Homeخبرونهد شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه؛ افغانستان بیا هم پکې ګډون نه...

د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه؛ افغانستان بیا هم پکې ګډون نه لري

ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه سبا (دوشنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شي.

د سازمان د غړو هېوادونو مشران به په دې غونډه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو او همداراز د سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

په سرمشریزه کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان او بیلاروس مشران ګډون کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د غونډې د ګډونوالو له ډلې دی.

افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړي دی خو، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، د دې سازمان په غونډو کې استازی نه لري. د راپور له مخې، د طالبانو حکومت ته تر اوسه په غونډو کې د ګډون هغه ډول زمینه نه ده برابره شوې چې بل څارونکي غړي منګولیا ته برابره شوې ده.

د افغانستان په داسې حال کې د شانګهای په سرمشریزه کې غایب دی چې د دغه هېواد امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، سرحدي ستونزې، سوداګري او سیمه‌ییز اتصال د شانګهای سازمان د غړو لپاره مهم موضوعات بلل کېږي.

شانګهای سازمان په وروستیو کلونو کې پر سیمه‌ییز امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزې، اقتصادي همکاریو او سوداګریزو لارو د پراختیا تمرکز زیات کړی، چې له همدې امله افغانستان د مستقیم استازیتوب له نشتوالي سره سره د سازمان لپاره مهم هېواد پاتې دی.

د سازمان په اجنډا کې امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، اقتصادي همکاري او سیمه‌ییز اتصال مهم ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...