Homeخبرونهپه ایران کې سږ کال لږ تر لږه ۲۰ افغانان اعدام شوي

په ایران کې سږ کال لږ تر لږه ۲۰ افغانان اعدام شوي

تاند (یکشنبه، دوږي/ سنبلې ۸ مه) د بشري حقونو د ایراني سازمانونو د راپورونو له مخې، په ایران کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۰ افغان اتباع په زندانونو کې اعدام شوي دي. د راپورونو له مخې، هره میاشت لږ تر لږه یو افغان اعدام شوی او درې نور افغانان د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

پر اعدام شویو کسانو د نشه‌یي توکو اړوند جرمونو، قتل، د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ او په حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون تورونه لګول شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو د دغو قضیو په اړه د عادلانه محاکمې، وکیل ته د لاسرسي او د کورنیو د خبرولو په برخه کې اندېښنې څرګندې کړې دي. د دوی په وینا، په ایران کې یو شمېر اعدامونه له رسمي اعلان پرته ترسره کېږي، چې له امله یې د اعدام شویو افغانانو د کره شمېر معلومول ستونزمن دي.

په وروستیو قضیو کې د ګل محمد محمدي او قائم حسینې په نوم دوه افغانان، چې په خپل منځ کې د  تره زامن وو، په اصفهان کې د یوې قضیې له امله د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

همداراز افشار شاه‌احمدي، ایمان شفاعي او صدرالدین احمدزاده هم د پولیسو د یوه مرکز د سوځولو په تور د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د «هنګاو» په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۸۵ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...