.
پېښه د ۲۰۲۲ کال د نوومبر په ۲۱مه شوې وه. د محکمې د معلوماتو له مخې، تورن خپله مېرمن پر ځمکه غورځولې او وروسته یې هغه پر ۸۰ سانتيمتره اوږدې څانګې پر سر او د بدن پر بېلابېلو برخو وهلې وه.
مېرمن یې د سر ټپ، د غاړې د یوې مرۍ زیان، د سترګې د کاسې ماتېدو او د پورتني ژامې د کیڼې خوا د سینوس د ماتېدو په ګډون سخت ټپونه لیدلي وو.
تورن د جون په ۱۷مه محکمې ته ویلي و چې د پېښې پر مهال یې «احمقانه چلند» کړی و او ښايي هغه الکول چې ده څښلي وو، پر چلند یې اغېز کړی وي.
څارنوال الکساندر روسې ویلي چې قرباني یوازې د ډېرې نېکمرغۍ او د نورو کسانو د مداخلې له امله ژوندۍ پاتې شوه.
د تورن مدافع وکیل لوئیس نېوېس غوښتنه کړې وه چې نوموړی دې یوازې د ساده بدني زیان په جرم محکوم شي، څو له سویس څخه ونه ایستل شي او داسې هېواد ته بېرته ستون نه شي چې د ده ژوند پکې له خطر سره مخ کېدای شي؛ خو محکمې دا استدلال ونه مانه.