Homeخبرونهاروپايي پارلمان د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه غونډه کوي

اروپايي پارلمان د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه غونډه کوي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) ټاکل شوې ده چې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه د پنجشنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۲مه، له اروپا څخه د افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه بحث وکړي.

دا غونډه له هغې وروسته جوړېږي چې اروپايي کمېسیون په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره څو غونډې کړې دي.

اروپايي پارلمان د راتلونکې اوونۍ، د سنبلې له ۹مې تر ۱۵مې پورې، د کمېټو د غونډو او ناستو پروګرام خپور کړی دی.

د دغه پروګرام له مخې، له اروپايي ټولنې څخه افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع هم د دې بنسټ د یوې غونډې په اجنډا کې شامله ده.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې پرون (شنبې) د جرمني رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو درې کسیز پلاوی د چهارشنبې په ورځ برلین ته ورغلی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه پلاوي حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې دا سفر افغانستان ته د نورو افغان وګړو د شړلو له پلان سره تړاو لري.

تر دې مخکې هم د طالبانو یو پلاوی د روان کال په سرطان میاشت کې بروکسل ته تللی و او له اروپايي چارواکو سره یې د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې وې چې جرمي سابقه لري. د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ دغو مستقیمو اړیکو پراخ غبرګونونه راپارولي او د افغان فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...